ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملک سلمان خيريه بنسټ د کابل رابعه بلخي روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه

د ملک سلمان خيريه بنسټ د کابل رابعه بلخي روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه

author avatar
25 May 2021 - 16:12
د ملک سلمان خيريه بنسټ د کابل رابعه بلخي روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه
author avatar
25 May 2021 - 16:12

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۰): د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ، کابل کې له رابعه بلخي روغتون سره د شاوخوا ۱،۶ میلیون ریالو (شاوخوا ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو) په ارزښت د طبي توکو مرسته وکړه.

دغه توکي نن یاد روغتون ته وسپارل شول. په دغو مراسمو کې کابل کې د سعودي عربستان نايب سفیر نادر شهراني او د یاد روغتون چارواکو برخه لرله.

د رابعې بلخي روغتون مشرې صديقه عبدالله ادیب وویل چې په يادو مرسته شویو توکو کې «وېنټلاټور، سيکشن ماشین، پشنت منېتور، اتوکلب، فیتل منېتور، دبليتر، د اې سي جي، التراسوند او انستزي» ماشينونه او ځينې نور طبي مواد شامل دي.

نوموړې د دغې مرستې له امله د سعودي له هېواد په ځانګړي ډول د ملک سلمان له خيريه بنسټ څخه مننه وکړه.

هغې وويل:«شپږ مياشتې وړاندې موږ له سعودي غوښتنه کړې وه چې له ياد روغتون سره د پرمختللو وسايلو مرسته وکړي، هغوی زموږ غوښتنې ومنلې او له نېکمرغه چې نن يې دغه توکي ياد روغتون ته وسپارل.»

په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت نايب نادر شهراني وويل چې د ملک سلمان خيريه بنسټ د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم له بېوزلو سره مرسته کوي او دا ځل يې د رابعې بلخي له روغتون سره د ۱۸ ډوله طبي توکو مرسته وکړه.

د ده په وینا، ياد خيريه بنسټ تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د روغتيا، ښوونې، بيارغونې او بشري برخو کې مرستې کړي او دغه لړۍ به دوام ولري.

Visits: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.