ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخکني حکومت له ځینو کسانو ترلاسه شوې پیسې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې

د مخکني حکومت له ځینو کسانو ترلاسه شوې پیسې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې

author avatar
10 Oct 2021 - 17:02
د مخکني حکومت له ځینو کسانو ترلاسه شوې پیسې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې
author avatar
10 Oct 2021 - 17:02

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۰): د افغانستان بانک وایي، د مخکني حکومت له ځینو اشخاصو څخه تر لاسه شوې نغدې پیسې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې.

د افغانستان بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پيسې د مسوولینو له لوري په پنجشېر، خوست، کابل او لوګر ولایتونو کې نیول شوې وې او د دې بانک په خزانه کې ساتل کېدې چې اوس د مالیې وزارت ځانګړي حساب (۳۰۰۰۲۰۸۲۰۳۰۴۱) ته ولېږدول شوې.

سرچينه زياتوي: «هغه مهال چې دا پیسې د افغانستان بانک ته سپارل کېدې، د افغانستان بانک مسوولینو یادونه کړې وه چې د ا.ا.ا کسان امانتداره او ژمن خلک دي او پر همدې بنسټ ټولې نیول شوې نغدې پیسې چې په خوندي ډول د افغانستان بانک خزانې ته سپارل شوې وې، د مالیې وزارت حساب ته ولېږدول شوې.»

سرچينه کاږي، په دغو پيسو کې ۸۶،۱۶۴،۳۵۰ افغانۍ، ۱۵،۹۹۵،۳۷۷ امریکایي ډالر، ۷،۴۵۰ یورو، ۳۰،۳۵۰ هندۍ کلدارې او  ۳۰۰ د عربو د متحده اماراتو درهم هم شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، پر دغو پیسو سربېره یوه اندازه سره زر چې له یادو پیسو سره یو ځای نیول شوي وو، د افغانستان بانک په خزانه کې د امانت په ډول ساتل کېږي.

تردې مخکې سرچينو پژواک ته ويلي و چې په یادو پیسو کې څه باندې ۶.۴ میلیونه امریکایي ډالر او ۱۸ خښتې سره زره د مخکني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له کوره ترلاسه شوي دي.

Visits: 1463

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.