ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله پنځه برابره رالوېدلې

تېره اوونۍ د نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله پنځه برابره رالوېدلې

author avatar
4 Sep 2021 - 17:17
تېره اوونۍ د نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله پنځه برابره رالوېدلې
author avatar
4 Sep 2021 - 17:17

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په افغانستان ۳۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او له دې ډلې ۱۳ تنه د امریکا په هوایي بریدونو کې وژل شوي او پاتې نورو ته د “خوښۍ په هوایي ډزو” کې مرګ ژوبله اوښتې.

د اوونۍ مهمې پېښې:

  • له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله ووته.
  • طالبان: د امریکایي ځواکونو په وتلو سره افغانستان ازاد او خپلواک شو.
  • بایډن: د ترهګرۍ خلاف مبارزې ته په بل ډول دوام ورکوو او د داعش پر وړاندې مبارزه مو دوام لري.
  • امریکا او بریتانیا: د طالبانو له خوا د جوړېدونکي حکومت په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لرو.
  • قطر: د طالبانو منزوي کول به په افغانستان کې د ناورین رامنځته کېدو لامل شي.
  • آلمان: له طالبانو سره له خبرو کولو پرته بله لار نه شته.
  • خلک: طالبان دې ژر ټولګډونه حکومت اعلان کړي.
  • طالبان: ډېر ژر به ټولګډونه حکومت اعلان کړو.
  • ښځینه مدني فعالانې: په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مو دې حقونه خوندي شی
  • تېره اوونۍ په هوایي بریدونو او د «خوښۍ په ډزو» کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي.  

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې تېره اوونۍ په کابل او ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي، خو امریکایي چارواکو ویلي چې دغه بریدونه یې پر داعش ډلې کړي دي.

تېره (د وږي ۱۳مه شپه) د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هوایي دزې وشوې. ځینې وایي دغه ډزې وروسته له هغه وشوې چې د طالبانو له خوا د پنجشېر د نیول کېدو ناسمه اوازه خپره شوه. د راپورونو له مخې په دغو هوایي ډزو کې کابل کې دوه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي او په ننګرهار کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي. طالب چارواکو له خپلو کسانو په کلکه غوښتي چې په راتلونکې کې هوایي ډزې ونه کړي او د بریا په صورت کې د ډزو پر ځای د الله شکرانه ادا کړي.

وړمه اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې د دوو چاودنو له امله ۵۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپيان وو. دغه وژل شوي او ټپیان له هغو زرګونو افغانانو وو چې د کابل هوایي ډګر په شاوخوا کې بهر ته د تګ په موخه راټول شوي وو.

پنجشېر یوازینی ولایت دی چې تر اوسه طالبانو نه دی نیولی.

طالبانو تېره اوونۍ پر دغه ولایت بریدونه پیل کړي او په دغو بریدونو کې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه هم خپاره شوي، خو پژواک یې ځکه نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غبرګونونه

د امریکايي پوځیانو وروستۍ ډله د وږي په لسمه شپه د کابل د هوایي ډګر له لارې له افغانستانه ووته او په دې سره امریکا د خپل تاریخ تر ټول اوږده جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړه او طالبانو وویل: “په دې توګه افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک شو “.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې افغانستان او نورو هېوادونو کې د «ترهګرۍ خلاف مبارزې» ته به په بل ډول دوام ورکړي. هغه داعش ته خبرداری ورکړ، ویې ویل چې د امریکا مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې او کابل کې به د داعش د هغه وروستي برید غچ واخلي چې ۱۳ امریکایان په کې ووژل شول.  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل:«افغانان او امریکایان به هر یو خپله لار واخلي، خو څنګ تر څنګ». د ده په وینا، د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به افغانان «د پرېکړې فرصت» ولري او د هېواد راتلونکی به یې په خپلو لاسونو کې وي.‌

د حکومت جوړېدل

پر کابل د طالبانو له واکمنۍ ۱۹ ورځې تېریږي، خو تر اوسه یې حکومت نه دی اعلان کړی.

د سیاسي چارو شنونکي وایي چې که ټولګډونه، عدالت محوره او د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ حکومت جوړ نه شي، افغانستان کې به بېوزلي او کډوالي لا پسې زیاته شي.

خو طالبانو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه یې له یو شمېر سیاستوالو؛ لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د تېر حکومت د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله او د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار او نورو سره مشورې کړي او ډېر ژر به داسې «ټولګډونه» حکومت اعلان کړي چې د هېواد ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وګوري.

د جوړېدونکي حکومت په رسميت پېژندل

سپينې ماڼۍ تېره اوونۍ په داسې حال کې چې له طالبانو یې د خپلو مسوولیتونو او مکلفیتونو د پر ځای کولو تمه کړې، ویلي  یې دي چې امریکا او متحدین یې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري. امریکا – چې وایي له قطره افغانستان کې د خپل سفارت کارونه پر مخ وړي- دا هم وایي چې د افغانستان لپاره «بل پلان» لري او له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو، ازادو او غيردولتي ادارو له لارو بشري مرستې دوام ولري.

سپینه ماڼۍ: امریکا او متحدین یې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د نوي جوړېدونکي حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه ورته څرګندونې کړي، زیاته کړې یې ده چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته اړتیا ده، تر څو د هغو ژمنو په اړه تضمین ورکړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي. بریتانیا د ژمنو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د بریتانیا یوه پلاوي له یو طالب چارواکي سره قطر کې لیدنه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوه برابره زیاتې کړې او په راتلونکې کې هم له «اسلامي امارت» سره په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا تېره اوونۍ خبرداری ورکړی چې د طالبانو منزوي کول به په افغانستان کې د یوه بل ناورین د رامنځته کېدو لامل شي او مشارکت کولای شي په افغانستان کې مثبتې پایلې ولري.

د المان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره له خبرو کولو پرته بله لار نه شته او د مسایلو د حل لپاره باید عملی ګامونه پورته شي، ځکه چې افغانستان کې بې ثباتي د زغملو نه ده او د ترهګرۍ په ګټه ده.

په قطر کې د ترکیې سفیر دوکتور مصطفی  له افغانانو سره د ترکیې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی، هیله یې څرګنده کړې چې افغانستان کې پياوړی او د افغان ولس د خوښې نظام رامنځته شي.

ملګرو ملتونو بیا مخکې ویلي و چې د سولې د ټینګښت او د خلکو د حقونو د تحقق لپاره له افغانانو سره پاتې کیږي. دغه راز چین ویلي  نړیواله ټولنه دې پر افغانستان د فشار راوستو پر ځای له دغه هېواد سره اړینې مرستې وکړي او روسیې ویلي چې دا مهال طالبان د افغانستان مسوولین دي او افغانستان کې د طالبانو لپاره بدیل نه شته.

د نوي حکومت په تړاو غوښتنې

د هوکړې او پراختيا جبهې مسوولینو یوه غونډه کې وویل چې په هېواد کې د سياسي تشې ډکولو په موخه دې طالبان هر څو ژر يو ټولشموله حکومت اعلان کړي.

د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار یوې غونډې ته په وینا کې وویل، له داسې يوه حکومت چې اسلامي، د خلکو خدمتګار، ژمن، له قومي تعصبونو پاک وي او په پرديو پورې تړاو ونه لري، ملاتړ کوي، که څه هم د حزب اړوند کسان په کې نه وي شامل.

یو شمېر ښځې کابل کې سړکونو ته راوتلې وې او پر نړيوالې ټولنې او طالبانو یې غږ وکړ چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې دې د دوی حقونه خوندي شی او د تېرو دوو لسیزو لاسته‌ راوړنې دې یې هم پر خپل ځای وي.

Visits: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.