ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک: د ۲۰۰ ډالرو یا شل زره افغانیو ورکول د لنډې مودې لپاره دي

د افغانستان بانک: د ۲۰۰ ډالرو یا شل زره افغانیو ورکول د لنډې مودې لپاره دي

author avatar
29 Aug 2021 - 17:31
د افغانستان بانک: د ۲۰۰ ډالرو یا شل زره افغانیو ورکول د لنډې مودې لپاره دي
author avatar
29 Aug 2021 - 17:31

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۰): په یوه اوونۍ کې د بانکونو پېرودونکو ته د ۲۰۰ ډالرو او یا ۲۰زره افغانیو ورکولو په اړه د افغانستان بانک خپله پرېکړه د لنډې مودې لپاره بولي او وایي، بانکونه به ورو ورو خپل عادي فعالیتونه پیل کړي.

د افغانستان بانک عمومي سرپرست ملا عبدالقادر (محمد ادریس) دغه څرګندونې نن د بانکونو له مسوولینو سره په لیدنه کې وکړې.

د یادونې ده، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد پر ټولو ولایتونو سربېره د روان کال د زمري په ۲۴مه د کابل ولایت کنټرول هم په لاس کې واخیست، له دغه بدلون وروسته کابل ښار نظامي حالت غوره کړ او مالي بنسټونو په ګډون د ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو فعالیت درېدلی دی.

د بانکونو او اسعارو د مارکېټونو فعالیت درېدو، په ځانکړې توګه په کابل کې د ډېری خلکو شکایتونه راپورته کړل او په پای کې د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د روان کال د وږي له ۳مې به بانکونه خپل فعالیت پیلوي؛ خو تر اوسه د کابل بانک او عزیزي بانک له مرکزي څانګو پرته نورو بانکونو خپل فعالیت نه دی پیل کړی.

په دې وروستیو کې د افغانستان بانک نورو بانکونو ته یو مکتوب ولېږه او له هغوی یې غوښتي چې خپلو پېرودونکو ته په اوونۍ کې له ۲۰۰ ډالرو یا ۲۰زره افغانو ډېرې پیسې ورنه کړي.

هغه زیاته کړه: «هغه مکتوب چې د افغانستان بانک له خوا د بانکونو ټولنې ته استول شوی، لنډمهاله دی او بانکونه به په تدریجي ډول خپل عادي حالت ته راشي.»

په دې ناسته کې د بانکونو د فعالیت پیلولو، د بانکونو د امنیت او بهر ته د وتلو پر لارو چارو او شته ستونزو هم خبرې وشوې.

د افغانستان بانک عمومي سرپرست د دې په یادولو سره چې د سوداګریزو بانکونو سره به هرډول همکاري کوي، وویل چې د دغه بانک دروازې هر مهال د سوداګریزو بانکونو د مسوولینو پر مخ پرانیستې دی.

خو ځيني ښاریان د بانکونو پر تړل کېدو د نیوکې ترڅنګ وایي، له دې سره چې په بانک کې پیسې لري؛ خو ترې ګټه نه شي اخیستلای.

د یوې دولتي ادارې کارکوونکي میشل ممتاز او کابل بانک پېرودونکي وویل چې د نظام له بدلون څخه تر اوسه ۱۵ ورځې تېریږي؛ خو بانکونه تړلي او له خلکو سره هيڅ پیسې نشته.

هغه زیاته کړه: «دا مهال په کابل کې د عزیزي او نوی کابل بانکونو مرکزي دفترونه پرانیستي او هر پېرودونکي ته ۲۰۰ ډالر یا ۲۰زره افغانۍ ورکوي چې دا زما او زما د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»

نوموړي د دې يه یادولو سره چې زر ډالرو ته اړتیا لري؛ خو بانک یې نه ورکوي او اوس اندېښمن دی خپله ستونزه له کومې لارې حل کړي.

به هغه په وینا، په کور کې لس کسان دي او یوازېنی سرپرست دی دی او پیسو ته ډېره اړتیا لري؛ خو بانک د هغه د اړتیا وړ پیسې هغه ته نه شي ورکولای.

هغه څرګنده کړه چې شاوخوا دې میاشتې کېږي چې معاش یې نه دی اخیستی او هیله مند دی چې ژر یې معاش ورکړل شي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.