کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): د وزیرانو شورا د کابل ښار د جادې نادر پښتون د مارکېټونو او هټيو د بيارغونې په اړه یو کمېسیون وټاکه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ په ارګ کې د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ وزیرانو شورا کې د کابل ښار د جادې نادر پښتون د مارکېټونو او دوکانونو بیارغونې لپاره یو کمېسیون وټاکه.
دی وايي، یاد کمېسیون به په لنډ وخت کې د تعمير د چارو د پيل په هکله اصولي لارو چارو باندې بحث وکړي او د اجراء د احکامو لپاره يې رياسة الوزراء ته وړاندې کړي.
د هغه په وینا، د رياسة الوزراء مرستيال مولوي عبد السلام حنفي یادې غونډې ته د ترسره شويو اقتصادي فعاليتونو راپور او د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي د بهرنيو سفرونو او له بهرنيو استازو سره د ليدنو کتنو اړونده مهمو مسائلو په اړه معلومات ورکړل.
دغه راز مجاهد زیاته کړې، د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ته حکم وشو چې د پوهنتونونو چارو د معياري کولو په اړه جدي اقدامات وکړي او د شخصي پوهنتونونو مسئولين مکلف کړي، ترڅو د اصولي پړاوونو او قانوني جواز تر لاسه کولو وروسته اړونده پوهنځيو ته محصلین جذب او د تعليمي چارو په هکله يې لاس په کار شي.
سرچینې لیکلي، د وزیرانو په یاده غونډه کې د مؤسساتو چارو د کنټرول او تنظيم په موخه اړونده کمېسيونونو ته دنده وسپارل شوه چې د چارو بهير څرنګوالی يې ارزيابي کړي، چې فعاليتونه يې بايد د “اسلامي امارت” د پاليسۍ له مخې له هره اړخه د هېواد له ګټو سره سم عیار شوي وي.
Visits: 802
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن