ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځوانان : حکومت او طالبان دې د ترکیې ناسته کې ګډون وکړي

د خوست ځوانان : حکومت او طالبان دې د ترکیې ناسته کې ګډون وکړي

author avatar
5 May 2021 - 21:47
د خوست ځوانان : حکومت او طالبان دې د ترکیې ناسته کې ګډون وکړي
author avatar
5 May 2021 - 21:47

خوست ښار (پژواک، ۱۵ غوايي ۱۴۰۰): د خوست يو شمېر ځوانانو د يوې راټوليدنې پرمهال په افغان جګړه کې له ښکېلو خواوو افغان حکومت، وسله والو طالبانو او د امريکا د متحده ايالاتو څخه غوښتنه وکړه، چې د ترکيې په ناسته کې دې بدون له کوم قيد او شرط څخه ګډون وکړي.

هغوی په خپلو خبرو کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه، چې يو ځل بيا د سولې درول شوي مذاکرات بدون له کومه ځنډه بيا پيل کړي او هيڅ لوری ترې تېښته ونه کړي، څو افغانان خپلو کې يو سوله ييز حل ته ورسيږي.

دوی همدا ډول وويل، د دې لپاره چې د سولې په برخه کې روانې هڅې ټول شموله وي او بې نتيجې پای ته ونه رسيږي، نو له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د سولې په روانو خبرو کې د افغان ځوانانو ونډه ور زياته کړي.

د ناستې يو تن ګډونوال زرولي خُشنود وويل، د ترکيې ناسته چې ښايي له کوچني اختر وروسته ترسره شي، د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت وباله او له ښکېلو اړخونو يې غوښتنه وکړه، چې فعاله برخه دې په کې واخلي.

ده زياته کړه: ((د دې لپاره چې نور موږ په نړيواله کچه د فقر او غربت څخه ژغورل شوی ولس و، د جګړې د ښکېلو اړخونو وسله والو طالبانو، افغان حکومت او امريکا څخه غواړو چې د سولې او جوړجاړي روان بهير ته پاتې شي او د نړيوالې ټولنې په هڅو د ترکيې کنفرانس چې د افغان کشالې د سياسي حل او غميزې د پای لپاره يو ښه فرصت دی فعاله برخه واخلي.))

دغه راټوليدنه په دغه ولايت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولايتي سکرتريت له خوا رابلل شوې وه.

د طاهرجان خيال په نوم د راټوليدنې بل ګډونوال خپلو خبرو کې وويل، ټاکل شوې وه د ترکيې ناسته د روان ميلادي کال د اپرېل په ۲۴مه ترسره شوې وای، خو په وينا يې چې ښکېل اړخونه د سولې په برخه کې مُخلص نه دي او له همدې امله دا ناسته وځنډيده.

هغه وويل، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جګړې زور اخيستی، نو غوښتنه يې دا ده چې ښکېل اړخونه دې د جګړې پر ځای ډېر تمرکز په خبرو وکړو.

دی وايي: ((نو زموږ په دواړو خواوو دا غږ دی چې هم د ترکيې کنفرانس ته ولاړ شي او هم دا د اختر په ورځو کې چې دوی کوم اوربند اعلانوي، هغه لږ اوږد کړي ترڅو د سولې لپاره د باور فضا رامنځته شي او افغانان نور د دې ښکلي نعمت څخه برخمن شي.))

د محمدايوب حقمل په نوم د راټوليدنې يو بل ګډونوال هم وويل، چې د روانې جګړې له امله هره ورځ دواړو غاړو ته بې شمېره افغانان قرباني ورکوي، نو د دې لپاره چې نوره وينه توييدنه بنده شوې وي، نو د ترکيې کنفرانس بهترين فرصت دی.

هغه وايي: ((دا چې د جګړې ثمرې موږ ليدلې دي چې تراوسه پورې يې موږ نه شو سمبالولی. کورنۍ جګړې ترې رامنځته کيږي، ماشومان مو يتيمان کيږي، کونډې مو ډېرېږي او همداسې نورې ناخوالې رامنځته کيږي، نو د جنګ په دواړو غاړو غږ کوم چې جګړې ته د پای ټکی کيږدي او سوله راولي.))

د دغې راټوليدنې ګډنوالو همدا ډول خپلو خبرو وويل، چې د افغان حکومت له خوا د سولې لپاره په ټاکل شوي مذاکراتي پلاوي کې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست خلکو ونډه کم رنګه ده، نو پر حکومت غږ کوي، چې د هغوی نفوس او جرګو مرکو کې د هغوی بارز رول ته په کتو په یاد مذاکراتي پلاوي کې يې ونډه زياته کړي.

 

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.