ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غوري لیکوال چې د قلم په وسیله د سولې په لټه دی

غوري لیکوال چې د قلم په وسیله د سولې په لټه دی

author avatar
23 Jun 2021 - 09:43
غوري لیکوال چې د قلم په وسیله د سولې په لټه دی
author avatar
23 Jun 2021 - 09:43

فېروزکوه (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۰): په غور ولایت کې ځوان لیکوال ګل رحمن فراز چې د سولې په اړه یې لسګونه مقالې لیکلې، وايي، په هېواد کې هغه مهال سوله راځي چې طالبان او حکومت پر خپلو شرطونو ټینګار ونه کړي.

۲۷ کلن ګل رحمان فراز د غور ولایت یو له لوړ فکره لیکوالانو دی. هغه د کابل پوهنتون د انګلیسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې دي.

هغه له لسو کلونو راهیسې د قلم په وسیله د خلکو ترمنځ د سولې او یووالي لپاره لیکنې کوي؛ خو تر ۳۰ ډېرې مقالې یې یوازې د سولې په تړاو لیکلې دي.

فراز چې سولې ته له اوږدې مودې راهيسې په تمه دی، له پژواک سره په مرکه کې یې وویل: “ما د سولې او د هغې د اهمیت، د جګړې او زیانونو، د افغانستان راتلونکي په اړه د مثبتو وړاندیزونو، د سولې د ټینګښت لپاره د وړاندیزونو، سولې ته له ناسمو لارو پر رسېدو د نیوکو، د سولې د خبرو اوږدېدو د پایلو، د سولې په بهیر کې د ښځو او مشرانو د رول او د سولې د اهمیت او جګړې د زیانونو د مقایسې په اړه شاوخوا ۳۰ مقالې لیکلې دي.”

د هغه په ​​وینا، په دې وروستیو کې مې د «په سوله کې خیر دی، سوله د هیڅ چا پر زیان نه ده، په افغانستان کې د سولې ژوند په خبرو اترو تېرېږي، ولې سوله د یوې مهمې مسئلې په توګه؟ څوک د سولې د رامنځته کېدو مخالف دي؟، پرېږدئ چې سوله ټینګه شي، د سولې سپر او د جنګ توره او په سوله کې بېړه د شیطان کار نه دی »، تر نومونو لاندې مقالې لیکلې چې د پژواک خبري اژانس په ګډون د هېواد په مهمو خبري سایټونو کې خپرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: “په معتبرو خبري سایټونو کې د یادو مقالو خپرېدل او په ورځپاڼو، اوونیزو میاشتنیو، د هېواد په مشهور مجلو کې یې چاپېدل د دې لامل شول چې په بېلابېلو برخو کې د لیکنو انګېزه راکړي. د پورتنیو مطالبو چاپ د رسنیو او مطبوعاتي کارکوونکو خوښي راپارولې. دوی تل غوښتنه کوي چې د رسنۍ او خپرونې لپاره یې د خبري تیتر لپاره د سولې ځانګړې مطالب چمتو کړم، ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکو ویلي چې کومې سوژې چې ما د مطالبو لپاره انتخاب کړې، تر ډېره د لوستونکو او لیدونکو د خوښې وړ ګرځېدلې دي.”

ګل رحمن فراز د فېروزکوه ښار ختیځ ته د بادګاه کلي اصلي اوسېدونکی دی. هغه لس کاله مخکې په غور کې د تایمني او میري د لویو قومونو ترمنځ د شخړو هوارولو په اړه خپله لومړۍ مقاله «د سولې زیان چا ته نه رسېږي» تر نامه لاندې لیکلې وه، دغه مقاله یې د یادو دوو قومونو مشرانو ته الهام بښونکې وه.

هغه وویل: “زه د والي عبدالله هېواد ولایت پر مهال د میري او تایمني قومونو ترمنځ د سولې په اړه لیکلو ته وهڅول شوم، له هغه مخکې مې د «د سولې چا ته زیان نه رسېږي» تر نامه لاندې مقاله لیکلې وه چې د سولې عالي شورا په جریده کې هم خپره شوې وه. د دغو دوو قومونو ترمنځ د سولې په اړه زما خپره شوې مقاله د امان الله بېک په نوم یوه مشر له خوا نقل قول شوه او د یوه ځوان له فکره د عبرت په دود څرګنده شوه.”

نوموړي زیاته کړه چې له وروسته کلونو کې د غور د والي سید انور رحمتي او محمد امین توخي ترمنځ جنجالونه راپورته شول. ده «چارواکي د سولې د اهمیت په اړه باور نه لري» تر نامه لاندې مقالې په لیکلو سره هغوی اړ کړل چې سوله وکړي.

د هغه په وینا: “ما د رحمتي او توخي د ماموریت په مخالفت کې کليدي رول درلود، پخوانۍ کیسې چې په مراسمو کې به مې د سولې او یووالې په اړه خلکو ته ویلې، دوی ته مې هم پیل کړې او نیوکه مې وکړه چې د سولې اهمیت او ارزښت په اړه پر خپلو مخکنیو خبرو باور نه لري. هغوی دلیل نه درلود او د ولایت د ماموریت د ترسره کولو لپاره یې سوله وکړه او دوستانه مخې ته لاړل چې هم د ښې حکومتولۍ په ګټه شول او هم یې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړه.”

د غور پخوانی او د بامیان اوسنی والي سید انور رحمتي، ګل رحمان فراز د پیاوړو لیکوالانو له ډلې یاد کړ.

رحمتي په دې اړه پژواک ته وویل: “ګل رحمان فراز ځوان لیکوال دی چې له ملغلرو ډک مطالب لیکي، ما په غور کې د خپل ولایت پر مهال فراز د یوه مدني فعال او ډېر پیاوړي لیکوال په توګه پیدا کړ؛ ځکه هغه ځوان و او پوهه یې درلوده پرته له دې چې له ښکېلو ډلو سره شخړه ولري، نو لیکنو یې له شک پرته خپله اغېز هم درلود.”

د سولې خبرو په اړه د فراز نظر:

ګل رحمن فراز د افغانستان د سولې پروسې په اړه اندېښمن دی، ویې ویل چې ښکېلې خواوې د دې پر ځای چې سولې ته د یوې حیاتي پروسې په توګه اهمیت ورکړي، د یوې ګټورې پروژې په ډول ورته ګوري.

هغه زیاته کړه: “د افغانستان د سولې په اړه اندېښمن یم. له بده مرغه مذاکره کوونکي د افغانستان د سولې بهیر ته د یوه حیاتي او مهم بهیر په سترګه نه ګوري، بلکې د مطلوبې پایلې له ترلاسه کولو پرته د یوې بشپړې او اوږدمهالې پروژې په سترګه ورته ګوري. د افغانستان د سولې په موضوع کې مو ولیدل چې د دغه هېواد د سولې عمر په خبرو تېریږي، د دواړو اړخونو مرکچي پلاوي د سولې خبرو ته د افغانستان د نا ارامه خلکو او د جګړې په ډګر کې د طالب د زړه له هیلو نه ورته ګوري، دواړه لوري هڅه نه کوي څو د تفاوتونو په اړه تفاهم وکړي، بلکې د نظرونو تضاد د خبرو اترو د بې پایلې کېدو لامل کېږي.”

د غور ولایت دغه لیکوال د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ګوندونو د مشرانو مخالف دی؛ ځکه د هغه په ​​اند، په دې لویه پروسه کې دې رهبرانو د خلکو په استازیتوب ګډون نه دی کړی، بلکې تحمیل شوي دي.

نوموړي وویل: “د افغان حکومت له خوا د سولې خبرو لپاره ډېرو معرفي شوو غړو د سولې په خبرو اترو کې د ګډون شرطونه نه دي پوره کړي. دوی د ګوندونو شتون او د مشرانو د اغېز له امله دې پروسې ته اړ ایستل شوي چې د افغانستان په سیاسي چارو کې دخیل دي، نو له همدې امله دوی نه شي کولای د طالبانو د سولې له ډلې سره استدلال وکړي.”

فراز زیاته کړه چې د بېطرفه کسانو نه شتون او د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې د ښکېل پلاوي ټاکل د خبرو اترو ګړيندي کول له منځه وړي او طالبان په هېواد کې د یوه سوله ییز چاپېریال په رامنځته کولو کې لېوالتیا له لاسه ورکوي.

هغه وویل چې له بلې خوا د طالبانو په ځپلو کې د امریکا محافظه کاري، په افغانستان کې د هغوی د بیا واکمنېدو لامل شوی دی.

فراز پر دې نظر دی چې سولې ته له رسېدو مخکې باید د طالبانو مخکني شرطونه (د ۵۰۰۰ زندانیانو ازادول عملي بڼه پیدا نه کړي؛ ځکه چې د هغه په ​​وینا، طالبانو هم د سولې د خبرو په لړ کې د افغان حکومت له خوا د اوربند شرط ونه مانه.

فراز زیاته کړه: “راتلونکې حکومتولي او هېوادولي د ټولنې د مسوولو او پیاوړو ځونانو پر غاړه بولم، ښه ده چې ځوانانو ته رول ورکړل شي څو د بحران په مدیریت او د سولې په کنټرول کې تجربه ترلاسه کړي او د راتلونکي مدیریت لپاره له هر اقدام څخه ذهنیت واخلي.”

ګل رحمن فراز پر دې باور دی چې هېڅ هېواد په افغانستان کې د سولې په اړه خوشبین نه دی. هغه وویل، که سوله ونه شي، نو بهرنیان به لکه څنګه چې راغلي، بېرته لاړ شي؛ ځکه د هغه په ​​اند څوک نه غواړي چې د افغانانو ژوند له جګړې او تعصب څخه په پاک چاپېریال کې وي؛ ځکه چې د هغه په ​​اند، په جګړه کې د ښکېلو افغانانو ترمنځ د سولې رامنځته کولو لپاره د تړون لاسلیکول د هېواد د سوکالۍ دښمنانو پر خوله کلک سوک دی.

دغه لیکوال وویل: “هره ورځ ورور وژنه او د خپلمنځي شخړو پراخېدل، د افغانستان په ورانولو کې د ګاونډیو او پردیو هېوادونو حکم چلوونه، د کونډو اوښکې، د یتیم اه او د شهید وینې به د دردېدلې او په وینو لړلې ټولنې انتظار وي.”

یاد لیکوال پر دې نظر دی چې د دولت او طالبانو ترمنځ سوله هغه وخت امکان لري چې دواړه اړخونه له خپلو شرطونو تېر شي.

هغه وویل: “پر هغو معیارونو دې تمرکز وکړي چې له مخې یې وکولای شو هم د هېواد امنیت ټینګ کړو، هم دایمي اوربند رامنځته کړو او هم د تېرو دوو لسیزو ارزښتونه له لاسه ورنه کړو. له ارزښتونو موخه هماغه د بیان ازادي، د نظام درلودل، د ښځو حقوق، حکومتولي، ډیپلوماتیکې اړیکې ساتل، د ملت رایو ته مراجعه، ډیموکراسي، پرمختګ، ښوونه او روزنه دي.”

د فراز احساس او غوښتنه!

هغه د سولې او امنیت لپاره هیلې او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګرځېدو لپاره د سوله ییز چاپېریال رامنځته کول او له ویرې پرته د هېواد له طبیعي ځایونو لیدنه… خپل احساساتو بولي چې د دې لامل شول څو قلم واخلي، هیله ولري او خوشبین و اوسي او هغه څه چې په زړه کې یې لري، په ذهن کې یې پاخه کړي او بیا یې د قلم په وسیله څرګند کړي.

هغه خپله غوښتنه داسې بیانوي: “له سولې پرته د خلکو ژوند له خطر سره مخ وي، هيڅوک نه شي کولای د ناامنۍ تایید لپاره منطقي دلیل وړاندې کړي، منطق په خبرو کولو کې دی او خبرې باید د قلم په اخیستلو سره وشي، نه د ټوپک په زور سره، سوله په شعار نه، بلکې په عمل کې د خلکو په ژوند کې تمثیل شي، څو د هوساینې او د هېواد لپاره سوله ییز چاپېریال رامنځته کېدو شاهدان و اوسو.”

فراز د لیکوالۍ ترڅنګ، له دې مخکې د «عصر نوین، فرازاندیشان، نشریه اغاز، انجمن معلمین انیګلیسي افغانستان (التا) او مجمع ملي جوانان افغانستان» خپرونو کې د مسوول مدیر او متیاز خاوند په توګه دندې ترسره کړې دي.

فراز دا مهال د «ځوان فکر» په نوم یو سازمان هم جوړ کړی دی.

Visits: 141

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.