ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د سردوره ښارګوټي نوی جوړ شوی سړک له تسليمېدو مخکې خراب شوی

کندوز کې د سردوره ښارګوټي نوی جوړ شوی سړک له تسليمېدو مخکې خراب شوی

author avatar
25 May 2021 - 11:22
کندوز کې د سردوره ښارګوټي نوی جوړ شوی سړک له تسليمېدو مخکې خراب شوی
author avatar
25 May 2021 - 11:22

کابل (پژواک،۴غبرګولی ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې د کندوز ښار «سر دوره» ښارګوټي سړک چې د قیر کولو چارې یې د ۱۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې، له ګټې اخیستنې مخکې یې ځینې برخې تخریب شوې دي.

د کندوز ښار د سر دوره ښارګوټي سړک چې ۵.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، د قیر کولو چارې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیو د لارو جوړونې پروګرام له خوا د دوو قراردادي شرکتونو په تخنیکي مرسته بشپړې شوې دي. د لار جوړونې پروګرام نږدې څلور میاشتې کېږي چې د ټولګټو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.

له زېر دوره سیمې د کندوز تر هوايي ډګره د سړک د دویمې برخې د اسفالت او قیر کولو چارې د لسو میاشتو په جریان کې په درېیو مرحلو کې بشپړې شوې چې سولري څراغونه، ګلدانونه، پلې لارې او نورې برخې په کې شاملې دي.

د مدني ټولنو ځينی فعالان، د ولایتي شورا غړي او د دغه ولایت اوسېدونکي د دې پروژې پر ټيټ کیفیت نیوکه کوي او وايي، سربېره پر دې چې د دویم خط سړک د قیر کولو چارو نه دي بشپړې شوې خو تازه اسفالت شوې ځينې برخې یې ویجاړې شوې دي.

په کندوز ولایت کې د «مدني ټولنو د بنسټونو مشارکت» شبکې رییس عنایت الله خلیق پژواک ته وویل، د دغه سړک د تازه اسفالت شوو برخو تخریب ښيي چې چې په پروژه کې یې پراخ فساد موجود دی؛ ځکه د سړک چارې د تړون او ستندرد مطابق نه دي ترسره شوې.

هغه وویل: “زموږ د څارنې او ارزونې پایلې په ډاګه کوي چې په دې پروژه کې فساد ترسره شوی او موږ د دې پروژې د تطبیق د ډول په اړه اندېښنه لرو.”

هغه زیاته کړه: “د کندوز سیمه ییز حکومت مکلف دی چې د دې پروژې جزئیات لکه کیفیت او د ګټې اخیستنې وخت په اړه له خلکو سره جزئیات شریک کړي.”

د هغه په خبره، سیمه ییزه اداره باید د کیفیت له اړخه د دې پروژې څارنه وکړي او په ضمانت یې تسلیم کړي، له دې پرته به د دغه سړک د تخریب مسوول او د دغه خیانت او فساد اصلي مقصر سیمه ییز حکومت وي.

خلیق پر دې ټینګار وکړ چې دغه پروژه د تړون مطابق نه ده ترسره شوې او ویې ویل، د تړون له مخې د دغه سړک قیر باید لږ تر لږه ۲۰ کاله دوام وکړي، خو د پروژې د لاس په لاس کېدو، د حکومت له خوا د څارنې د نه موجودیت او د پروژې د پیسو د حیف او میل کېدو له امله د یاد سړک ډېرې برخې ګټې اخیستنې ته له سپارلو مخکې تخریب شوې دي.

بلخوا د کندوز ولایتي شورا غړي امرالدین ولي وویل، سربېره پر دې چې څو ځله یې له مسوولو چارواکو د دې پروژې د تطبیق د ډول د بیاکتنې اړوند معلومات غوښتي خو دوی له دې کار ډډه کړې ده.

هغه زیاته کړه: “په دې پروژه کې پراخ مالي فساد موجود دی او سیمه ییز حکومت هم باید د دغو نیمګړتیاوو پوره کولو لپاره قراردادي شرکتونه مجبور کړي جې د پروژې تخنیکي ستونزو ته رسېدنه وکړي.”

د کندوز ولایتي شورا دغه غړي وویل، سربېره پر دې چې د سړک ځينې تازه اسفالت شوې برخې تخریب شوې، د سړک ویالې او د اوبو وتلو لارې هم په معیاري ډول نه دي جوړې شوې، که دې برخې ته پام ونه شي، ویالو ته د اوبو په راتلو سره به سړک په بشپړ ډول ویجاړ شي.

دغه راز د کندوز ښار د سردوره ښارګوټي اوسېدونکي جاوېد امیري وویل، تازه اسفالت شوی سړک چې تر اوسه یې دوه میاشتې نه دي پوره شوې، د هوايي ډګر له سیمې د جنرال رازق تر چوک پورې تخریب شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: “که تاسو د بشري حقونو کمېسیون مخه، د نشه يي توکو او ترافیکو مخه وګورئ، په سړک کې کوچنۍ او لویې کندې شاملې دي، دا ټول د روښانه خیانت ښکارندوی دي.”

هغه وویل چې قراردادي شرکت باید د تړون او ستندرد مطابق پروژه عملي کړي، هغه مزایکې چې د غازي خان ښوونځي مخې ته فرش شوې، کله چې پرې پښه کېښودل شي، ماتېږي، یا د پښې په وسیله بېځایه کېږي.

د دوره ښارګوټي اوسېدونکي غلام نبي وویل: “که سړک دویم ځلي ترمیم نه شي، ښايي تر راتلونکي یوه کاله په بشپړ ډول تخریب شي.”

هغه وویل: “د ګلدانونو هېڅ درک نشته، سولر یوازې له زېر دوره بیا د جنرال رازق تر چوکه نصب شوي او په پاتې سیمه کې سولري څراغونه نشته.”

خو د دې پروژې د اسنادو کاپي نقشه، احجام کاري، د کار د ترسره کېدو ضمانت، تړون، د ملي تدارکاتو کمېسیون د منظورۍ فورم، د کار د پیل مکتوب او د سنګر نیازي او پیکاسو قراردادي شرکتونو د جواز کاپي چې پژواک ترلاسه کړي، ښيي چې په دې پروژه کې ۷۰ پایې سولري LED څراغونه، د فرش ډبرې، د مسیر خط اندازي او ارتفاع کچه، د مسافتي میلو ځای پر ځای کول، منقطع تابلو نصب، د ګلدانونو نصب او د نقشې مطابق د ټولو ضمیموي چارو په ګډون د خط سیر تقسیموونکی، د سړک پر مخ د خطونو رنګمالي، اخطاریه نښې، د نظم ورکولو نښې، معلوماتي نښې او د پلې لارو جوړول په کې شامل دي، چې ډېری دغه کارونه تر اوسه نه دي ترسره شوي.

خو د کندوز ښاریان وايي، یوازې ۴۵ سولري څراغونه او شاوخوا ۱۰۰متره د سړک څنډې مزایک کاري شوې دي، له پاتې مواردو چې د پروژې په نقشه او ډیزان کې شامل دي، هېڅ خبر نشته.

د دوی په خبره، د مدني ټولې بنسټونه، ولایتي شورا غړي او مشران باید ټینګار وکړي چې یاده پروژه په لوړ کیفیت تطبیق شي او اجازه ور نه کړي چې په همدې نیمګړتیاوو سره پروژه سیمه ییز حکومت ته وسپارل شي.

د کندوز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست نه غوښتل د قرارداد کاپي پژواک خبري اژانس ته وسپاري خو ویې ویل، د دې پروژې په تطبیق کې دوه شرکتونه ونډه لري او د پروژې ځينې برخې څه نیمګړتیاوې لري چې ساختماني شرکتونو ژمنه کړې چې د حل لپاره یې اقدام کوي.

د کندوز د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر دوست محمد ریحان پژواک ته وویل، د دې پروژې چارې د تړون مطابق د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه نېټه پیل او په ۳۱۶ کاري ورځو کې د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۲۰ مه بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د دغه سړک اوږدوالی پنځه اعشاریه شپږ کیلومتره او عرض یې د ساحې د موجودیت په اساس توپیر لري چې ویالې، پلونه او پلچکونه، سولري سیستم، د ګلدانونو نصب او د سړک ترڅنګ پلې لارې هغه مهم او اساسي موارد دي چې د زېر دوره بازار له سیمې پیل د کندوز تر هوايي ډګره رسېږي.

نوموړي وویل: “دا د ولسمشر تشویقي پروژه ده چې لګښت یې مالیې وزارت ورکوي او کارونه یې د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې د دوو شرکتونو په وسیله ترسره کېږي.”

هغه زیاته کړه، هغه پلاوي چې د یاد سړک د څارنې په موخه ټاکل شوی و، موندلې چې د کندوز هوايي ډګر له سیمې د جنرال رازق تر چوکه د سړک ځينې برخې تخریب شوې او دوی دغه مسئله له مرکز سره شریکه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: “موږ له زېر دوره سیمې د جنرال رازق تر چوکه  څو سمپلونه اخیستي، د وزارت مرکزي لابراتوار ته مو لېږلي، دغه موضوع تر بررسۍ لاندې ده او ټاکل شوې چې له مرکز څخه یو ټېم راشي څو تخریب شوې برخې بېرته ترمیم کړي.”

هغه وویل: “قراردادي شرکتونه د یو کال لپاره ضمانت ورکړی چې که سړک تخریب شي، دوی به یې بېرته ترمیموي، او ان د دغه سړک د جوړېدو ۱۰ سلنه پیسې تر یو کال پورې قراردادي شرکتونو ته نه ورکول کېږي.”

نوموړي دغه پروژه د کندوز خلکو لپاره حیاتي وبلله او ویې ویل، په دغه پروګرام کې هره ورځ ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وویل، محلي حکومت د پراختیايي پروژو په لوړ کیفیت تطبیق ته ژمن دی، څو چې ساختماني شرکونه د یادې پروژې نیمګړتیاوې او ستونزې حل نه کړي، دغه پروژه به تسلیم نه شي.

بلخوا د یاد سړک ساختماني قراردادي شرکتونو مسوولانو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده، خو موږ یې د نظر اخیستو هڅه کوو.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز ښاروالۍ مسوولینو په خبره، دغه ښارګوټی د ۳۰۰زرو اوسېدو کسانو ظرفیت لري او د اړتیا پر اساس یې مواصلاتي سړکونه هم کم عرض لري، خو اوس مهال چې تر یو میلیون ډېر کسان په کې ژوند کوي، د نفوس ډېروالي او سړکونو د کم عرض له امله هره ورځ د کندوز ښار ټول سړکونه د ساعتونو لپاره د خلکو د تګ راتګ پر مخ بندېږي.

Visits: 188

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.