ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دامریکا ولسمشر د زلمي خلیلزاد ټیم کې خپل استازي ټاکلي

دامریکا ولسمشر د زلمي خلیلزاد ټیم کې خپل استازي ټاکلي

author avatar
29 Jan 2021 - 21:03
دامریکا ولسمشر د زلمي خلیلزاد ټیم کې خپل استازي ټاکلي
author avatar
29 Jan 2021 - 21:03

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۹) : ولسمشر اشرف غني وایي چې دامریکا نوي ولسمشر جو بایډن د زلمي خلیلزاد په ټیم کې خپل استازي ټاکلي دي.

زلمی خلیلزاد چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د افغانستان سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی و، اټکل کیده چې د بایډن حکومت کې به یې دنده پای ته رسیږي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نوي وزیر انتوني بلینکن پرون اعلان وکړ، چې له زلمي خلیلزاد څخه یې غوښتي دي چې خپل افغان ماموریت ته ادامه ورکړي.

بلخوا ولسمشر اشرف غني نن د اسپین امنیتي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې زلمی خلیلزاد به خپل ماموریت ته ادامه ورکوي، خو ولسمشر بایډن د خپل ټیم کې خپل ځینې استازي ټاکلي دي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې دامریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر بلینکن سره تر ټیلېفوني خبرو اترو وروسته کړې دي، چې تیره شپه یې ورسره کړې وه.

بلخوا یوې بلې سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې د بایډن لخوا د زلمي خلیلزاد ټیم ته نوی داخل کړل شوي تن میرمنه افغانه ده او دغه امریکایي په کونړ ولایت کې دنده ترسره کړې ده.

خو سرچینې ددې استازي په اړه نور معلومات نه درلودل.

Views: 1232

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.