ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: افغانستان له دې وروسته چا ته اوبه وړیا نه ورکوي

ولسمشر غني: افغانستان له دې وروسته چا ته اوبه وړیا نه ورکوي

زرنج (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۰): ولسمشر غني د کمال خان بند پرانیستې په مراسمو کې د هلمند اوبو تړون پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان له دې وروسته چا ته «مفتې» اوبه نه ورکوي او که ایران افغانستان ته تېل ورکړي، کولای شي اوبه وغواړي.

کمال خان بند چې د نیمروز په چابرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري، نن د ولسمشر له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

کمال خان بند د هېواد په کچه اساسي او بنسټیزه پروژه ده چې د پروژې چارې یې د سردارمحمد داوود خان حکومت پر مهال پیل شوې. دغه بند په نیمروز ولایت کې د ۸۰زره هکتاره شاړې ځمکې پر خړوبولو سربېره کولای شي ۹ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

افغان حکومت په تېرو لسو کلونو کې یو ځل بیا د دغه بند جوړېدو چارې پیل کړې او لومړۍ مرحله یې په ۱۳۹۱ کال او دویمه مرحله یې په ۱۳۹۴ کال کې بشپړه شوه. وروستۍ مرحله یې چې د بند اصلي برخه ده، په ۲۰۱۷ کال کې د حکومت له پراختیايي پروژې د ۸۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوه.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې د هلمند اوبو تړون پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان له دې وروسته هېچا ته خپلې اوبه «وړیا» نه ورکوي.

هغه ایران هېواد ته په خطاب کې وویل: ((پخوا چې هر څه وو، که مو څه درلودل یا نه، د تاریخ خبره ده، د افغانستان او ایران اقتصاد د یو بل تکمیلوونکي دي، د یو او بل مخالف نه دي.))

نوموړي ټينګار وکړ چې اوبه چا ته «وړیا» نه ورکوي او د نیمروز محصولات په ویاړ سره پر ایران پلوري.

غني د دې په څرګندولو سره چې افغان حکومت له ایرانیانو سره خبرې کوي څو نیمروز ولایت نه یوازې د افغانستان پر «کندو»، بلکې د ایران پر کندو هم بدل شي.

هغه د هلمند اوبو تړون په یادولو سره چې د محمد شفیق د صدارت پر مهال د ایران او افغانستان ترمنځ لاسلیک شوی و، وویل، دغه تړون له ایران سره د ټولو افغانانو تړون دی.

غني زیاته کړه، په دغه تړون کې ستونزه نه وه، ستونزه یې په تطبیق کې وه، له دې وروسته افغانستان د هلمند کیلي له ځان سره لري او له ایران سره خپله ژمنه ترسره کوي.

نوموړي په داسې کې چې ویل یې، له ژمنې د ډېرو اوبو پرېښودل خو د «مذاکرې خبره» ده، زیاته کړه: ((که ایران تېل راکړل، کولای شي اوبه وغواړي.))

محمد اشرف غني وویل، په تېرو ۷۰۰ کلونو کې د نیمروز خلکو سراب لید، خو نن یې واقعي اوبه په واک کې دي.

هغه زیاته کړه: ((له فزیکي نظره کمال خان بند هغه بند دی چې له کانکرېټ او خاورو جوړ شوی، خو له ملي اړخه زموږ د ځلاند تاریخ د بیا را ژوندي کولو لپاره د افغانستان د خلکو د ملي ارادې استازی دی.))

هغه زیاته کړه: «کلونه وړاندې مو له محرومیته شکایت درلود، نن هم بند لرئ، هم اوبه، هم مدیریت، هم ثروت، مبارک مو شه! ویاړم چې نن د افغانانو د پېړیو ارمانونو پوره کېدل ګورم.»

غني څرګنده کړه: «والي وویل چې کډوال مرغان بېرته راغلل، زه غواړم کډوال انسانان بیا راشي، نن باید ټولو ته ثابته شوې وي چې افغانان نه یوازې طرحه لري، بلکې د پلې کېدو اراده یې هم لري.»

ولسمشر طالبانو ته وویل: «که سبا سوله وشي، په څه شي ژوند کوئ، څه خورئ، څه اغوندئ، دې موضوعاتو ته فکر وکړئ، دې خلکو ته فکر وکړئ چې پر شاتګ نه غواړي، دوی نه غواړي لویه سرمایه یې د نورو په ګټه ولګېږي.»

هغه زیاته کړه: «نن باید یوه پر ځان اتکا طرحه ولرو، افغانستان باید له دې وروسته بل ته د لاس نه اوږدېدو په فکر کې وي. ښکاره ده چې له خپلو پټو سرمایو کار واخلو، خصوصي سکټور زموږ اصلي اړتیا ده.»

هغه وړاندیز وکړ چې د کمال خان بند ترڅنګ باید یو ملي پارک جوړ شي چې نن نیمروزیان او سبا توریستان ترې خوند واخلي.

غني وویل: «موږ کمال خان بند د سترګو مردمک په ډول مدیریت کوو، ټول خلک، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د دغو بندونو له خوندیتوبه ساتنه وکړي.»

د هغه په وینا، د افغانستان حکومت د بادونو مدیریت او لمریزې برېښنا تولید په اړه له دوو نړیوالو شرکتونو او ایران سره کار کوي.

ولسمشر زیاته کړه چې د لومړنیو څېړنو له مخې، افغانستان له باد څخه د ۷۰زره مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري.

نوموړي وویل، هغه بادونه چې د نیمروز خلک ځوروي، د برېښنا په لویه سرچینه به بدل شي او د افغانستان حکومت له باد او لمر څخه د برېښنا تولید او بندرونو پراخوالي په برخه کې له ایران سره خبرې کوي.

هغه وویل، اقلیمي بدلونونه سیاسي پولې نه پېژني؛ پر سیمه ییزو همکاریو یې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې که په سوېل کې ۲.۵ درجې تودوخه لوړه شي، د ۱۰۰ میلیونه کسانو د بېځایه کېدو لامل کېږي.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.