ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې بنګله دېش ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

افغانستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې بنګله دېش ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

author avatar
25 Sep 2021 - 21:47
افغانستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې بنګله دېش ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه
author avatar
25 Sep 2021 - 21:47

کابل(پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): د افغانستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبډلې بنګله دېش لوبډلې ته په څلور ورځنۍ لوبه کې د څلورو وېکټو په توپير سره ماتې ورکړه.

دغو لوبډلو له دې مخکې پنځه د يو ورځنيو لوبو سيريز ترسره کړ چې د بنګله دېش لوبډلې دغه سيريز ۳/۲ وګاټه، خو په يواځنۍ څلور ورځنۍ سيالۍ کې بيا افغانستان بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

په څلور ورځنۍ سيالۍ کې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

په ورته مهال د بنګله دېش لوبډلې په ځواب کې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې جوړې کړې.

په دويم پړاو کې بنګله دېش ۲۲۸ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې یاد هدف د درې وېکټو په توپير بشپړ کړ او بريا يې ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې له لوري بلال سعيدي په لومړۍ پړاو کې سليزه ووهله او ۱۱۴ منډې يې جوړې کړې او دويم پړاو کې يې نيمه سليزه ووهله.

دغه راز بلال سميع او اظهار الحق په دغې سيالۍ کې ۸-۸ وېکټې واخيستې.

عصمت خاورين
ایډيټ: جاوېد همیم کاکړ
بشارت

Visits: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.