ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۳۲ سلنه ډېره وه

تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۳۲ سلنه ډېره وه

author avatar
17 Apr 2021 - 17:10
تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۳۲ سلنه ډېره وه
author avatar
17 Apr 2021 - 17:10

کابل(پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۰): له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبر، په داسې حال کې د کورنۍ جګړې اندېښنې راولاړې کړي چې تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۲ سلنه ډېر شوې او د «استانبول ناسته»هم له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

  • امریکا او ناټو: خپل ځواکونه له مې د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه باسو.
  • طالبان:له مې سپټمبر ته د بهرنیو ځواکونو د وتو غځېدل د دوحې له تړون سرغړونه ده او موږ ته د هر ډول اقدام لار پرانېزي.
  • د «حزب وحدت مردم افغانستان» ګوند مشر وایي، که طالبان د جګړې لار خپله کړي، دی هم جګړې ته تیاری لري.
  • ولسمشرغني: که جګړه زور واخلي د هېواد د پوځيانو تر څنګ، «خلک هم وسله وال» او چمتو دي چې له هېواده دفاع وکړي.
  • د ولسي جرګې یو شمېر غړي او عام خلک: کېدای شي د بهرنیو ځواکونو په وتو سره کورنۍ جګړې پیل شي.
  • یو شمېر خلک: له افغانستانه د یادو ځواکونو د وتلو هرکلی کوو.
  • طالبان د ترکیې ناستې په اړه: تر څو چې ټول بهرني ځواکونه ونه وځي، د افغانستان په اړه پرېکړه کوونکي کنفرانس کې ګډون نه کوو.

 بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په لسو ولایتونو (فراه، کندهار، ننګرهار، سرپل، بلخ، کابل، اروزګان، بغلان، غزني او هرات) کې د ۱۹ بریدونو په ترڅ کې ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

د دغو مرګ ژوبلې مسوولیت هېڅ لوري پر غاړه نه دی اخیستی.

وړمه اوونۍ د هېواد په نهو ولایتونو (کندهار، ننګرهار، فراه، بلخ، هرات، کابل، بغلان، فاریاب او اروزګان) کې د ۱۱ بریدونو په ترڅ کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان وو.

دولت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره اوونۍ په اتو ولايتونو کې د دولتي ځواکونو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) یو راپور ښیي چې  د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتو ترمنځ شپږو میاشتو کې، د وړم کال د همدې مودې په پرتله د ولسي وګړو ۳۰ سلنه ډېره مرګ ژوبله ثبت کړې ده.

د بهرنيو ځواکونو د وتلو پرېکړه:

د امریکا متحده ایالتونه وایي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل د مې په لومړۍ نېټه پیلوي او د سپټمبر په ۱۱مه یې بشپړوي. د ناټو غړو هېوادونو هم وویل چې په یاده موده کې خپل پوځونه له افغانستانه باسي.

ولسمشر محمد اشرف غني د یادې پرېکړې درناوی کړی، وایي افغان ځواکونه له هېواده دفاع کولای شي.

طالبانو تر سپتمبره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي که د امریکا له خوا د دوحې له توافقنامې سرغړونه کېږي، دوی ته «اصولاً د هر ډول لازم اقدام کولو لار خلاصوي» او د راتلونکو عواقبو مسوولیت به يې هم امریکا ته راجع وي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې له افغانستانه وتلي وای.

د کورنیو جګړو له احتمالي پیله اندېښنې:

د ولسي جرګې یوشمېر غړي او عام خلک له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر مسوولانه وتلو ټینګار کوي، وایي چې اوسني شرایط د دغو ځواکونو د وتلو لپاره برابر نه دي او کېدای شي افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیلېدو ته لاره هواره کړي، خو یو شمېر نور بیا له افغانستانه د یادو ځواکونو د وتلو هرکلی کوي.

جګړې ته تیاری او ګواښونه:

د ولسمشر سلاکار او د «حزب وحدت مردم افغانستان» ګوند مشر محمد محقق ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به د کورنۍ جګړې لامل شي او که طالبان د جګړې لاره خپله کړي نو دی هم له هغوی سره جګړې ته تیاری لري.

ولسمشر غني هم وايي که جګړه زور واخلي د هېواد د ۳۵۰ زره پوځيانو تر څنګ، «خلک هم وسله وال دي» او چمتو دي چې له افغانستانه دفاع وکړي. خو طالبانو بیا ویلي چې جګړه دوی ګټلې او امریکا بایللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا وایي که طالبان غواړي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني، مشران یې سفر وکړای شي او افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي نو باید د کورنۍ جګړې پیلولو فکر ونه کړي.

د یوناما مشرې دیبورا لاینز هم وایی، د سولې له هر فرصته باید ګټه واخیستل شي او که سم لاسي د تاتریخوالي کچه راټیټه نه شي، زرګونه ولسي افغانان به په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو په لاس ووژل او ټپي کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه اپریل کې ( په ۱۶مه او یا ۲۴مه) د افغانستان د سولې په تړاو د افغان لوریو او سیاسیونو او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو د استازیو په ګډون ترکیه کې د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې غونډه جوړه شي، خو تر اوسه په داسې حال کې دا کار نه دی شوی چې امریکا، افغان حکومت او سیاسي ګوندونو شاوخوا ۳۰ د سولې طرحې او د امریکا، ترکیې، ملګرو ملتونو او قطر پلاوو د ګډو اصولو مسوده یادې غونډې ته د وړاندې کېدو په موخه برابر کړي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (دوري ۲۸مه) وویل چې د امریکایي ځواکونو په وتو کې ځنډ د دوحې له تړون څخه شاتګ دی، دغې چارې وضعیت پیچلی کړی او د استانبول د غونډې پر وړاندې یې هم خنډونه جوړ کړي دي.

طالبانو تېره اوونۍ ویلي و، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، دوی په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پرېکړه په کې کېږي.

د سولې په اړه د ګوندونو، سیاسیونو او مدني ټولنو کړنې

د ‘افغانستان ژغورنې حرکت’ د سولې لپاره د لنډمهاله حکومت له جوړېدو ملاتړ وکړ، د خپلواکو رسنيو د ملاتړ اداره (نی) وویل چې د استانبول ناسته کې باید د بيان پر ازادۍ او د رسنيو پر برخليک معامله ونه شي.

دغه راز د لويې پکتيا ځوانانو ټولنې ګډې جرګې او د بلخ ولايت لسګونو اوسېدونکو د روژې د مبارکې میاشتې ته په درنښت د اوربند غوښتنه وکړه، د ننګرهار په مرکز او د اروزګان سلګونو اوسېدونکو له جمهوريت، نظام او سولې ملاتړ وکړ.

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.