ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې له لاس پلورونکو د ورځې شل میلیونه افغانیو رشوت اخیستو مخه نیول شوې ده

په کابل کې له لاس پلورونکو د ورځې شل میلیونه افغانیو رشوت اخیستو مخه نیول شوې ده

author avatar
5 Sep 2021 - 11:23
په کابل کې له لاس پلورونکو د ورځې شل میلیونه افغانیو رشوت اخیستو مخه نیول شوې ده
author avatar
5 Sep 2021 - 11:23

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښیي چې مخکې به پولیسو او د ښاروالۍ کارکوونکو په کابل ښار کې د سړک غاړې له پلورونکو هره ورځ په ټولیز ډول شل میلیونه افغانۍ رشوت اخیست، خو اوس یې مخه نیول شوې ده.

طالبانو د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو. پژواک خبري اژانس په همدغه ورځ راپور خپور کړ چې کابل ښار کې د سړک غاړې له هر پلورونکي هره ورځ لږ تر لږه شل افغانۍ پولیس او شل افغانۍ هم د ښاروالۍ کارکوونکي په ناقانونه ډول اخلي.

په راپور کې د مسوولو چارواکو له خولې راغلي و چې کابل ښار کې شاوخوا ۵۰۰ زره د سړک غاړې پلورونکي فعالیت کوي.

پژواک خبري اژانس د ښار په بېلابېلو سیمو کې داسې د سړک غاړې پلورونکی نه و موندلی چې ویلي یې وای، پولیسو او د ښاروالۍ کارکوونکو ته رشوت نه ورکوي. هغوی ویلي و، اړ دي چې دا پیسې ورکړي؛ ځکه چې که دا کار ونه کړي، پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکي یې د کار مخه نیسي.

پژواک په راپور کې شاملو یادو شمېرو ته په پام اټکل کړی و چې کابل ښار کې د سړک غاړې له پلورونکو څخه په ټولیز ډول هره ورځ شاوخوا شل میلیونه افغانۍ په ناقانونه ډول اخیستل کیږي.

د دغه راپور تر خپرېدو شل ورځې وروسته (د وږي په ۱۱مه) پژواک یو وار بیا د کابل ښار د میرویس میدان، پل باغ عمومي، تیمورشاهي، ده افغانان او پامیر سینما سیمو کې د سړک غاړې له لسګونو پلورونکو سره مرکې وکړې او ترې ویې وپوښتل چې ایا پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته هم له دوی څوک پیسې اخلي او که نه؟ خو هغوی ټولو ویل چې اوس د دغې ستونزې مخه نیول شوې ده.

مصطفی چې د میرویس میدان له پله سره میوه پلوري وايي، د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته هیچا ترې پیسې نه دي غوښتي.

ده وویل، خو له دې مخکې به پولیسو، د ښاروالۍ کارکوونکو د سړک غاړې له هر پلورونکي په ټولیز ډول تر سلو افغانیو اخیستې.

دغه راز علي رضا چې په یاده سیمه کې په خپله کراچۍ کې د پیسو په بدل کې د خلکو توکي لیږدوي، وویل:”د خدای فضل دی، بیخي ارام یو، هیڅوک مې نه دي لیدلي چې راغلي وي، په یوه او بل نوم یې له له موږ پیسې اخیستې وي.”

دی وايي، پخوا به په هره سیمه کې د سړک غاړې پلورونکو سرګروپانو له پلورونکو هره اوونۍ پیسې ټولولې او بیا به یې پولیسو او د ښاروالۍ کارکوونکو ته ورکولې.

دغه راز د کابل ښار د سینما پامیر سیمې د سړک غاړې بل پلورونکي محمد صفا وویل چې پخوا د سړک غاړې پلورونکو استازو هره ورځ له دغو پلورونکو ۵۰- ۵۰ افغانۍ ټولولې او بیا به یې پولیسو او د ښاروالۍ کارکوونکو ته ورکولې تر څو پلورونکو ته په سیمه کې د کار اجازه ورکړي.

دی وايي:”اسلامي امارت چې راغلی، تر اوسه موږ ته څوک نه دي راغلي چې له موږ د پیسو غوښتنه وکړي، له دې خوښ یو چې زموږ له وطنه غلا ورکه شوه… هیڅوک پر چا کار نه لري، هرڅوک خپل کار کوي.”

د کابل ښار د ده افغانانو سیمې د سړک غاړې پلورنکي عبدالشکور وویل چې اوس څوک له چا پیسې نه اخلي، خو بېکارۍ وضیعت خراب کړی او د سړک غاړې د پلورونکو کاروبار هم خراب شوی دی.

دی وايي، طالبان ورغلي او د سړک غاړې پلورونکو ته یې ویلي چې هیچا ته په ناقانونه ډول پیسې ور نه کړي.

د کابل ښار د تیمورشاهي سیمې د سړک غاړې بل پلورنکي سهراب وویل، اوس څوک پیسې نه ترې اخلي او ډاډمن شوي، خو هیله لري چې په راتلونکې کې هم له دوی سره د طالبانو چلند همداسې پاتې شي او خپلې مزدورۍ ته یې په کرار پرېږدي.

د کابل ښار د پل باغ عمومي سیمې د سړک غاړې پلورونکی محمد رضا وايي:”اوس ډېر بدلون راغلی، مخکې چې کوم دولت و، له  موږ یې پیسې اخیستې، له ښاروالۍ هم خلک راتلل او له دوکاندرانو یې پیسې اخیستې، خو اوس بېغمه شوی یو.”

پژواک د کابل ښار د سړک غاړې له یو شمېر نورو پلورونکو سره هم خبرې کړې او ټولو په خوښۍ سره ویلي چې له شلو ورځو راهیسې چا ترې پیسې نه دي غوښتي.

د کابل نوي سرپرست ښاروال حمدالله نعماني د روانې وږي میاشتې په اتمه له پژواک سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، ښار کې د سړک غاړې پلورنکو ته د توکو پلورنې لپاره ځانګړی ځای چې – ترافیکي خنډونه ونه لري- په پام کې نیول کېږي.

ده ویلي و چې د سړک غاړې پلورونکي دې هیچا ته پیسې نه ورکوي او که څوک یې تر غواړي نو هغه «غل» دی.

دغه راز هغه زیاته کړې:”سم له واره هغو کارونو ته پام نه کوو چې یو جنجال ورسره راپورته کېږي، لاس پلورونکو ته به داسې یو تنظیم ولرو چې هغوی ته به خپله روزمزدوري پیدا شي.”

Visits: 512

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.