ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د ناستو ژر پیل ته هیله مند دى

د دولت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د ناستو ژر پیل ته هیله مند دى

author avatar
31 Jan 2021 - 14:53
د دولت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د ناستو ژر پیل ته هیله مند دى
author avatar
31 Jan 2021 - 14:53

کابل (پژواک،۱۲سلواغه ۹۹): د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وايي، له طالبانو سره د ناستو ژر پیل ته هیله لري، خو وایي که نورې هم وځنډیږي، دوی به دوحه کې د حکومت او مصالحې عالي شورا تر پرېکړې منتظر پاتې شي.

د سولې بین الافغانی خبرې شاوخوا درې میاشتې مخکې پیل شوې، خو تر اوسه یې په لومړي پړاو کې یواځې د خبرو پر تګلاره هوکړه کړې ده. د دغو خبرو دویم پړاو تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري، او له څو ورځو راهیسې د دواړو لوریو تر منځ ناستې نه دي شوي او د طالبانو پلاوي ایران او روسیې ته سفرونه کړي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي مطبوعاتي کمېټې غړي ډاکټر رسول طالب نن د قطر له پلازمېنې دوحې څخه په انلاین بڼه یوې خبرې ناستې ته وویل چې طالبانو د خبرو میز د عامه خلکو د ذهنونو مغشوشولو لپاره پرېيښی دی.

دی وايي:”د افغانستان جمهوري دولت او د خبرو پلاوي په ښه پوهاوي پرېکړه کړې چې د هېواد ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي؛ له همدي امله موږ په اسلامي صبر د خبرو مخته وړلو لپاره په دوحه کې یو.”

هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره خبرې د بندون پړاو ته نه دي رسېدلي، بلکې ځنډېدلې او له طالبانو غواړي چې خبرو ته بیا ژر کېني.

د ده په وینا، که طالبان د هرې موضوع په اړه غواړي خبرې وکړي نو د خبرو میز ته دې حاضر شي او خپل بحثونه دې مطرح کړي، ترڅو یوه تفاهم ته ورسره ورسیږي.

د یادې کمېټې غړې شریفه زرمتۍ وویل، د سولې خبرو دویم دور پیلېدو پر مهال یې په لومړنیو ناستو کې طالبانو ته اوربند خپل لومړیتوب یاد کړی او طالبانو ورته ویلي چې دوی به خپل لومړیتوب له مشرانو سره په مشوره ټاکي.

زرمتۍ وايي:”موږ طالبانو ته وویل، که تاسو ته هر یوه موضوع مهمه وي، موږ ته ستونزه نشته، منو یې او د مذاکرې په میز کې به پرې خبرې کوو، خو له همغې ورځې وروسته مذاکره ودرېدله او دوی خپلو مشرانو ته منتظر پاتې شول چې بالاخره دوی سفرونه پیل کړل.”

هغې هیله څرګنده کړه چې طالبان له خپلو سفرونه ور وګرځي او مذاکرات بیا پیل شي، خو وایي که د طالبانو سفرونه وغځیږي نو دوی به دوحه کې د حکومت او مصالحې عالي شورا تر پرېکړې منتظر پاتې شي.

Visits: 143

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.