ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه د مصر د ستر مفتي فتوا

په افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه د مصر د ستر مفتي فتوا

author avatar
27 May 2021 - 15:41
په افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه د مصر د ستر مفتي فتوا
author avatar
27 May 2021 - 15:41

کابل  (پژواک، ٦ غبرګولى ١٤٠٠) :  د حج او اوقافو وزارت وايي چې د مصر ستر مفتي دوکتور شوقي ابراهيم د افغانستان په غوښتنه د سولې او امنيت په تړاو يوه تفصيلي فتوا ورکړې ده.

د حج او اوقافو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مصر لوى مفتي دوکتور شوقي ابراهيم علام دغه فتوا د سولې او امنيت په تړاو د افغانستان په غوښتنه ورکړې ده.

هغه زياته کړې، د اسلام له خورا مهمو اصولو څخه یو اصل چې ډېره پاملرنه ورته شوې او د مسلمانانو په نفسونو کې ډېرې ژورې ريښې لري سوله ده، آن تر دې چې د اسلام لفظ چې د دې دین عنوان دی، د سولې له لفظ څخه اخیستل شوی.

دوکتور شوقي ويلي، اسلام د سولې دين دی، له همدې امله په کتاب الله او نبوي سنتو کې راغلي چې د مسلمان شان دادی چې د سلام اچول او د خلکو ترمنځ يې خپرول دي، همدا ډول د اسلامي شريعت د مقاصدو لومړی مقصد عمومي سوله ده.

د مصر د ستر مفتي په فتوا کې راغلي، چې د انسان د سلامتیا او امنیت په هکله، ډېر نصوص راغلي چې څومره اسلامي شریعت د انسان د نفس، وینې او د مال ساتنې ته اهميت ورکړی او ټينګار يې پرې کړی.

د هغه په وينا، له همدې امله يې په نورو باندې تېری کول او د هغوی د سلامتیا ګواښل د هغوی وېرول، امنیت او استقرار له منځه وړل يې حرام ګرځولي، د یو کس د وژلو ګناه يې د ټول بشریت له وژلو سره سمه ګڼلې، د انسان د وژلو ګناه يې د خدای د کور له ورانولو هم سخته ګڼلې ده چې د خدای کور د حرم په خاوره کې او د حرم میاشت کې وران کړي له هغې څخه یې هم ګناه لويه ده.

هغه وايي، د هېوادونو او وطنونو د سلامتيا په هکله اسلامي نصوص پر دې ټینګار کوي چې د وطن د امنیت ساتل او د هغه ملاتړ کول د هر ډول ننګونې او ګواښونو په مقابل کې بايد ترسره شي، لکه څرنګه چې الله تعالی انسان ته دا دنده ورکړې چې د ځمکې د ابادۍ لپاره کار وکړي؛ نه دا چې ورانکاري وکړي.

په فتوا کې راغلي، اسلام د هغو کسانو لپاره سخته سزا ټاکلې چې د هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي او په ځمکه کې فساد کوي، چې د خلکو ژوند ګواښي او ګډوډۍ را منځ ته کوي.

دوکتور شوقي ابراهيم ويلي د الله تعالی لارښوونو هم پردې ټینګار کوي، هرکار چې د سولې او ارامۍ لامل کېږي چې په هغه کې د مسلمانانو ځانونه، د دین او وطن ساتنه وي؛ ځکه دا لومړی ګام دی چې باید واخیستل شي ترڅو تمدن رامنځ ته کړي.

د هغه په فتوا کې زياته شوې، ګډوډي او اضطراب دې ته ويل کېږي چې د خلکو د وينو په حلال ګڼلو سره فتنې او د خلکو مالونه لوټل او د يوې ټولنې خلک د یو او بل په مقابل کې راپورته کولو ته وايي، د مختلفو دعوو پر اساس حاکم يا دولت کافر ګڼل يا د ځینو خلکو په نښه کول چې دوی کافر دي، همدا ډول د امر بالمعروف تر نوم لاندې د خلکو وژل یا هم د هغو خلکو د ویني حلال ګڼل چې په غیر اسلامي هېوادونو کې ژوند کوي.

نوموړي زياته کړې، يا هم د هغو خلکو د وينې حلال ګڼل چې اسلامي هېوادونو ته په امن او د دولت په اجازت راغلي وي هغه هم پردې دعوا چې د دغو خلکو هېوادونه د اسلام په مقابل کې جنګ کوي… همداسې نورې دعوې او پلمې چې فتنې جوړوي، شبهات رامنځ ته کوي او فساد کوي چې شیطان ورته ښایسته کړي وي، له همدې امله د صحابه کرامو په وخت کې هم خوارج را څرګند شول او له هغوی څخه وروسته هم داکار شوی.

دوکتور شوقي ابراهيم وايي : “د دغه ډول بدو کارونو ته جهاد ویل تدلیس او فریبکاري بلل کېږي، ترڅو د کمزورو عقلونو خاوندان په دې فساد کې راګیر کړي، بلکې دا کار په حقیقت کې تجاوز او بغاوت ګڼل کیږي، که چېرته له هغوی سره د جنګ کولو قوت ورسره وي باید جنګ او مقابله ورسره وشي، ترڅو له دغه بغاوت څخه راوګرځي.”

د هغه په وينا، په اسلامي ټولنه کې د خلکو وژل او وېره ول، یا د عمومی ملکیتونو ورانول په اسلامي فقه کې (حرابه) ګڼل کېږي.

دى وايي : ” حرابه: په ځمکه کې فساد ته ویل کیږي، د دې کار ترسره کوونکو ته سخته سزا ټاکل شوې، چې د قتل، غلا او زنا په ډول ورته حدود ټاکل شوي؛ ځکه د دغه فساد ترسره کوونکي په منظم ډول د ټولنې پر ضد دا جرمونه ترسره کوي.”

دوکتور شوقي په دې برخه کې د قران کريم ايت نقل کړى چی الله تعالی فرمایې: (إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ).

هغه زياته کړې،  که په دغې برخه کې داسې معاهدې لاسلیک شوې وي چې هدف يې د جنګونو درول، د فساد او ويرانۍ له منځه وړل وي، استقرار را منځ ته کوي، په هېواد کې د استقرار او پرمختګ عامل کیږي هغه که د دولتونو او یا افرادو – ترمنځ وي، د دا ډول تړونونو اومعاهدو څخه سر غړونه، د عملیاتو ترسره کول، جرمونه او قتلونه ترسره کول په ځمکه کې تخریب اوفساد بلل کيږي؛ ځکه شریعت له هغه چاسره جنګ ناروا بللی چې تاسو سره جنګ نه کوي.

دوکتور شوقي په دې برخه کې هم ايت ذکر کړى، تعالی فرمايي:  (وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ). (البقرة: 190)

همدا ډول له معاهدې څخه د سر غړونې او غدر څخه منعه شوي، الله تعالی فرمایي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ). (المائدة: ۱”

Visits: 1359

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.