ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: د ولسمشر د استعفی غوښتنه د افغانستان د دښمنانو ده

ارګ: د ولسمشر د استعفی غوښتنه د افغانستان د دښمنانو ده

author avatar
29 Jan 2021 - 21:30
ارګ: د ولسمشر د استعفی غوښتنه د افغانستان د دښمنانو ده
author avatar
29 Jan 2021 - 21:30

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه۹۹) :  د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني د استعفی په اړه د طالبانو د غوښتنې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی او وایي چې اساسي قانون د ولسمشر د واک نیټه معلومه کړې.

د طالبانو دقطر دفتر مرستیال او د مذاکراتي ټیم غړي شیرمحمد عباس ستانکزی چې له یوه پلاوي سره روسیې ته تللی نن د سلواغې په ۱۰مه، په مسکو کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې که ولسمشر اشرف غني واک پریږدي ، دوی چمتو دي چې د یوه نوي اسلامي حکومت لپاره سوله و کړي.

دافغانستان حکومت د نوموړي د څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی دی .

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال پژواک اژانس ته وویل چې چې د نظام د مشروعیت اصلي سرچینه ولس دی او اساسي قانون د ولسمشر کاري دوره مشخصه کړې او قانون په دې اړه پوره وضاحت لري .

ده زیاته کړه : (( د عباس ستانکزي غوښتنه د افغانستان د دښمنانو غوښتنه ده، دوی غواړی اوسنی نظام له منځه یوړل شي او هیواد بیرته  دیرش کاله شاته ولاړ شي.))

خو مینه پال وایي چې افغانان ددې نظام ساتل غواړي .

د  یادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني تیره میاشت ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې وه، چې واک به یو منتخب ولسمشر ته سپاري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خانه مینه پال وایي چې په اصل کې طالبان د سولې اراده نه لري اود جګړې دوام غواړي.

ده زیاته کړه : (( له امریکا سره د طالبانو ددوحې تړون کې راغلي چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او یو دایمي اوربند ته به لاره هواریږي، خو هغوی نه یواځې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې جګړو ته یې نور هم زور ورکړ.))

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي هم  تېره ورځ وویل چې طالبانو د تړون ژمنې نه دي عملي کړي او  د طالبانو لخوا د ژمنو نه عملي کول دا پوښتنه پیدا کړې ده چې ایا د راتلونکې مۍ میاشت کې به ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي؟

د ولسمشر پخوانی ویاند  او د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدیق صدیقي چې افغانان، او نړیواله ټولنه اوس د طالبانو پر خبرو نه غولیږي.

هغه پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، د بندیانو پر خوشې کولو نیوکې، د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو ناسمې څرګندونې، د بین الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل موافقه کې ځنډ او داسې نور د طالبانو ماشومانه کړنې دي.

صدیقي ویلي، طالبانو په بیلا بیلو بهانو جګړې ته دوام ورکړ، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام سره یې دښمني وکړه، د سولې او امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یې د افغانستان او امریکا د حکومتونو طلایی چانسونه یې ضایع کړل.

د ولسمشر بل سلاکار شاه حسین مرتضوي هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی، هغه په ټویټر کې لیکلي، طالبان مسکو او تهران ته سفرونو سره سیاسي مانور ترسره کوي، خو اصلي پیغام امریکا ته ورکوي.

هغه زیاته کړې : (( دې سفرونو سره ایران او روسیه هم امریکا ته ښودل غواړي چې موږ هم له طالبانو سره ملګري یو او له دې ډلې د وسیلې په توګه ګټه پورته کوي.))

د مرتضوي په وینا، د ولسمشر غني صلاحیتونه د کار وختونه اساسي قانون مشخص کړي ، عباس ستانکزي د کوم بهرني استخباراتي ادرس څخه خبرې کوي.

 

Visits: 417

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.