ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا، روس ، چین او پاکستان د طالبانو امارات بیا راتګ سره مخالفت وکړ

امریکا، روس ، چین او پاکستان د طالبانو امارات بیا راتګ سره مخالفت وکړ

author avatar
18 Mar 2021 - 21:46
امریکا، روس ، چین او پاکستان د طالبانو امارات بیا راتګ سره مخالفت وکړ
author avatar
18 Mar 2021 - 21:46

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۹) : د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې ګډونوالو هیوادونو روسیې، چین، پاکستان او امریکا د طالبانو د امارات له بیا راتګ سره مخالفت وښودلو.

د افغان سیاسیونو، طالبانو او یادو هیوادونو داستازو په ګډون دا یوه ورځنۍ ناسته نن په مسکو کې جوړه شوه.

دې ناستې دوه برخې لرلې، تر غرمې مخکې ناسته کې روسیه، چین، پاکستان او امریکا څلور اړخیزه ناسته ترسره شوه او بیا تر غرمې وروسته افغان سیاسیونو او طالبانو هم پکې برخه واخیسته.

د یادو هیوادونو تر ناستې وروسته په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو د امارات د بیا راتګ سره مخالفت ښودل شوی دی.

په دې ا علامیه کې د افغان شخړې پر سیاسي هواري او سوله ییزو مذاکراتو ټینګار شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او د جګړو پای ته رسول  د ټولو افغانانو هیله ده او دا سوله یواځې د سوله ییزو مذاکراتو له لارې ممکن ده.

په اعلامیه کې راغلي : (( موږ د افغان شخړې پر ټولو دخیلو خواوو غږ کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او طالبان باید د پسرلنیو عملیاتو له پیلولو ډډه وکړي ، څو د نورې مرګ ژوبلې مخه ونیول شی او سولې ته فضا برابره شي.))

دغه راز په  اعلامیه کې له دواړو لوریو غوښتل شوي دي چې پر بنسټیزو موضوعاتو خبرو ته ادامه ورکړي ، د افغانستان راتلونکي سیاسي جوړښت باندې بحثونه کړي او اوربند وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان ټولې خواوې باید مذاکرات په بریالیتوب سره پای ته ورسوي څو په دغه هیواد کې نور جګړې پای ته و سیږي.

د دغو هیوادونو په ګډه  اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۱۳ مصوبې له مخې دوی د طالبانو د امارات دبیا راتګ ملاتړ نه کوي.

په اعلامیه کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ شوی چې د سوله ییز او سیاسي هواري لپاره مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

Visits: 692

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.