ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان شیخ جلال ګچو کان له ۷ کلونو راهیسې د نامسوولو وسله والو له خوا کنل کېږي

د بغلان شیخ جلال ګچو کان له ۷ کلونو راهیسې د نامسوولو وسله والو له خوا کنل کېږي

author avatar
26 Apr 2021 - 08:39
د بغلان شیخ جلال ګچو کان له ۷ کلونو راهیسې د نامسوولو وسله والو له خوا کنل کېږي
author avatar
26 Apr 2021 - 08:39

پلخمري (پژواک، ۶ غويی ١٤٠٠): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شيخ جلال په نوم د ګچو کان له تېرو اووه کلونو راهيسې د نامسوولو وسله والو او د ګچ فابريکو مسوولينو له لوري کيندل کېږي خو اړوند ارګانونه يې مخه نه نيسي.

د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست معلوماتو له مخې، د شيخ جلال سیمې د ګچ کان په ۱۳۸۹/۱۲/۴ نېټه، مخکې له دې چې په بغلان ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست رامنځته شي، د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د استخراج تصدۍ له لوري د محمد یوسف، حبیب الرحمن، قاسم خان او شېرمحمد په نومونو له کسانو سره يې د کيندنې هوکړه لیک لاسلیک شوى دى.

سرچينه وايي چې دغه هوکړه ليک د يوه کال لپاره شوى و خو د يادو کسانو په غوښتنه او د کانونو استخراج تصدۍ په تاييد يې تر ١٣٩٣ کال پورې دوام وکړ خو د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، له يادې مودې وروسته دغه کان د نامسوولو وسله والو او د ګچ فابريکو لرونکو له لوري په غير قانوني ډول استخراجېږي.

د ګچ په غير قانوني ډول استخراج:

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د بغلان کانونو او پټروليم رياست د ١٣٩٥ کال د وري مياشتې په ١٩مه نېټه د بغلان ولايت مقام ته په يوه مکتوب کې ليکلي چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ګچ فابريکې په غير قانوني ډول د شيخ جلال ګچو په کان کې کیندنې کوي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې د ګچ فابریکه لرونکي کسان په بغلان کې نامسوولو وسله والو ته د زیاتو پیسو په ورکولو سره د جمعې په ورځو کې او ډېرى وخت د شپې له خوا د شیخ جلال له کانه ګچ استخراجوي او وروسته له هغه یې په ټېلر موټرو کې ځای پر ځای کوي او ترپال پرې کشوي چې په پټه یې کابل او نورو ولایتونو ته ولېږدوي.

دغه راز د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست د ۱۳۹۵ کال د وري میاشتې په ۲۱مه نېټه بل مکتوب د بغلان امنیې قوماندانۍ او کاپي یې د دغه ولایت ملي امنیت ریاست او د ولایت د همغږۍ مرکز ته لېږلې او غوښتنه یې کړې چې په لویو لارو کې دې امنيتي ځواکونه د ګچو د انتقال مخه ونيسي.

همدارنګه د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست د ۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې په ۲۴مه نېټه ولایت مقام ته بل مکتوب ليکلی چې د دغه ولایت د ګچ ټولي تولیدي فابریکې، په ځانګړي ډول د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شیخ جلال سیمه کې د ګچ تولیدي فابریکې له کانونو او پټرولیم وزارت سره هېڅ ډول هوکړه لیک نه لري او نامسوولو وسله والو ته د پیسو په ورکولو سره فابریکه لرونکي ګچ له فرعي لارو عمومي سړک ته رسوي او له هغه ځایه یې یا کندوز او يا هم مرکز کابل او نورو ولایتونو ته لېږدوي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي، یو شمېر بار وړونکي موټر چې ګچ او یا هم د ګچ ډبرې په ناقانونه ډول د بغلان- کابل او بغلان- کندوز په لویو لارو لېږدوي امنیتي ځواکونو له لوري درول شوي خو بيا بېرته خوشي شوي دي.

د يو بل سند له مخې د بغلان ولایت مقام د ۱۳۹۶ کال د غويي د میاشتې په دوېيمه نېټه د بغلان امنیې قوماندانۍ ته په يوه مکتوب کې لیکلي چې یو شمیر فرصت غوښتونکي کسان د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شېخ جلال له کان څخه ګچ په ناقانونه ډول استخراجوي او بیا یې په پټه کابل او نورو ولایتونو ته لیږدوي چې عواید یې د حکومت خزانې ته نه ځي.

همدارنګه د بغلان ولایت مقام د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ١٢مه نېټه د بغلان امنیې قوماندانۍ ته بل مکتوب لېږلی چې په کې د شمال ختیځ زون د کانونو د تفتیش لیک چې اصل یې له ملي امنیت ریاست سره هم شریک شوی، راغلي چې د شيخ جلال او سه پیچ د ګچ کانونونه په ناقانونه ډول د تاج ګل، حفیظ او دوستم له لوري چې نامسوول وسله وال دي، په جلا جلا ډول په ناقانونه توګه کيندل کېږي.

دغه راز د بغلان ولایت مقام د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ١٣مه نېټه د بغلان امنیې قوماندانۍ ته بل مکتوب کې یادونه کړې چې ټول دولتي ارګانونه، موسسې، شرکتونه او کسان له کانونو او پټرولیم وزارت سره د تر هوکړې وروسته کولای شي چې له ساختماني موادو څخه ګټه پورته کړي.

خو مکتوب کې یادونه شوې چې د هغو فرصت غوښتونکو مخه دې امنیتي ځواکونه، په ځانګړي ډول پولیس په مرکزي بغلان، دوشي او خنجان ولسوالیو کې ونیسي چې په دې لاره د ګچ تیږې، د چونې تیږې، شګه، جغل او غرنۍ ډبرې کابل او یا هم نورو ځایونو ته په ناقانونه ډول انتقالوي.

همدارنګه د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه د دغه ولایت سکتوري ریاست ته لیکلي چې د جمهور رییس د ۳۸۲۶ ګڼې حکم پر اساس، ټول دولتي ارګانونه، موسسې او کسان کولای شي د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د هوکړې له لاسلیک وروسته له ساختماني موادو ګټه واخلي.

خو په دغه مکتوب کې د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست يو ځل بيا له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې چې په دغه ولايت کې د ساختماني موادو د ناقانونه کیندنو او انتقال مخه ونيسي.

خلک: د مرکزي بغلان ولسوالۍ شيخ جلال کان د نامسوولو وسله والو له لوري کيندل کېږي

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شيخ جلال سيمې اوسېدونکي نورالله (مستعار نوم) وايي چې له څو کلونو راهيسې د نامسوولو کسانو له لوري د دې سيمې د ګچو په کان کې په غير قانوني او غير فني ډول کيندنې روانې دي.

هغه وايي: “د بغلان ولایت د درېیمې لوا څلورم کنډک په دوه کیلومترۍ کې یې ورته د پروسس درې فابریکې هم جوړې کړې دي چې په اوسط ډول هره فابریکه په ورځ کې لس ټنه ګچ تولیدوي او د بغلان سربېره یې کندوز، کابل، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم د پلور لپاره وړي.”

دغه راز د دغه کان يوه کارکوونکي شمس الله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې په دغه کان کې غيرقانوني او غير مسلکي کيندنې روانې دي.

خو دى زياتوي: “له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغه کان کې حکومتي کسانو سروې پيل کړې، څو دا کان معلوم کړي که حکومت یې استخراج کړي کلني عواید به یې څومره وي.”

په ورته وخت کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوې امنيتي سرچینې پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په دروازه کن سيمه کې د ګچو پروسس درې فابريکي د تاج ګل، حفيظ او دوستم له لوري جوړې شوې دي.

دى وايي چې دغه کسان نا مسوول وسله وال دي او په دې اړه ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ ته خبر ورکړل شوى دى.

فيض زاد: د شيخ جلال د ګچو کان ناقانونه کیندنې مخنيوي لپاره مې تر لس ډېر مکتوبونه لېږلي

د بغلان د کانونو او پټرولیم ریيس انجنیر شاه محمود فیض زاد پژواک ته وويل چې د شيخ جلال د ګچ کان کې کیندنې نامسوول کسان له خپلسرو وسله والو کسانو سره په همغږۍ ترسره کوي.

هغه وايي: “د دې کار مخنیوي په موخه مې تر لسو زیات مکتوبونه ولایت مقام او د بغلان امنیې قوماندانۍ ته استولي دي.”

رييس يو ځل بيا ټينګار وکړ چې اړوند امنيتي ارګانونه دې په ياد کان کې د ګچو غيرقانوني استخراج مخه ونيسي.

ده هم وويل چې د دوى يو ټېم هلته کار کوي څو معلوم کړي چې دغه کان څومره ګچ لري.

بل لور ته يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې هره ورځ له ياد کان څخه شاوخوا پنځوس ټنه ګچ استخراجېږي چې ١٥ ټنه يې تر پروسس پورې رسېږي او پاتې نور يې ضايع کېږي.

د بغلان امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له امنيې قوماندانۍ سره دغه موضوع شريکه شوې او هدايت ورکړل شوى چې د ګچو غير قانوني استخراج او لېږد مخه ونيسي.

هغه وايي، د دې ترڅنګ د لويو لارو پوليسو ته هم ويل شوي چې د ګچو ترڅنګ د سکرو، چونې او نورو توکو د غيرقانوني لېږد مخنيوی هم وکړي.

د يادونې ده، په بغلان ولايت کې د ډبرو سکرو، سرو زرو، ګچو او چونې کانونه شته چې د ډبرو له سکرو او چونې يې د غوري سيمنټو په جوړولو کې هم کار اخيستل کېږي.

Visits: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.