ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نجیب الله ناصر د ولسي جرګې دویم نایب وټاکل شو

نجیب الله ناصر د ولسي جرګې دویم نایب وټاکل شو

author avatar
14 Mar 2021 - 15:55
نجیب الله ناصر د ولسي جرګې دویم نایب وټاکل شو
author avatar
14 Mar 2021 - 15:55

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۹): په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی نجیب الله ناصر د اداري پلاوي ټاکنو په شپږمه ورځ د دې جرګې دویم نایب وټاکل شو او د نوموړي په ټاکل کېدو سره د ولسي جرګې اداري پلاوی بشپړ شو.

د ملي شورا د ۱۷مې دورې د درېیم تقنیني کال ناسته د کب په ۱۶مه پیل شوه.

د اساسى قانون په ٨٧یمه ماده کې راغلي: ((د ملي شورى لـه دواړو جرګـو څخـه هـره يوه د كـار د دورې پـه پيـل كـې لـه خپلـو غړو څخـه يـو تـن د ریيس پـه توګه د يـــوې تقنينـــې دورې لپـــاره، دوه تنـــه د لومړي نايب او دويم نايـب او دوه تنـه د منشـي او د منشـي نايـب پـه توګـه د يوه کـال لپاره انتخابوي.))

د دې مادې له مخې تر اوسه جاوید جیحون د لومړي نایب، کریم اتل د منشي او حجت الله خرمند د دې جرګې د نایب منشي په توګه ټاکل شوي دي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې دویم نایب څوکۍ ته د تېرو ورځو د دوو مخکښو نوماندانو (د کابل د خلکو استازي نجیب الله ناصر او د غزني د خلکو استازي شاه ګل رضايي) ترمنځ ټاکنې تره شوې او نجیب الله ناصر د ۱۱۹ موافقو رایو په ترلاسه کولو د دې جرګې دویم نایب وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې د کب د ۱۶مې او ۱۷ مې په ټاکنو کې محمد علم ایزدیا د مشرانو جرګې لومړی نایب، محمد اکبر ستانکزی دویم نایب، راحله دوستم منشي او فیصل سمېع د یادې جرګې نایب منشي وټاکل شول.

Visits: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.