جلال اباد (پژواک، ۸ سلواغه ۹۹): د ننګرهار والي وايي چې په ۱۳۹۹ کال کې د دغه ولايت د انکشافي بوديجې ۹۴ سلنه مصرف شوې او ۶ سلنه يې د ځينو ستونزو له امله له مصرف پاتې ده .
والي ضياء الحق امرخېل وايي، په دغه کال کې ۲۸۶۰ رغنيزې پروژې پلان شوې وې چې له ډلې يې ۸۰۶ پروژې بشپړې شوي او ۲۰۵۴ تر کار لاندې دي.
نوموړي چې د خپلو تېرو پنځو مياشتو ماموريت او د ننګرهار ولايت د ۱۳۹۹ کال د فعاليتونو په تړاو يې د حساب ورکولو غونډې کې خبرې کولې دا څرګندونې وکړې.
امرخېل په دغه کنفرانس کې د رسنيو له لارې خپل فعاليتونه بيان او د خبريالانو پوښتنې يې هم ځواب کړې
د راپور ورکولو دا غونډه نن د سلواغې په ۸مه جوړه شوې وه چې په کې د ننګرهار د بېلابېلو ادارو رييسانو، د ولايتي شورا غړو او د جلال اباد ښار د ګذر وکيلانو هم ګډون کړى وو.
د ننګرهار والي وويل، که څه هم د دغه ولايت ۲۱ ولسواليو ته عادي تګ راتګ کېدلی شي او يوازې د يوې ولسوالۍ امنيت خراب دی خو وايي، پلان کې ده چې يادې ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو په تړاو هم جدي اقدامات ترسره شي.
دی وايي، په پنځو مياشتو کې ۱۲۴ وسله وال نيول شوي، ۴۰ تنه يې حکومت ته تسليم شوي، ۴۱۹ وژل شوي، ۳۳۸ ټپيان دي او دغه راز ۴۷ انسان تښتوونکي هم وژل شوي، خو په دغه موده کې يې د ملکي او نظامي مرګ ژوبلې په تړاو د کره معلوماتو نه درلودو يادونه وکړه.
د ننګرهار والي وويل، دغه ولايت ته ۱۳۹۹ کال کې ۲۸۶۰ لويې او وړې رغنيزې پروژې منظور شوې وې چې له ډلې يې ۸۰۶ بشپړې شوي او ۲۰۵۴ نورې تر کار لاندې دي.
امرخېل که څه هم بشپړ جزييات ورنه کړل، خو يادونه يې وکړه چې د دغه ولايت د ۱۳۹۹ کال انکشافي بوديجه ۹۴ سلنه مصرف شوې او ۶ سلنه يې د ځينو ستونزو له امله نه ده مصرف شوې.
هغه زياته کړه، ننګرهار کې روان کال ۷ ميليارده، ۱۳۳ ميليونه، ۱۲زره او ۶۱۷ افغانۍ عوايد راټول شوي، خو د کرونا وبا له امله يوازې ۱۷۸ میليونه افغانۍ د تورخم او ۱۲۷ ميليونه افغانۍ د جلال اباد ښاروالۍ په عوايدو کې کسر موجود و.
امرخېل وايي ، برېښنا ننګرهار کې يوه له مهمو ستونزو ده چې د نورو برخو تر څنګ يې د صنعت برخه ډېره له ستونزو سره مخ کړې او تازه ورسره د افغانستان برېښنا شرکت ژمنه کړې چې د شيخ مصري صنعتي پارک ته به د خصوصي سکټور په مرسته د ۴۰ ميګاواټه برېښنا سيسټم ورغول شي.
د نوموړي په وينا، د اصلاحاتو راوستو، روڼتيا او فساد مخنيوي برخو ته يې هم ځانګړې پاملرنه شته چې په ولسواليو کې يې د مامورينو د کارونو ارزونه پيل کړې او دا لړۍ به رياستونو او مرکز جلال اباد ښار ته هم وغځول شي.
هغه زياته کړه: ((هغه مامورين چې د کار وړتيا نه لري او سم کار نه کوي، له دندو به لرې کېږي پرځای به يې وړ کسان ټاکل کېږي، که کم کار کوي، تغير او تبديل کېږي به او هغوی چې ډېر کار کوي ارتقا به ورکول کېږي.))
دی وايي، تورخم کې د فساد مخنيوي په تړاو يې هم هلې ځلې پيل کړي چې د نظم او فساد مخنيوي په موخه ورسره د ۵۰ تنو نويو سرتېرو د تقرر خبره شوې او دغه راز د ترانسپورټ او ګمرک ادارو مسوولينو هم د خپلو کارونو د شفاف کولو ډاډ ورکړی دی.
هغه جلال اباد ښار کې د يو خصوصي تلوېزيون د خبريالې ملالې ميوند او د هغې د موټر چلوونکي د قاتلينو په تړاو وويل، چې يو تن يې ژوندی نيول شوی چې مرکز ته لېږل شوی خو وايي دوه نور کسان يو په جلال اباد ښار او بل هم چپرهار ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو سره د نښتو پرمهال وژل شوي دي.
د غونډې ګډونوالو که څه هم د حساب ورکولو دا غونډه د فساد د مخنيوي او نورو برخو کې د اصلاحاتو راوستو او ولس ته د حساب ورکولو په برخه کې د والي ژمنتيا ياده کړه، خو وايي، يوازې بايد حساب ورکونه نمايشي نه بلکې هر وخت او هر چارواکی بايد حساب ورکولو ته چمتو واوسي.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر وويل، د ولسواليو امنيت ښه شوی خو د ښار امنيت خراب شوی بايد ستونزه حل شي او دغه راز يې د قراردادونو په برخه کې د ولايتي ادارې د فعاليتونو ستاينه وکړه، خو ټينګار يې وکړ چې بايد د ناسمو قراردادونو ترسره کوونکي مامورين بايد څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
د غونډې يو ګډونوال وکيل ګل حکيم وويل، چې دا ډول غونډې يوازې د همدغه ساعت لپاره دي ځکه له تقرر نيولې، د پروژو د پلي کېدو، عوايدو او نورو ډېرو برخو کې ولس ته نه حق ورکول کېږي او نه هم معلومات، ځکه خو نننۍ غونډه کې هم ځينې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې.
په دې وروستيو کې که څه هم پر حکومت د فساد د زياتوالي تورونه زيات شوي، خو په مرکزي او ولايتي کچه د چارواکو د حساب ورکولو غونډې ډېرې شوې دي.










