ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصادي کارپوهان: د بانکونو تړلي پاتې کېدل په هېواد کې اقتصادي ناورین رامنځته کوي

اقتصادي کارپوهان: د بانکونو تړلي پاتې کېدل په هېواد کې اقتصادي ناورین رامنځته کوي

author avatar
23 Aug 2021 - 15:56
اقتصادي کارپوهان: د بانکونو تړلي پاتې کېدل په هېواد کې اقتصادي ناورین رامنځته کوي
author avatar
23 Aug 2021 - 15:56

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): له تېرو نهو ورځو راهیسې د بانکونو او کابل شهزاده سرای تړل کېدو له امله خلک شکایت کوي او د کارپوهانو پر باورؤ دا حالت د هېواد په ګټه نه دی او اقتصادي ناورین رامنځته کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ډېری ولایتوو له نیول کېدو وروسته، د روان کال د زمري په ۲۴مه د کابل ښار کنټرول هم په لاس کې واخیست.

کابل ته د طالبانو له داخلېدو سره سم، ټولې بانکي راکړې ورکړې او د پیسو معاملات بند شوي او تر نن (د وږي تر لومړۍ نېټې) ټول بانکونه او د کابل شهزاده سرای تړل شوي دي.

پژواک خبري اژانس له یو شمېر ښاریانو او اقتصادي کارپوهانو سره خبرې کړې چې ټول مرکه کوونکي د دغه وضعیت د دوام په اړه اندېښنه لري او غواړي چې بانکونه او شهزاده سرای پرانیستل شي.

ښاریان: «زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی، مهرباني وکړئ بانکونه او شهزاده سرای فعال کړئ»

د عزیزي بانک یوه پېرودونکي شفیق الله عزیزي پژواک ته وویل چې له څو ورځو راهیسې د کورني لګښت پیسو اخیستو لپاره ساعتونه کېږي چې د دغه بانک د نمایندګۍ تر شا په تمه دی؛ خو د بانکونو د تړل کېدو له امله نه دی توانېدلی خپلې چې پیسې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې د ځینو راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې بانکونه د شنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) بېرته فعال شي؛ خو تر اوسه نه دي پرانیستل شوي.

د کابل بانک پېرودونکي قیس محمدي چې د پیسو اخیستو لپاره د دغه بانک مرکزي څانګې ته راغلی و، وویل چې کابل ته د طالبانو له راتلو وروسته، هره ورځ د یاد بانک نمایندګیو ته ورځې؛ خو د بانکونو له تړلو دروازو سره مخ کېږي.

نوموړي خپلو اقتصادي ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «د دولت یو مامور یم، د حکومت له سقوط دوه ورځې مخکې زموږ معاشونه حواله شوي وو؛ خو اوس په بانک کې بند پاتې دي، حیران یم چې څه وکړم؛ همدا نن ورځ د وچې ډوډۍ پیسې هم نه لرم.»

د کابل بانک یوه پېرودونکي په غوسه وویل چې د دندو وضعیت په رکود حالت کې دی او اوس خلک د وچې ډوډۍ د اخیستو پیسې نه لري، که بانکونه او سوداګریز فعالیتونه ژر پیل نه شي او خلکو ته دندې پیدا نه شي، ښایي له لوږې پر غلا او جرمونو لاس پورې کړي.

د فېسبوک یوې کاروونکې نجلا راحل لیکلي: «زموږ د خلکو هر څه په بانکونو کې وو. اوس بانکونه هم تړل شوي او نه شي کولای ان د لاس د مزدورۍ پیسې ترلاسه کړي. دغه در په در ملت څه وکړي؟ څه وخوري او چېرته شکایت وکړي.؟»

د کابل ځیني نور اوسېدونکي هم ورته شکایتونه لري.

ټول مرکه کوونکي د افغانستان له اسلامي امارته غواړي چې د بانکونو او کابل شهزاده سرای د پرانیستلو په برخه کې جدي اقدام وکړي څو د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي.

کارپوهان: که مالي بنسټونه فعال نه شي، راکړه ورکړه درېږي، بیې لوړیږي او اقتصادي ستونزې به دوه برابره شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او د اقتصادي چارو کارپوه سیف الله سیحون هم د بانکونو او شهزاده سرای د تړل کېدو په اړه اندېښه څرګنده کړه او ویې ویل چې د بانکونو او شهزارده سرای تړل کېدل د خلکو لپاره جدي ستونزه ده؛ ځکه د ټولو ښاریانو پیسې په بانکونو کې پاتې دي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه د دې په ویلو سره چې پیسې اقتصادي فعالیتونه په حرکت راولي، زیاته کړه چې که پیسې له حرکته ولوېږي اقتصادي فعالیتونه له رکود سره مخ او اقتصادي ناورین رامنځته کېږي.

نوموړي په اقتصاد، سوداګري او راکړه ورکړه کې د پیسو رول مهم وباله او ویې ویل چې که بانکونه فعال نه شي، راکړه ورکړه درېږي او په ادارو کې د ستونز او بیو د لوړوالي لامل کېږي.

هغه څرګنده کړه: «په اوسنیو شرایطو کې باید بانکونه او اقتصادي فعالیتونه پیل او د خلکو پیسې ورکړل شي؛ څو له اقتصادي ستونزو سره مه نه شي.»

هغه د بانکونو تړل کېدل او خلکو ته د پیسو نه ورکول د هغوی د حق ښکاره تر پښو لاندې کول وبلل او ویې ویل چې باید هڅه وشي څو ژر دغه ستونزې هوارې شي.

استاد سیحون زیاته کړه چې نړیوال بنسټونه باید رامنځته شي او د نړۍ او پیسو نړیوال صندوق سره تعامل وکړي څو نړیوال باور رامنځته شي او موجوده ستونزې حل شي.

هغه په امریکا کې د مرکزي بانک د پانګو کنګل کولو ته په اشاره وویل، هرکله چې پر یوه هېواد اقتصادي بندیزونه ولګول شي، له ناورین سره مخ کېږي.

د هغه په وینا، مخکې پر ایران هم اقتصادي بندیزونه لګول شوي وو چې ان لومړنیو توکو او کالیو ته له لاسرسي هم بې برخې  وو.

هغه دې موضوع ته هم اشاره وکړه چې افغانستان نه شي کولای له نړیوالو مرستو پرته دوام وکړي او ویې ویل چې د وضعیت د دوام په صورت کې، بېوزلي ډېریږي او په هېواد کې ناورین رامنځته کېږي.

دغه اقتصادي کارپوه د افغانستان له اسلامي امارته وغوښتل چې ژر باید ټولو ته د منلو وړ او ټولشمول دولت رامنځته کړي او له نړۍ سره تعامل وکړي؛ څو بیا اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره شي او خلک او هېواد له دغه وضعیته راووځي.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت رهبري باید هڅه وکړي چې د متخصصینو او کارپوهانو په ګومارلو سره بېرته خپل اقتصادي فعالیتونه پیل کړي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصادي پوهنځي استاد چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، هر کله چې په هېواد کې بانکي سیستم غیر فعال شي، پیسې له دوران څخه پاتې کېږي او لویې اقتصادي ستونزې رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه، د اجناسو په بازار کې پيسې دوران کوي، خو دغه دوروان فوق العاده کم شوی او د اسهامو او اسعارو بازار هم په بشپړ ډول فلج شوی، هيڅ راکړه ورکړه نه ترسره کېږي چې د دې چارې دوام به د بېکارۍ، بېوزلۍ او هېواد کې د اقتصادي ستونزو لامل شي.

نوموړي د دې په څرګندولو چې په هيڅ هېواد کې یې د بانکونو دغه ډول فلج کېدل نه دي لیدلي، وویل، هر څومره چې دوام وکړي، د خلکو د ځورېدو لامل کېږي او ښايي خلک واټونو ته راووځي او د بانکي نظام د خلاصېدو غوښتنه وکړي.

هغه روښانه کړه: ((په افغانستان کې تازه بانکدارۍ لوري ته تللی، د بانکونو خلاصېدل په کې ډېر مهم دي؛ ځکه خلکو پر بانکونو باور کړی او خپلې پیسې یې په کې اچولې، باید ژر تر ژره خلاص شي.))

سرچینې له هېواده بهیر د افغانستان شتمنۍ کنګل کېدو ته په اشاره وویل، د افغانستان بانک په داخل کې د سرو زرو زېرمې، تاریخي اثار، مهم اسناد او ډالري اسعار موجود دي، د ډالري اسعارو اخراج باید د بانکدارۍ اصولو مطابق ترسره شي.

هغه د دې په روښانولو چې له داخلي او نړیوالو پروسېجرونو له افغانستان بانکه د پیسو اخیستل له نورې نړۍ سره د مرکزي بانک پرستیژ ته زیان رسوي او ښايي موجوده نظام د افغانستان د سرچینو پر چور مشهور شي.

د اقتصادي چارو دغه پوه وویل، د دې پر ځای چې نوی حاکم حکومت جوړ شي، برعکس د پیسو نه شتون، د معاشونو نه ورکړه او د بانکونو بندېدل نوی حکومت له ستونزو سره مخ کوي.

د بانکونو مسوولین: که د کارکوونکو او بانکونو کې د شتمنیو له خوندیتوبه ډاډه شو، فعالیت پیلوو

د کابل بانک یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، ټاکل شوې وه بانکونه دوه ورځې مخکې خلاص شي، خو د کارکوونکو او بانکي شتمینو د نه خوندیتوب په اړه د شته اندېښنو له امله وځنډېدل.

هغه په دې اړه چې څه وخت به بانکونه بېرته فعالیت پیل کړي؟ وویل، د بانکونو او افغانستان د اسلامي امارت د مسوولینو تر منځ  د کارکوونکو او شتمنیو د امنیت ټینګښت او بانکونو د بیا فعالیت په خاطر خبرې روانې دي.

کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل حضرتزي وویل، د نظام له بدلون راهیسې تر اوسه کابل کې شهزاده سرای تړلی دی.

هغه زیاته کړه، د شهزاده سرای ساتونکو له طالبانو سره په تفاهم د دغه سرای د امنیت لپاره ګډ کار کوي، هیله من دی چې ژر تر ژره خپلې چارې پیل کړي څو ستونزه حل شي.

نوموړي د اوسني نظام له مشرتابه وغوښتل چې ژر تر ژره د بانکونو د شتمنیو او کارکوونکو امنیت ټینګ کړي او د رسمي خبرپاڼې له لار دې د هغو د فعالیت پیلېدو غوښتنه وکړي، څو وضعیت عادي شي.

مالیې وزارت: بانکي، مالي او ګمرکي فعالیتونه به بېرته پیل شي

مالیې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هڅه کوي ژر تر ژره موجوده محدودیتونه حل شي، بانکي، مالي او ګمرکي فعالیتونه بېرته پیل شي.

دغه وزارت د دې په روښانولو چې ډېر ژر به مرکزي بانک، خصوصي بانکونه او ګمرکونه فعالیت پیل کړي وايي، د مالیې وزارت د تخنیکي چارو کارکووونکي دې بېرته خپلو دندو ته حاضر شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق پژواک ته وویل، د مالیې وزارت، بانکونو او اړوند ادارو له مسوولین سره په ناسته کې پرېکړه وشوه چې بانکونه، د اسعارو مارکېټونه دې ژر خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي چې د خلکو ستونزې حل او عادي ژوند وکړي.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.