ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وژل شوو درېیو سرتېرو پلار: د سولې لپاره د سر قربانۍ ته هم چمتو یم

د وژل شوو درېیو سرتېرو پلار: د سولې لپاره د سر قربانۍ ته هم چمتو یم

author avatar
4 Jul 2021 - 09:49
د وژل شوو درېیو سرتېرو پلار: د سولې لپاره د سر قربانۍ ته هم چمتو یم
author avatar
4 Jul 2021 - 09:49

اسعداباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ یو اوسېدونکی غلام اکبر چې درې زامن يې د ملي پوځ په لیکو کې وژل شوي وايي، چمتو دی چې د سولې لپاره خپل سر هم قرباني کړي.

۶۵ کلن غلام اکبر چې له روسانو سره په جهاد کې ټپي شوی هم دی، د وټه پور ولسوالۍ د کورباغ سیمې اوسېدونکی دی او اوس د وسله والو د ګواښونو له امله مرکز اسعداباد ته راکډه شوی او د ژوند سختې ورځې شپې تېروي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل، د افغان پوځ په لیکو کې یې د هېواد او ناموس ساتنې په موخه یې درېيو زامنو چې یو په نورستان، دویم په بلخ او درېیم د کندهار په موسی کلا کې وژل شوي، قرباني ورکړې ده.

هغه زياته کړه، يو بل زوی يې چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې سرتېری و، له تېرو اتلس مياشتو راهيسې د عملياتو پر مهال نادرکه شوی، تر اوسه یې د مړه او ژوندي درک معلوم نه دی.

غلام اکبر وویل، د درېيو زامنو له وژل کېدو وروسته يې ټولې هيلې په همدغه زوی پورې تړلې وې او دي، خو هلته په څو ځلې ورتلو يې هم کوم احوال نه دی ترلاسه کړی.

دی ویاړي چې زامنو یې د خپل هېواد د عزت او ناموس ساتلو په موخه خپل  سرونه نذرانه کړي او وايي، خپله هم حاضر دی چې د تېر په څېر د هېواد ساتلو مقدسه دنده ترسره کړي.

د زامنو په وير او غم کې ډوب دغه سپين ږيري وويل: “که زما د سر په نذرانه کولو سوله راځي،  حاضر یم  چې خپل سر هم له وطن څخه قربان کړم، څو نور افغانان او راتلونکی نسل مو په سوله او امن کې شي او وینې ودرېږي.”

د غلام اکبر په خبره، روانې د سولې خبرې دې چټکې شي، څو د افغانانو عام وژنه پای ته ورسېږي او خلک په ارامه او سوله کې  ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه: “د سولې خبرې دې ژر پایلې ته ورسېږي او دواړه خواوې دې یو بل ته اوږه ټیټه کړي، نور دې د افغانانو د بچو ميندې نه بورې کوي، نور دې خویندې نه سرتورې کوي او همدارنګه دې زما د لمسو په څېر د نورو هېوادوالو بچي نه یتیمان کوي، غوښتنه ترې کوم چې جنګ بس کړئ، نور پر مظلومو افغانانو رحم وکړئ!!”

پر هېواد د قرباني څلورو سرتېرو دغه پلار وویل، تر اوسه ورته د حکومت له خوا په کابل کې یو اپارتمان او یو څه اندازه د نغدو پیسو مرسته شوې چې دی يې منندوی دی.

غلام اکبر زياته کړه: “که په دې هېواد کې دغه بې ثمره جګړه نه وای، نو دغه لمسیان به مو نه بې پلاره کېدای او لمسیان به مې په داسې بد حال کې نه وای، دوی به زده کړې وې او ښه به روزل شوي وو او نه به هم موږ داسې غمجنې ورځې شپې تېرولې.”

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د یتیمو لمسیانو لپاره يې د اساسي زده کړو ترڅنګ د ورځني ژوند تېرېدو زمینه برابر کړي، څو ښه وروزل شي او په راتلونکي کې د هېواد او خاورې د ساتنې په موخه د خپلو پلرونو په څېر کمربند له ملا وتړي او د وطن خدمت وکړي.

هغه چې لا هم له اقتصادي ستونزو خلاص نه دی، وویل، پر کونډو سربېره ډېر يتيمان ور پاتې دي.

هغه زیاته کړه، په کابل کې د ورکړل شوي اپارتمان قباله تر اوسه نه ده ورکړل شوې او له دفاع وزارته يې وغوښتل چې دغه ستونزه يې ور حل کړي.

غلام اکبر چې ۶۵ کاله عمر لري، اوس ورته د ۱۴ کسیزې کورڼۍ مسوولیت ور له غاړې دی.

Visits: 263

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.