ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ

author avatar
26 Mar 2021 - 14:37
جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ
author avatar
26 Mar 2021 - 14:37

کابل (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : د جرمني پارلمان تر ۲۰۲۲ زېږديز کاله پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پاتې کېدل تصویب کړل.

د رویټرز آژنس د راپور پر اساس، د جرمني پارلمان پرون د ٢٠٢٢ کال جنورۍ تر ۳۱مې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.

جرمني دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د هېواد په شمال ولايتونو کې مېشت دي.

د جرمني پارلمان داسې مهال دا پرېکړه کوي چې د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړې له مخې تر راتلوونکې مې میاشتې باید ټول امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې له افغانستان څخه له وخته مخکې د بهرنیو ځواکونو وتل به د طالبانو تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي او د دې لامل به شي چې دغه ډله به له پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې نیت نه لري امریکایي ځواکونه دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.