ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرسته: طالبان شاهي ډوله اسلامي نظام غواړي   

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرسته: طالبان شاهي ډوله اسلامي نظام غواړي   

author avatar
27 Jul 2021 - 17:38
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرسته: طالبان شاهي ډوله اسلامي نظام غواړي   
author avatar
27 Jul 2021 - 17:38

کابل (پژواک،۵ زمری ۱۴۰۰): د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیاله او سرپرسته وایي چې طالبان په داسې حال کې د ۱۳۴۳کال د اساسي قانون په رڼا کې د اسلامې نظام پر جوړښت ټینګار کوي چې د هغه قانون په اساس په افغانستان کې شاهي نظام حاکم و، خو د افغانستان خلک د جمهوریت غوښتونکي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې ډاکتر عالمې د زمري په ۵مه کابل کې د «خانه صلح افغانستان» په نوم یوه بنسټ کې د ناستې پرمهال وویل، په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په موخه د دولت پلاوی حضور لري، خو په سیستماتیکه بڼه دوام نه لري، خو په وقفه یي بڼه لیدنې کتنې دوام لري ترڅو د سولې خبرو اجنډا خلاصه شي او له سولې پرته د افغانستان د بحران د حل لپاره بله هیڅ لاره نه ده موجوده.

هغې زیاته کړه: ((طالب ته نړیوال مشروعیت ورکړل شوی، نن د دې پرځای چې طالب د سولې مېز ته حاضر شي دروغجن غرور ته یې لاسرسی پیدا کړی او په دې فکر کې دی چې د زور له لارې بیا واک ته رسېدی شي.))

نوموړې وایي: (( تاسو حتمن فکر کوئ چې موږ باید د جنګ په اړه خبرې ونه کړو، ځکه زموږ دنده سوله ده، خو کله چې په نیابتي جنګ کې ښکېل کیږو، موږ او خلک اړ کیږو چې له خپل هېواده دفاع وکړو .))

عالمې په دې وروستیو کې د دولت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې وویل :(( د اووه زره بندیانو خلاصون، له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کول او د نوي اساسي قانون جوړول یې له عمده طرحه شویو مسایلو څخه دي،  هغو د اساسي قانون له تغییر سره غواړي چې په یوشکل اسلامي امارت بېرته ټینګ کړي.))

نوموړې وویل: (( له دې سره چې طالبان د اسلامي نطام په اړه تعریف نه لري خو ټینګار کوي چې اسلامي نظام دې د ۱۳۴۳کال د اساسي قانون په اساس چې هغه مهال شاهي نظام و، جوړ شي، خلک او دولت د جمهوریت غوښتونکي دي چې هر سړی د یوې رایې ورکولو حق ولري، موږ بیا نه غواړو چې نوي نظامونه تجربه کړو.))

د ۱۳۴۳کال اساسي قانون د ظاهرشاه په واکمنۍ کې په ۱۱فصلونو او ۱۲۸مادو کې تصویب او توشیح شوی و او تر بل قانون پورې چې په ۱۳۵۵کال کې د سردار داوودخان په واکمنۍ کې تصویب شو، نافذ و.

خو د طالبان یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مرستیالې او سرپرستې عالمې د خبرو په ځواب کې وویل: ((دغه خبرې او جزییات باید د خبرو میز پرسر وویل شي، نه تاییدوم چې څه څه ویل شوي او څه نه دي ویل شوي، خو په ټوله کې د افغانستان خلک د اسلامي نظام غوښتونکي دي، حکومت باید د اسلامي اصولو په اساس جوړ شي نه د کوم غربي هېواد له کاپي نه، د افغانستان خلکو په شلو کلونو کې ټاکنې او رایه تجربه کړه، له تقلب پرته یې بل څه ترلاسه نه کړل، موږ نه غواړو چې خلک او هېواد په بحران کې پاتې شي او هر ځل مسایل د امریکا او نورو له لوري حل شي چې موږ یې د واک د وېش شاهد واوسو، دغه ډول شیان موږ ته د منلو وړ نه دي، اسلامي نظام یو غښتلی نظام دی، چې د اسلامي اصولو په اساس ټینګیږي چې د هېواد لوړو ګټوو، خپلواکۍ او د خلکو خوندیتوب او ګټو ته پابند وي.))

د “خانه صلح افغانستان” اجراییوي رییسې نګینې یاري په دغې ناسته کې وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان د قضیې په اړه د نندارچي رول لري او نه غواړي چې د افغانستان له شل کلنو لاسته راوړنو ملاتړ وکړي.

هغې زیاته کړه: (( موږ نه غواړ چې سولې ته رسېدل هیله وي، موږ کار کوو چې سولې ته ورسیږو، نړواله ټولنه باید له نظام او د تېرو شلو کلونو له لاسته راوړنو ملاتړ وکړي، موږ نه غواړو چې د طالبانو د حکومت پنځه کلنه تجربه بیا تکرار شي.))

هغې د جزییاتو له وړاندې کولو پرته وویل: (( په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن شوي ښځې په بدترین حالت کې قرار لري. نه باید لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د ښځو لاسته راوړنې نادیده ونه ګڼل شي، امنیتي ځواکونه د شلو کلونو د لاسته راوړنو جز دي، باید قرباني نه شي.))

یاري په داسې حال کې چې ویل یې دولت د سولې خبرو ته ژمن دی او طالبان یې د سولې خبرو مېز ته په نه حاضرېدو تورن کړل وویل، چې ځینو هېوادونو طالبانو ته مشروعیت ورکړی او دغه مشروعیت د طالبانو د بې ځایه غرور لامل ګرځېدلی دی.

د سولې بنسټ د رهبرۍ غړي محمد نعیم ایوب زاده له حکومت څخه په ښکاره توګه د دوست او دښمن او سولې پروسې د تعریف غوښتونکی شو او ویې ویل، تراوسه چې څه د سولې خبرو په اړه مخته وړل شوي معامله وه او نه شوو کولی چې هغه ته سوله ووایو .

هغه د ځینو هېوادونو له خوا مدني فعالانو او خبریالانو ته د وېزې د ورکړې ته په اشاره وویل: (( ایا یواځې هغه چا ته چې وېزې ورکوي انسانان دي او ۳۰میلیون نور انسانان نه دي، موږ یې وېزو ته اړتیا نه لرو، همدغو نارو خلک اندېښمن کړي، چې د طالب له رواني جنګ سره مرسته او هغوی ته بازار موندنه کوي.))

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه له دوه ګوني سیاست څخه لاس واخلي او د ځینو برنامو له لارې دې د خلکو روان نه تخریشوي.

ایوب زاده له ولسمشر څخه وغوښتل چې له امریکا او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکو څرنګوالی په ښکاره توګه له خلکو شریک کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د ګلدرې خلکو استازې فوزیې ناصریار په دغه ناسته کې د خبرو پرمهال د افغانستان اوسنی جنګ د قدرتونو جنګ یاد کړ او ویې ویل چې د افغانستان خلک د نړۍ او سیمې هېوادونو له نیرنګه خبر دي او دغه هېوادونه باید د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

هغې د کوم هېواد نوم وانخیست او د امنیتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ یې وویل چې د طالبانو پروړاندې د ملي قیام وخت رارسېدلی دی.

د یاد بنسټ له لوري یوه خبرپاڼه هم ولوستل شوه چې په کې راغلي دي:(( د دې وخت رارسېدلی چې حکومت له هر ډول محافظه کارۍ څخه لاس واخلي او په ډېره ښکاره توګه د افغانستان په سوله او جنګ کې د امریکا، سیمې او ګاونډیو هېوادونو رول د افغانستان خلکو ته په داګه کړي، ترڅو د دې هېواد په اړه کوم تصمیمونه چې نیول کیږي، ښکاره او ټول پرې خبر وي.))

د یادونې ده چې شاوخوا لس میاشتې مخکې په دوحه کې د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي خو تراوسه پورې کومه پایله نه لري، خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره جګړې زیاتې شوې دي او په دوه وروستیو میاشتو کې شاوخوا دوه سوه ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

Visits: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.