ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان: کریډیټ کارتونه په لوړه بیه او مشکل سره پیدا کوو

کابل ښاریان: کریډیټ کارتونه په لوړه بیه او مشکل سره پیدا کوو

author avatar
20 Aug 2021 - 14:12
کابل ښاریان: کریډیټ کارتونه په لوړه بیه او مشکل سره پیدا کوو
author avatar
20 Aug 2021 - 14:12

کابل(پژواک،۲۹ زمری ۱۴۰۰): د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته په مشکل او لوړه بیه کریډیټ کارتونه پیدا کوو.

طالبانو تېره یکشنبه (د زمري په ۲۴مه)کابل ښار ونیوه او مخکنی ولسمشر اشرف غني له هېواده بهر وتښتېد. اوس له پنجشېر ولایت پرته ټول افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی.

د کابل یوشمېر ښاریانو پژواک خبري اژانس ته د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د مخابراتي شرکتونو  کریډیټ کارتونه په مشکل او لوړه بیه پیدا کوي.

د کابل ښار د کارته پروان سیمې یوه اسوېدونکي عبدالجلال وویل چې له دوه روځو راهیسې د کریډیټ کارت د پیدا کېدو په لټه کې و چې تېره ورځ یې په یوه هټۍ کې پیدا کړ، خو د ۲۵۰ افغانیو کارت یې په ۳۰۰ افغانۍ واخیست.

هغه زیاته کړه چې د ټولو مخابراتي شبکو کریډیټ کارتونو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تایمني سیمې یوه اوسېدونکي جمشید پوپل پژواک ته وویل د مخابراتي شبکو د کریډیټ کارتونو بیه لوړه شوې او د روشن ۵۰ افغانیو کارټ په ۶۰ افغانیو شوی دی.

هغه له مخابراتي شبکو وغوښتل چې په بېړنۍ توګه کارتونه بازار ته وړاندې کړي .

د کابل د رحمن مېنې یوه اوسېدونکي وسیع الله وایي چې د روشن شبکې د ۵۰۰ افغانیو کارت یې په ۵۵۰ افغانۍ پیرلی دی.

د کابل ښار د ده افغانانو سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمنصور د صرافۍ او کارتونو د پلورپه چارو بوخت دی پژواک ته وویل چې له پنځو ورځو راهیسې چې کله طالبان کابل ته راغلي مخابراتي شبکو د دوی په واک کې کارتونه نه دي ورکړي

ده زیاته کړه، دا اوس چې کوم کارتونه پلورل کیږي دا د کابل ښار له نیولو مخکې دوی ته وېشل شوي دي، نه اوس.

پژواک په پرله پسې توګه هڅه وکړه چې په دې اړه د یادو  شبکو نظر واخليو خو بریالی نه شو.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.