ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوي

په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوي

author avatar
16 Dec 2021 - 14:56
په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوي
author avatar
16 Dec 2021 - 14:56

کندوز ښار (پژواک، ٢٥ ليندۍ ١٤٠٠): روغتيايي مسوولين وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګوزڼ (پوليو) درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د کندوز د عامې روغتيا رييس قاري انور بشير د ليندۍ په ٢٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګوزڼ درې پېښې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه دا هم وويل چې د پوليو واکسين د کمپاين پرمهال په دغه ولايت کې له درې سوه زرو ډېرو ماشومانو ته واکسين تطبيق شوى دى.

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې د واکسين په تطبيق کې له روغتيايي کارکوونکو سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د کندوز د حوزوي روغتون د کتلوي معافيت آمر غلام جيلاني عطايي پژواک ته وويل چې دا ځل په ډېرو سيمو کې ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي واکسين ترسره شوى چې د تېر ځل په پرتله ٥٥ سلنه زياتوالى ښيي.

ده وايي: ((اوس هم په ډېرو سيمو کې کور په کور د واکسين د تطبيق لړۍ روانه ده، خو څو مياشتې مخکې د جګړو له امله موږ ونه شول کولاى چې د امام صاحب ولسوالۍ ټولو سيمو ته واکسين ورسوو، نو همدا وه چې درې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.))

د يادونې ده چې د تېرو کلونو په جريان کې د پخواني حکومت د سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړو له امله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ماشومان د ګوزڼ واکسين له تطبيق څخه پاتې کېدل.

Visits: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.