ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان یوې الوتکې خوست ته مرستې وړې دي

د پاکستان یوې الوتکې خوست ته مرستې وړې دي

author avatar
11 Sep 2021 - 14:42
د پاکستان یوې الوتکې خوست ته مرستې وړې دي
author avatar
11 Sep 2021 - 14:42

خوست ښار (پژواک، ٢٠ وږى ١٤٠٠): د پاکستان يوه پوځي الوتکه چې خوراکي توکي په کې بار وو، خوست ولايت ته ورسېده.

د خوست مرستيال والي محمدالدين شاه مُحبِت پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې نظامي الوتکه کې د یو اندازه درملو په ګډون ۱۲ ټنه بېلابېل ډوله خوراکي توکي شامل دي.

هغه وويل چې دا مرسته به په شفاف ډول د دغه ولايت پر اړمنو کورنيو ووېشل شي.

د هغه په وينا، تېره ورځ هم له متحده عربي اماراتو له خوراکي توکو بار يوې الوتکې هم د خوست هوايي ډګر ناسته کړې وه.

د يادونې ده، له دې مخکې د پاکستان د مرستو يوه- يوه الوتکه کابل او کندهار ولايتونو هم رسېدلې دي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.