ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ښځو پارک عوايد شخصي جېبونو ته تللي

خوست کې د ښځو پارک عوايد شخصي جېبونو ته تللي

author avatar
8 May 2021 - 09:31
خوست کې د ښځو پارک عوايد شخصي جېبونو ته تللي
author avatar
8 May 2021 - 09:31

خوست ښار (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په خوست ښار کې د ښځو لپاره له جوړ شوي تفريحي پارکه نارینه ګټه اخلي او دغه راز په پارک کې د خيالي ښځو په نامه د اېښودل شويو غرفو ترلاسه شوې نږدې دوه ميليونه افغانۍ عوايد شخصي جېبونو ته تللي دي.

دغه پارک د خوست ښار سوېلي څنډه کې سپين جومات ته څېرمه د ښاروالۍ له خوا جوړ شوی او څه باندې درې کاله وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني په شفاهي حکم د ښځو چارو ریاست ته په واک کې ورکړل شوی، خو د اسناد او شواهدو له مخې لا تر دې دمه د ښځو پر ځای ترې نارینه ګټه اخلي.

په دې اړه د ۱۳۹۷ لمريز کال د وري په ۲۰مه د ښاروالۍ رياست او د خوست ښځو چارو رياست ترمنځ هوکړه لیک هم لاسليک شوی چې دغه پارک به په درېیو ورځو کې تخليه او د ښځو په واک کې ورکول کېږي.

دغو اسنادو او شواهدو ته په کتو، تر اوسه پارک نه تخليه شوی او نه هم د ښځو لپاره د کاروبار ځای په کې جوړ شوی دی.

هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، د دغه پارک په شمالي او ختيځه څنډو کې د بې سرپرسته او بېوزله ښځو په نوم له پنځوسو اېښودل شوو غُرفو څخه سړي ګټه اخلي.

د دغو سندونو له مخې، دا غُرفې د ښځو چارو پخوانۍ رييسې ډاکټرې ملالۍ ولي په وړانديز د ۱۳۹۷ لمريز کال په وروستيو کې د دغه ولايت پخواني والي حکم خان حبيبي په حکم د ښځو سوداګريزو فعاليتونو په موخه اېښودل شوې دي.

پژواک د هغو پنځوسو بېوزله او بې سرپرسته مېرمنو د نوم لېست چې د هغوی د ګوتو نښې پرې شته، هم ترلاسه کړی دی.

دغو سندونو ته په کتو، د هرې غُرفې پر سر دوه زره افغانۍ کرايه اېښودل شوې چې د دولت خزانې ته به ځي.

خو د خوست ښځو چارو اوسنۍ رييسه شفيعه نورزۍ وايي، د دې له راتلو مخکې د دغو پيسو درک نه و معلوم چې چېرې ځي، خو شاوخوا يو کال کېږي چې د ښارجوړونې رياست له لارې د دولت خزانې ته ځي.

نوموړې همدا ډول وويل چې دا پارک شاوخوا درې کاله مخکې د ولسمشر په شفاهي حکم ښځو چارو رياست ته ورکړل شوی، خو وایي چې د ځینو ستونزو په اساس تر اوسه ښځو ته په واک کې نه دی ورکړل شوی.

هغې پژواک ته وويل چې د خوست ولایت مقام، ښاروالۍ ریاست او د ښځو چارو ریاست له لوري یو تفاهم لاسلیک شوی و چې له یاد پارک څخه به ښځې استفاده کوي، خو د ځمکې د انتقال په مورد د ښاروالۍ ریاست د ولسمشر شفاهي حکم ترڅنګ ترې کتبي حکم هم غواړي.

شفيعه نورزی زياته کړه: “موږ د ښځو چارو وزارت سره اړيکه نيولې او د ښځو چارو وزارت له موږ څخه د ولایت مقام مکتوب غوښتی و چې بيا ولېږل شو، د ښځو چارو وزارت څخه غواړو چې د ځمکې په انتقال کې مرسته وکړي.”

پژواک هڅه وکړه چې د یادو ښځو له ډلې يوه يا دوې ښځې پیدا او په دې تړاو ورسره خبرې وکړي، خو له ډېرو هڅو سره سره بيا هم ونه توانيد او په دې اړه يې د ښځو چارو پخوانۍ رئيسې هم د مرستې غوښتنه وکړه، خو هغه حاضره نه شوه.

خو يادو پنځوسو غُرفو له ډلې يو تن مالک چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي پژواک ته وويل، د ده په ګډون دا ټولې غُرفې د ښځو په خيالي نومونو اېښودل شوي او بيا يې په دوی خرڅې کړې دي.

هغه وويل، يوه يوه غُرفه په دوه سوه زره افغانۍ، درې سوه زره افغانۍ او له دې هم په لوړه بيه خرڅې شوې دي او پيسې يې د يو څو کسانو جيب ته تللې دي.

بل پلو د خوست ښاروال انجنیر روشان نويد پژواک اژانس ته وويل، کومې غُرفې چې د ښځو پارک په شمالي او ختيځه برخو کې دي، د شپې له خوا په پټه ځای پر ځای شوې دي.

هغه زياته کړه چې په يادو غُرفو په اېښودو کې د خوست ولايتي شورا ځيني غړي هم لاس لري او پيسې هم د هغوی جېبونو ته ځي، خو ويې نه غوښتل چې د چا نوم واخلي.

بلخوا د خوست ښځو چارو پخوانۍ ریيسې ډاکترې ملالۍ ولي بيا په دې اړه ضد و نقيض څرګندونې کوي او وايي چې يادې غُرفې د دوی په وخت کې اېښودل شوې، خو دا نه ده ورته معلومه چې د چا له طرفه اېښودل شوې دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې په دې اړه هم معلومات نه لري چې په پارک کې د اېښودل شوو غُرفو کرايه چېرې تله، خو د خپلو خبرو په بله برخه کې بيا وايي چې د غُرفو کرايه د دولت خزانې ته تللې.

د خوست ولايتي شورا يوه غړي نورشاه نوراني هم پژواک سره خبرو کې وويل چې د دوی د معلوماتو له مخې، په دې غُرفو کې ځيني يې د سړيو دي او هغوی پر خپل شخصي لګښت اېښې دي.

هغه زياته کړه، ښه به دا وه چې يادې غُرفې هغو بې سرپرسته او بېوزله مېرمنو ته ورکړل شوې وای چې په جنګ کې يې وروڼه او زامن له لاسه ورکړي او د هغوی د ګټې وټې وسيله ګرځېدلې وای.

ده زياته کړه: “زموږ خوستۍ مېرمنې له بېلابېلو لرو پرتو ولسواليو څخه خوست ښار ته راځي، د دوی لپاره په خوست ښار کې داسې يو مناسب ځای تر اوسه پورې نه دی ايجاد شوی چې دوی په کې هلته دمه وکړي او هلته په کې کېنې خپلې اړتياوې په کې پوره کړي.”

بلخوا د دغه ولايت د يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د خوست په ښار کې د ښځو د تفریح لپاره مناسب ځای شتون نه لري او له حکومت غوښتنه کوي چې دې برخه کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغوی زياتوي، په ښار کې د ښځو په نوم جوړ شوی پارک چې څو کاله وړاندې د ښځو لپاره ځانګړی شوی، د اختلاس او د چارواکو د بې غورۍ له امله تراوسه ښځو ته په واک کې نه دی ورکړل شوی.

د کامله اکبري په نوم د‌ دغه ولايت يوې مېرمنې پژواک ته وويل، هغه مېرمنې چې له اطرافي سيمو ښار ته راځي، دا مهال د ناستې لپاره مناسب ځای نه لري.

هغې وويل، که دا پارک ښځو ته ورکړل شي، يو خو به د هغوی د ناستې لپاره ځای پيدا شي، بل يو شمېر غريبو او بې وزله ښځو ته په کې د‌ کار او روزګار زمینه هم برابره شي.

هغې زياته کړه: “که دا پارک ښځو ته ورکړل شي، دا به په دې ښه وي چې دوکاندارانې به‌ يې ښځې وي او نورې ښځې به په ازادانه ډول سودا ترې کوي او په منځ کې به يې کوم مشکل نه وي.”

د قسمت الله همت په نوم د دغه ولايت يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې څوک په ډاډه زړنه نه شي کولی چې مېرمنې دغه پارک ته د کېناستو یا تفریح لپاره راولي.

نوموړی زیاتوي: “بدبختانه هغه پارک چې ښځو ته د ولسمشر په شفاهي حکم ورکړل شوی، د ښځو لپاره داسې مناسب ځای په کې نه دی برابر شوی. له غرفو او تشنابونو څخه یې نارینه استفاده کوي او د پارک په بودیجه کې اختلاس شوی دی.”

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی اتل منګل هم وايي چې ښځو لپاره ځانګړی شوی پارک دې ښځو ته په واک کې ورکړل شي، څو هغوی ته اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه پژواک ته زياته کړه: “دغه پارک د ښځو چارو ریاست ته سپارل شوی دی، خو بدبختانه چې د ښځو چارو ریاست په دې کې ناغېړي کوي او دغه پارک یې تراوسه پورې ښځو ته په واک کې نه دی ورکړی.”

د خوست د مرکز په ګډون د دغه ولايت له ټولو دوولسو ولسوالیو هره ورځ بې شمېره ښځې ښار ته د بېلابېلو اړتياوو رفع کولو لپاره راځي، خو د خلکو په وينا، د هغوی د ناستې او تفریح لپاره مناسب ځای نشته.

ورته مهال د ملي ارمان په نوم د ښځو ټولنې مشره زینب افغان چې تازه د ولايت ټولنيزه مرستياله ټاکل شوې پژواک اژانس ته وويل، مېرمنو هیله درلوده چې نوموړی پارک به ښځو ته په واک کې ورکړي، خو زیاتوي چې دغه پارک د شخصي ګټو ښکار شوی دی.

نوموړې وايي: “دغه پارک د څو مشخصو کسانو په لاس کې دی چې هغه ور څخه ګټه اخلي، دغه پارک باندې معاملې شوې دي او د معاملو له امله تراوسه پورې پاتې دی.”

بل پلو د خوست ښار جوړونې رييس انجنیر ابراهيم الله وليزی وايي، چې د اداري جلسې د پرېکړې په اساس د ښځو په پارک کې د اېښودل شويو پنځوسو غُرفو کرايه د دوی له لارې د دولت خزانې ته ځي.

نوموړي همدا ډول وويل، دوی ته د لېږل شوي لېست له مخې يادې غِرفې ټولې د ښځو په نومونو ويشل شوې دي.

Visits: 421

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.