ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: بغلان کې له بار وړونکو موټرو هر کال ۱،۳ میلیون افغانۍ غیر قانوني اخيستل کېږي

څېړنه: بغلان کې له بار وړونکو موټرو هر کال ۱،۳ میلیون افغانۍ غیر قانوني اخيستل کېږي

author avatar
1 Feb 2021 - 11:16
څېړنه: بغلان کې له بار وړونکو موټرو هر کال ۱،۳ میلیون افغانۍ غیر قانوني اخيستل کېږي
author avatar
1 Feb 2021 - 11:16

پلخمري (پژواک، ١۳ سلواغه ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې د بغلان د مرکز پلخمري ښار په دروازو او بندرونو کې د ترانسپورټ او ښاروالۍ مامورين له موټر چلوونکو هره ورځ لسګونه زره افغانۍ په ناقانونه توګه ترلاسه کوي.

د ولسمشر د فرمان پر اساس، په هېواد کې دننه له بار وړونکو موټرو د ترانسپورټ په نوم کمېشن معاف شوی خو د پلخمري ښار په دروازو کې د ترانسپورټ او ښاروالۍ مامورین بيا له بار وړونکو موټرو د ترانسپورټي کمېشن او ښاري خدمتونو په نوم پيسې اخلي.

د پژواک د څېړنو په ترڅ کې دا ډاګه شوې چې ياد کسان دغه پيسې د دولت خزانې پر ځاى شخصي جېبونو ته اچوي.

د راپور کره کولو لپاره د نورو اسنادو ترڅنګ د پژواک خبريال سيمې ته ورغلى، د موټر چلوونکو ترڅنګ يې له چارواکو سره خبرې کړې او هم يې داسې انځورونه ترلاسه کړي چې له مخې يې د ښاروالۍ او ترانسپورټ مامورين له بار وړونکو موټرو هم پيسې ترلاسه کوي.

موټر چلوونکي: که پيسې ورنه کړو، وهي مو

د چلوونکو له ډلې شکرالله د پلخمري ښار په شمالي دروازه کې پژواک ته وويل: ” له کابله مې بوره راوړې او مزار ته يې وړم، خو تا وليدم چې په دروازه کې را څخه سل افغانۍ واخيستې.”

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ” که پيسې ورنه کړم، د سل روپو پر سر به ورځې ورځې دلته ولاړ يم او د وهلو او ان د وژل کېدو امکان مې هم شته دى.”

همدارنګه يوه بل موټر چلوونکي بازمحمد پژواک ته وويل چې له کندوز څخه تر پلخمري پورې يې د لارې په اوږدو کې په بېلابېلو نومونو پوليس، ترافيک، د ترانسپورټ او ښاروالۍ مامورينو ته دوه زره افغانۍ ورکړې دي.

دى وايي: “پوښتنه نه کوي چې څه دې بار کړي، له لرګيو سره ولاړ وي، که پيسې ورنه کړې، هم موټر وهي او هم تا وهي.”

د نوموړي په وينا، بلخ ولايت ته روان دى او ممکن چې تر هدفه پورې زر نورې افغانۍ هم په همدې نومونو ورکړي.

ګڼ شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته شکايتونه لري او وايي چې د پيسو په بدل کې هېڅ ډول دولتي پارچه نه ورکول کېږي.

دوى وايي چې هره ورځ دغه کسان لسکونه زره افغانۍ ترلاسه کوي چې د دولت خزانې پر ځاى يې په خپلو جېبونو کې اچوي.

يادو موټر چلوونکو له اړوندو حکومتي چارواکو د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د ښاري خدمتونو قانون له مخې، يواځې له مسافر وړونکو موټرو باید په ټاکل شوو ځايونو کې پيسې واخيستل شي.

خو د پلخمري ښار له مزار بندر څخه په ترلاسه شوو انځورونو کې داسې ښکاري چې د مسافر وړونکو موټرو ترڅنګ له بار وړونکو موټرو هم پيسې اخيستل کېږي.

په همدې سيمه کې د ترانسپورټ امريت يوه مسوول د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې دى او ملګري يې د ناقانونه پيسو په اخيستو کې لاس نه لري.

خو ده وويل: “زموږ څنګ ته دلته بل دفتر جوړ شوى، څو تنه په کې ناست دي، نه پوهېږم چې په کوم نوم له موټرو پيسې اخلي خو دومره خبر يم چې دغه ځاى يې له ښاروالۍ په قرارداد نيولی دی.”

خو د ښاروالۍ په نوم د جوړ شوي دفتر مسوول محمد رسول پژواک ته وويل چې د قانون له مخې د ښاري خدمتونو په بدل کې دوى يواځې له مسافر وړونکو موټرو څخه پيسې ترلاسه کوي.

خو په انځورونو کې لکه څرنګه چې پورته تشريح شوې، دغه موضوع بيا بل ډول ده.

محمد رسول زياتوي: “موږ څلور کسان د ښاروالۍ رسمي مامورين نه يو، موږ هر يوه ته د ورځې درې-درې سوه افغانۍ راکوي او موږ ورته له موټرو پيسو ټولوو او دا پيسې هغه کس ته ورکوو چې دغه ځاى يې له ښاروالۍ په کرايه نيولى دى.”

په همدغه دفتر کې د ښاروالۍ په نوم د جوړو شوو پارچو له تاريخ څخه داسې معلومېږي چې دغه کسان هره ورځ يواځې څلور يا پنځو موټرو ته پارچې ورکوي چې د هرې پارچې په بدل کې ٢٠ يا ٣٠ افغانۍ اخلي.

خو د پلخمري د دروازو په برخه کې د کوم قرارداد کاپي چې پژواک ترلاسه کړې، دغه پيسې له ټاکلي مقداره ډېرې کمې دي او دوى بيا نه شي پوره کولاى.

دغه قرارداد د ١٣٩٩ کال د لېندۍ مياشتې په شپږمه د پلخمري د ښاروالۍ او د سيد معصوم په نوم يوه کس ترمنځ لاسليک شوى چې له مخې يې بايد هره ورځ دغه کس ٧٧٢٢ افغانۍ ښاروالۍ ته ورکړي.

په دغه قرارداد پاڼه کې ویل شوي چې د کندوز، کابل او مزار موټرو تمځایونه سید معصوم ته د یو کال مودې لپاره د ۲۷۸۰۲۵۰ افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړل شو.

خو په قراردادلیک کې د هېڅ ډول شرایطو یادونه نه ده شوې چې وښيي له کوم ډول موټرو او په کومو شرایطو بايد پیسې واخیستل شي.

د بغلان ترانسپورټ امريت: پيسې د ښاروالۍ کسان اخلي

د بغلان د ترانسپورټ امر محمد طهماس ارین پور وايي چې د ولسمشر له فرمان وروسته دوى له بار وړونکو موټرو د پيسو اخيستل بند کړي دي.

هغه وايي: “ښاروالۍ زموږ د سيمه ييزو دفترونو ترڅنګ دفترونه جوړ کړي، د ښاري خدمتونو په نوم پيسې اخلي چې موږ يې پرې بد نام کړي يو.”

ارين پور زياتوي، که چېرې د دوى کوم مامور په غير قانوني پيسو اخيستلو کې وليدل شي، نو څارنوالۍ ته بې معرفي کړي.

خو پژواک ته په ترلاسه شوو انځورونو کې ښکاري چې د ښاروالۍ او ترانسپورټ مامورين په ګډه له بار وړونکو موټرو هم پيسې اخلي.

د پلخمري ښاروال: موږ خپل عوايد په شفافه توګه ټولوو

د پلخمري ښاروال انجنير نظام الدين حميدي بيا د دغه ولايت په دروازو کې د ناقانونه پيسو اخيستو د رد او تاييد په اړه څه نه وايي خو زياتوي چې په دروازو کې عواید په شفافه ډول ټولېږي.

هغه وايي: “د عوايدو ټولولو قرارداد مو کړى دى، هېڅ ډول ستونزه نه لري، دغه کار د عوايدو راټولولو په برخه کې يو ښه ګام دى.”

ښاروال زياتوي، د امنيتي ستونزو له امله دوى نه شي کولاى چې د ښاري خدمتونو په بدل کې عوايد ټول کړي، نو په دې برخه کې يې د سيد معصوم په نوم يو کس ته د کال په ٢،٧ ميليونه افغانيو قرارداد ورکړى دى.

د حميدي په وينا، که چېرې دغه کس د قانون خلاف له هر موټره پيسې واخلي، دوى يې پر وړاندې قانوني چلند کوي.

په ورته وخت کې د عمومي لارو د تنظيم ادارې ولايتونو ته په استول شوي مکتوب کې راغلي، کوم کسان چې له بار وړونکو موټرو د کمېشن په نوم پيسې اخلي، بايد د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شي.

په دې اړه د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي وايي چې له یادې موضوع خبر دی او په بندرونو او دروازو کې یې له بار وړونکو موټرو د کمېشن اخيستونکو پر وړاندې ګام هم پورته کړی دى.

هغه د بېلګې توګه وويل: “همدا نن مې د پلخمري ښار په مزار بندر کې دوه تنه چې یو ترافیک او بل د ترانسپورټ امریت مامور و، له بار وړونکو موټرو د پیسو اخیستو په حالت کې نیولي او سمدستې مې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.”

قوماندان وايي، په دروازو کې د هر ډول ناقانونه پيسو اخيستو پر وړاندې د مبارزې په موخه يې يو شمېر مامورين ګومارلي دي.

پايله:

بغلان د هېواد په شمال کې پروت ولايت دى چې د نهو ولايتونو لويه لار پر همدغه ولايت تېرېږي. د ترلاسه شوو ارقامو له مخې، هره ورځ له دغه ولايت څخه شاوخوا پنځه سوه بار وړونکي موټر تېريږي، که چېرې په اوسط ډول د ورځې له ٣٧٥ موټرو سل- سل افغانۍ واخيستل شي، د ورځې ٣٧٥٠٠ افغانۍ د مياشتې ١١٢٥٠٠٠ افغانۍ او د کال ١٣٥٠٠٠٠٠ افغانۍ کېږي چې دغه پيسې د دولت خزانې پر ځاى شخصي جېبونو ته ځي.

د يادونې ده، د بغلان ترڅنګ په نورو ولايتونو او ان د پلازمېنې کابل په دروازو کې هم له لرګيو سره يو شمېر کسان ولاړ دي چې له بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پيسې ترلاسه کوي او کومه پارچه هم نه ورکوي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Views: 304

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.