ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سفير: افغانان دې له جدي اړتیا پرته هند ته له سفره ډډه وکړي

د افغانستان سفير: افغانان دې له جدي اړتیا پرته هند ته له سفره ډډه وکړي

author avatar
26 Apr 2021 - 13:26
د افغانستان سفير: افغانان دې له جدي اړتیا پرته هند ته له سفره ډډه وکړي
author avatar
26 Apr 2021 - 13:26

کابل (پژواک، ٦ غويى ١٤٠٠): په هندوستان کې د افغانستان سفير وايي چې هلته کرونايي وضعيت سخت خراب دى او له افغانانو يې غوښتي چې په دې ورځو کې دې دغه هېواد ته له سفره ډډه وکړي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان لوى سفير فريد ماموندزي د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يواځې په تېرو پنځو ورځو کې په هندوستان کې شاوخوا يونيم ميليون کسان پر کرونا اخته او تر ١٢زره زيات کسان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه چې هلته اکثره ښارونه تړل شوي، په روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان شوى او په ډېرو روغتونونو کې اکسېجن هم په خلاصيدو دى.

ماموندزي وويل چې يو شمېر هېوادونو له هندوستان سره د درملو او اکسېجن بېړنۍ مرستې پيل کړې دي.

د نوموړي په وينا، په هند کې وضعيت ډېر خراب او شرايط سفر ته ښه نه دي؛ ځکه نو له افغانانو غواړي چې له شديدې اړتيا پرته دې له سفره ډډه وکړي.

ده زياته کړه: ((دلته په روغتونونو کې د کرونا ناروغانو لپاره ځاى نشته، د نورو ناروغيو درملنه هم ډېره ستونزمنه ده، که ناروغان راغلل، دلته به ورته د کرونا ناروغۍ ترڅنګ نورې ستونزې هم پيدا شي.))

د افغانستان سفير د معلوماتو له مخې، هند ته چې يو شمېر ناروغان ورغلي، هلته په کرونا اخته شوي دي.

ده زياته کړه: ((دا وخت هند ته د سفر نه دى، صحي خدمات محدود شوي، هغوى د کرونا ناروغانو ته رسېدګي نه شي کولى، نو  نورو ته به څه وکړي، لوى ښارونه بند دي.))

خو فريد ماموندزی  وايي، بيا هم که څوک راځي، بايد د هند حکومت له خوا اعلان شوي ټول احتياطي او وقايوي تدابير په نظر کې ونيسي.

ده زياته کړه چې د هندوستان او افغانستان ترمنځ الوتنې ٥٠ سلنه کمې شوې او دى هڅه کوي چې نورې هم کمې شي، څو د کرونا ويروس د انتقال مخه ونيول شي.

د افغانستان سفير وايي چې تېره اوونۍ د هند په پونې ښار کې د عبدالسميع احمدي په نوم يو افغان چې د بغلان ولايت اوسېدونکى و، د کرونا له امله مړ شوى دى.

هغه زياته کړې چې نوموړى په ٢٠١٩ زېږديز کال کې تر ماسترۍ پورې زده کړې کړې وې او بيا همدلته په هند کې مېشت و.

د سفير د معلوماتو له مخې، نوموړى د هغه د کورنۍ په مشرۍ پرون د پونې ښار د اسماعيليانو په يوه هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

ماموندزي وويل، په هند کې مېشت بهرنيان چې د کرونا له امله مړه شي، حکومت ورته اجازه نه ورکوي چې جسد يې خپل هېواد ته انتقال شي.

د افغانستان سفير زياته کړه چې کرونا په هند کې د ژوند پر ټولو چارو ناوړه اغېز کړى، د افغانستان سفارت هم تر اغېز لاندې دى او فعاليتونه يې محدود شوي دي.

د هغه په وينا چې د دوى اړيکې له دولتي ادارو او نورو ډيپلوماتيکو ماموريتونو سره محدودې يا بېخي بندې شوې دي.

خو هغه وايي چې د افغانانو د خدمت لپاره یې د نوي ډيلي په سفارت، د حيدر اباد او ممبيي قونسلګريو کې په محدود ډول فعاليتونو ته ادامه ورکړې ده.

Visits: 178

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.