ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېر حکومت پر مهال هر کال د مزار ښاروالۍ د ۷۲۸ غرفو، ۱۹ ميليونه عوايد شخصي جېبونو ته تللي

د تېر حکومت پر مهال هر کال د مزار ښاروالۍ د ۷۲۸ غرفو، ۱۹ ميليونه عوايد شخصي جېبونو ته تللي

مزارشريف (پژواک، ۸ ليندۍ ۱۴۰۰): د پژواک خبري اژانس موندني ښيي چې د تېر حکومت پر مهال هر کال په مزارشريف کې د ښاروالۍ اړوند ۷۲۸ غرفو عوايد چې څه باندې ۱۹ ميليونه افغانۍ کېږي، د دولت د خزانې پر ځای شخصي جېبونو ته تللي دي.

د پژواک د موندنو پر اساس،له ۱۳۹۴ لمريز څخه بيا د ۱۴۰۰ لمريز کال تر لومړيو پنځو مياشتو پورې د يادو غرفو عوايد د اشخاصو جيبونو ته تللي دي.

په دغو موندنو کې ښکاري چې له هرې غرفې څخه په اوسط ډول د مياشتې ۲۲۰۰ افغانۍ ټولېدلې چې ټولټال د يوه کال عايد يې (۱۹۲۱۹۲۰۰) افغانۍ کېدلې.

پژواک په دغه تحقيق کې همدا راز موندلې چې يادې غرفې سره له دې چې د ښاروالۍ ملکيت وې؛ خو د افرادو تر منځ د پيسو په بدل کې لاس په لاس شوي او په هره يوه غرفه له پنځوس زره افغانيو نيولې بيا تر پنځه سوه زره افغانيو پورې هم پلورل شوې او له دې لارې تر لاسه شوې پيسې هم د اشخاصو جيبونو ته تللې دي.

دغه ۷۲۸ غرفې د سيمسارۍ، د ماشومانو د جامو پلورلو او بزازۍ لپاره د ښار په مهمو برخو کې ايښودل شوې دي.

د مزار شريف ښاروال دغه مسله تاييدوي

د مزارشريف ښاروال مولوي قدرت الله طارق له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د فساد ياده موضوع تاييد کړه او زياته يې کړه چې اوس مهال يې د عوايدو د حيف او ميل کېدو مخه نيولې ده.

هغه وويل چې د ښاروالۍ د اسنادو د بررسي پر مهال دوی ته په ډاګه شوې، چې د تېر حکومت پر مهال د ۷۲۸ غرفو عوايد د افرادو او اشخاصو جيبونو ته تللي دي.

د مزارشريف ښاروال تاييد کړه چې له هرې غرفې څخه ۲۲۰۰ افغانۍ اخيستل کېدې او د دې تر څنګ يادې غرفې د افرادو تر منځ د پيسو په بدل کې لاس په لاس شوې وې.

د مزارښاروال زياته کړه: ((په تېر حکومت کې د ښاروالۍ ډېر عوايد حيف او ميل کېدل، د بېلګې په ډول په ښار کې د ۷۲۸ غرفو عوايد شخصي جېبونو ته تللي، له هرې غرفې څخه ۲۲۰۰ افغانۍ اخيستل کېدې، همدا راز دا غرفې د افرادو تر منځ د پيسو په بدل کې لاس په لاس شوې وې، ان تر دې چې يوه غرفه په پنځه لکه افغانۍ هم پلورل شوې وه، پر عوايدو سربېره دغه د پلور پيسې هم د ښاروالۍ پر ځای د افرادو جيبونو ته تللې دي.))

د مزارشريف ښاروال په خپلو خبرو کې وويل چې د تېر حکومت په سقوط کېدو او د اسلامي امارت په راتلو سره په مزار ښاروالۍ کې د فساد مخه نيول شوې ده.

هغه وويل چې مزارښاروالۍ دمګړۍ له هغو کسانو سره چې غرفې ورسره دي، پر يوې داسې ګډې طرحې کار کوي چې له مخې يې د يادو خلکو اقتصاد ته په کتو په غرفو باندې مياشتني عوايد وضع شي او بيا دغه عوايد د ښاروالۍ خزانې ته لاړ شي.

مولوي قدرت الله طارق زياتوي چې د فساد په مخنيوي سره د ښاروالۍ په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

د هغه په وينا، د مزارښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې له خلکو سره په مشوره او د خبرو له لارې هغه ستونزې حل کړي چې د عوايدو پر وړاندې رامنځته کېږي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د نوي حکومت له منځته راتلو سره سم نور هیڅوک نه شي کولای چې د مزارښاروالۍ عوايد حيف او ميل کړي او يا هم ښاروالۍ پورې اړوند ملکيتونه او غرفې په خپل سر وپلوري او يا يې هم په کرايه ورکړي.

خلک: غرفې اشخاصو پر موږ پلورلې وې

محمد حسن د مزارشريف اوسېدونکی دی چې نږدې يو نيم کال وړاندې يې په مزارشريف ښار کې د موبايل او برقي وسايلو د پلورلو غرفه درلوده.

هغه وايي، سره له دې چې دغه غرفه پر ده باندې د يوه شخص له خوا پلورل شوې وه؛ خو د شپږو مياشتو په تېرېدو بېرته ور څخه واخيستل شوه.

نوموړی زياتوي، که څه هم دغه غرفه کوچنۍ وه؛ خو بيا هم هره مياشت له ده څخه تر ۲۵۰۰ افغانيو پورې ماليه اخيستل کېده.

دغه پخوانی غرفه لرونکی وايي چې ځانګړي افراد به د مياشتې په پای کې راتلل او ماليه به يې ورڅخه ټولوله.

هغه وويل: ((د هرې مياشتې په ۲۸ يا ۲۹ تاريخ به راتلل او پيسې به يې رانه اخيستلې، د پيسو د ورکړې په بدل کې يې موږ ته کومه پارچه نه راکوله، بلکې يوه کتابچه ورسره وه او په هغه کې به يې زموږ د نوم ترڅنګ وليکل چې رسيد.))

د حسن په وينا، د دې تر څنګ بيا هره ورځ شل افغانۍ د کلانترۍ د پيسو په نوم هم له غرفه لرونکو څخه ټولېدلې.

د مزارشريف اوسېدونکی ضياالحق چې په مزارښار کې غرفه لري وايي چې له درې مياشتو راهيسې د هغو پيسو له ورکولو بېغمه شوی چې اشخاصو به ورڅخه ټولولې.

نوموړی وايي چې اوس د مياشتې په پای کې له ښاروالۍ څخه موظف کس ورځي او مشخص شوې پيسې ورنه اخلي او په بدل کې يې د ښاروالۍ رسمي پارچه ورکوي.

د هغه په خبره، اوس مهال د هغو پيسو له ورکولو هم خلاص شوی چې پخوا به يې هره ورځ يا هره اوونۍ افرادو ته د کلانترۍ يا نورو نومونو باندې ورکولې.

د مزارشريف دغه اوسېدونکی غوښتنه کوي چې ښاروالي بايد نور هم هڅه وکړي څو د عوايدو راټولولو پروسه شفافه او رڼه کړي.

مدني فعالان: په عوايدو کې فساد د تېر حکومت يوه جدي ستونزه وه

مزارشريف کې د ټولنيزو چارو فعال ډاکټر غلام رسول مظهري وايي چې فساد او د عوايدو حيف او ميل کېدل د تېر حکومت يوه مهمه او جدي ستونزه وه.

د هغه په وينا، که مزار ښاروالي هڅه وکړي نو په ښار کې د فساد او ملي عوايدو د حيف او ميل کېدو نورې سوړې هم موندلی شي.

د ده په وينا، په پخواني حکومت کې به سيمه ييزو زرواکو له دولتي موقف او زور څخه په استفادې د ناچيزه پيسو په بدل کې له داوطلبۍ پرته د ښاروالۍ جايدادونه کرايه کړل او بيا به يې لس چنده په زياتو پيسو عامو خلکو ته د پيسو په بدل کې ورکول.

نوموړی زياتوي، که مزارښاروالي وکولی شي د فساد کچه صفر کړي او ملي عوايد پر وخت او شفاف ډول راټول کړي؛ نو د ښاروالۍ په کلينو عوايدو کې به په بيساري ډول زياتوالی راشي.

هغه همدا راز غوښتنه کوي چې له خلکو څخه راټوله شوې ماليه او عوايد بايد بېرته د ښار په تنظيم او خلکو ته د سهولتونو پر ايجاد ولګول شي.

هڅه وکړه چې په دې اړه د پخواني حکومت د ښاروالۍ او يا هم نورو اړوندو مسوولينو نظر ترلاسه کړي، خو ځينې له هېواده بهر دي او ځينې چې په هېواد کې دننه دي ځواب ويلو ته چمتو نه شول.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 366

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.