ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سويلي افريقا افغانستان ته په تمريناتي لوبه کې ماتې ورکړه

سويلي افريقا افغانستان ته په تمريناتي لوبه کې ماتې ورکړه

author avatar
18 Oct 2021 - 19:52
سويلي افريقا افغانستان ته په تمريناتي لوبه کې ماتې ورکړه
author avatar
18 Oct 2021 - 19:52

کابل (پژواک ۲۶ تله ۱۴۰۰): سويلي افريقا د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام په تمريناتي لوبه کې افغانستان ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن د (د تلې ۲۶مه) د افغانستان په وخت ۲:۳۰ بجې په ابوظبۍ کې تر سره شوه.

د راپورونو له مخې د لوبې په لومړي پړاو کې سويلي افريقا افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن درې, محمد نبي او نوین الحق يو يو لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دويم پړاو کې افغانستان د شلو اورونو او ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۴ منډې جوړې کړې او په ۴۱ منډو يې افريقا ته خپله لوبه وبايلله.

په افغان لوبډله کې ۳۳ تر ټولو ډېرې منډې محمد نبي جوړې کړې.

دغه راز افغانستان به راتلونکې لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له ويسټنډيز سره ترسره کړي.

د يادونې وړ ده چې د نړیوال جام شل اوريزې لوبې تېره ورځ په متحدو عربو اماراتو او عمان کې پیل شوې دي.

Visits: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.