ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې د ۱۵۰۰ افغانیو د تبې معلومولو اله په ۱۸ زره افغانۍ پیرل شوې

په سرپل کې د ۱۵۰۰ افغانیو د تبې معلومولو اله په ۱۸ زره افغانۍ پیرل شوې

author avatar
31 Jan 2021 - 10:12
په سرپل کې د ۱۵۰۰ افغانیو د تبې معلومولو اله په ۱۸ زره افغانۍ پیرل شوې
author avatar
31 Jan 2021 - 10:12

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۹): د پژواک موندنې ښیي چې سرپل کې له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره ۱۲ ډوله توکي د بازار له نرخه څه باندې ۳.۹ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي دي.

پژواک خبري اژانس سرپل ولایت کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د روان کال د غبرګولي په ۱۴مه د ۲۹ ډوله توکو او وسایلو پېرېدنې د یوه تړون کاپي او د توکو نوملړ تر لاسه کړی دی.

د تړون په پای کې دوه لاسلیکونه شوي، خو له یوه سره هم د لاسلیک کوونکي نوم او دنده نه ده لیکل شوې، خو د توکو نوملړ په پای کې د تدارکاتو کمېټې، مالي او اداري ریاست او د ولایت مقام استازیو د نوم له لیکلو پرته لاسلیکونه کړي.

د ۸ میلیون، ۸۶ زره او ۵۰۰ افغانیو دغه تړون د سرپل ولایت مقام د «عاکیف بیکزاد» په نوم له یوه لوژستیکي شرکت سره د روان کال د غبرګولي په ۱۴مه لاسلیک کړی دی.

پژواک د ۲۹ ډوله توکو او خدمتونو له ډلې ۱۷ ډوله د بازار له بیو سره پرتله کړي؛ ځکه چې ۵ ډوله یې د بازار له بیو په ټیته بیه پېرلي، د ۱۲ ډوله ځانګړتیاوې نه دي څرګندې، خو ۱۲ ډوله نور له یو تر ۱۲ برابره په لوړه بیه پېرل شوي دي.

پژواک د دغو ۱۲ ډوله توکو لوړې او ټیتې بیې له بازار څخه اخيستي، خو د دغو لوړو او ټیټو بیو منځنۍ کچه یې محاسبه کړې ده.

پژواک ته په یاد جدول کې شاملې د بازار د نرخ بیې په کابل کې د الفت صافي لمیټډ سوداګریز، د کندز وروڼو درملتون، ډېګ کام کمپوټر پلورنځی او د عبدالنظر عظیمي شرکت ورکړې دي.‎

د یو سند کاپي ښیي چې د سرپل مخکیني والي عبدالقادر اشنا د یادو توکو د تسلیمۍ لپاره د ولایت مقام په ګډون د روغتیا ریاست، ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور ریاست له استازو پلاوی ټاکلی دی.

د سرپل ولایت د روغتیا رییس نوراحمد اسحاقزي وویل چې د یادو توکو په پېرېدنه کې دغه ریاست نه دی ښکېل، ځکه چې دغه قرارداد د ولایت د تدارکاتو کمېټې له لوري شوى او توکي یې هم هغوی پېرلي دي.

دی وايي:”سرپل ته له کرونا سره د مبارزې لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې وې، چې له دې جملې ۱۷.۶ میلیونه افغانۍ مصرف شوې، نورې پاتې دي، خو د دغه قرارداد پیسې به خامخا ورکړل شوې وي.”

قربان مراد مراد چې له دوو اوونیو راهيسې یې د سرپل د والي په توګه دنده پیل کړې، وايي:”دغه قرارداد زما په وخت کې نه دی شوی، نو ځکه د هغه وخت مسوولین چې قرارداد یې کړی باید ځواب ووايي.”

هغه ونه غوښتل چې په دې اړه نورې څرګندونې وکړي.

د پژواک اړیکه له «عاکیف بیکزاد» لوژستیکي شرکت سره ټینګه نه شوه، خو د سرپل مخکیني والي عبدالقادر اشنا په دې اړه د پژواک پوښتنې ځواب نه کړې.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې

مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 183

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.