ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د سي ټي سکن یو ماشین د بازار له بیې څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ لوړ پېرل شوی

هرات کې د سي ټي سکن یو ماشین د بازار له بیې څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ لوړ پېرل شوی

author avatar
18 Dec 2021 - 16:27
هرات کې د سي ټي سکن یو ماشین د بازار له بیې څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ لوړ پېرل شوی
author avatar
18 Dec 2021 - 16:27

هرات ښار (پژواک، ٢٧ لېندۍ ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې په هرات کې د کرونا ناروغۍ د لومړۍ څپې پر مهال د سي ټي سکن یو ماشین په ۳۰،۸ میلیونه افغانۍ چې د بازار له نرخه ۱۹،۳ میلیونه افغانۍ لوړ دی، پېرل شوی دی.

په هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره مخکني حکومت له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ۴۰۰ میلیون افغانۍ دغه ولایت ته ځانګړې کړې وې، چې له دې جملې ۲۳۶ میلیونه افغانۍ لګول شوې او ۱۶۴ میلیونه نورې بېرته مالیې وزارت ته سپارل شوې دي.

هغه سند چې پژواک ترلاسه کړی، ښيي چې د کرونا بودجه تر ډېره د هرات ولایت مقام، عامې روغتیا او اطلاعات او فرهنګ ریاستونو لګولې ده.

په تېر حکومت کې د پلټنې ادارې ویلي وو چې په هرات کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی او په تور یې ۲۱ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د پلټڼې ادارې ویلي چې یاد کسان د بازار له نرخه په لوړ قيمت د توکو د پېر، د نااړینو توکو د پېر او په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته توکو په بیو کې د توپیر په تور نیول شوي دي.

د هغو اسنادو له مخې چې پژواک ترلاسه کړي، د هرات ولایت کرونا روغتون ته په ٣-٢-١٣٩٩ نېټه د ۳۲ سلایس جرمنی «سي ټي سکن» ماشین د زیمنس له کمپنۍ په ۳۰ میلیون او ۸۰۰زره افغانۍ اخیستل شوی دی.

خو هغه اسناد چې پژواک د مخکني حکومت د پلټنې له ادارې ترلاسه کړي، ښيي چې د دغه ماشین بیه په بازار کې ۱۱،۵ میلیون افغانۍ ده او شاوخوا ۱۹،۳ میلیونه افغانۍ له بازاره په لوړه بیه پېرل شوی دی.

د لویې څارنوالۍ مخکني ویاند جمشېد رسولي د تېر کال د لړم په څلورمه په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې یادې ادارې په هرات کې د کرونا بودجې د لګښت برخه کې پر اداري فساد د شکمنو کسان قضیې بشپړې کړې او ۲۱ کسان په دې برخه کې تورن پېژندل شوي دي.

دغه سي ټي سکن ماشین د هرات د عامې روغتیا ریاست د مخکني رییس عبدالحکیم تمنا په لاسلیک پېرل شوی، خو وايي، د پلټنې ادارې څېړنې معیاري نه دي او هرات ولایت ته د څېړنو لپاره باید د حقیقت موندنې یو پلاوی ورشي.

تمنا وویل: ((له دې امله چې د تفتیش ادارې کسان پر طبي تخصصي مسایلو نه پوهېدل او په غیر فني شکل یې سي ټي سکن ماشین اروزلی دی. نه مو غوښتل د کرونا بحران پر مهال د روغتیايي ټېم عزت ته زیان ورسېږي او حقونه یې تر پښو لاندې شي. هغه مهال زموږ غوښتنه دا وه چې د حقیقت موندې تخصصي ډله او هغه کسان چې پر طبي تجهیزاتو او بیو یې پوهېږي، دغه ارزونه ترسره کړي او دغه تور بېرته لرې شي.))

په ورته وخت کې د هرات ولایتي شورا او دغه راز د کرونا بودجې له لګښته د نظارت کمېټې غړی حبیب الرحمن هاشمي چې په یاده بودجه کې پر اختلاس تورن دی، د تفتیش ادارې پر څېړنو نیوکه کوي.

هغه پژواک ته وویل: «زه د هرات اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم چې ټول هغه توکي چې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره اخیستل شوي، د پېرلو پروسه یې شفافه وه.»

پژواک ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د هرات د عامې روغتیا ریاست د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې له ۲۵مې د ۱۳۹۹ کال د لېندۍ تر ۱۹مې پورې ۱۵۶ میلیونه ۳۹۵زره او ۲۵ افغانۍ سیمه ییزې ادارې د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې له ۵مې بیا د ۱۳۹۹ کال د لېندۍ تر ۱۸مې پورې ۳۳ میلیونه ۵۹۴زره او ۸۹۹ افغانۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ۲۰ میلیونه ۲۰۵زره او ۷۲۷ افغانۍ په هرات کې له کرونا سره د مبارزې لپاره لګولې دي.

خو د هرات ځيني اوسېدونکي او فعالان وایي چې د کرونا ویروس لپاره ځانګړې شوې بودجه په سمه او اغېزناک ډول نه ده لګول شوې.

د هرات یوې مدني فعالې امنې کاکړ د یاد ولایت مخکنۍ سیمه ییزه اداره د کرونا بودجې پر لګښت د نظارت په برخه کې پر ناتوانۍ تورنه کړه.

هغې د بېلګې په توګه وویل: «ډېرې پیسې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د پاڼو پر چاپ لګول شوې خو هغه مهال دغو پاڼو د عامه پوهاوي په لوړېدو کې هيڅ ګټه ونه کړه، د هرات ډېر خلک د کرونا ناروغۍ په اړه نه پوهېدل او دا د دې لامل شو چې ناروغي ډېره شي.»

د یادونې ده، د هېواد په کچه د کرونا ویروس لومړۍ مثبت پېښه په هرات کې ثبت شوه او دغه ولایت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو ډېر د پام وړ و.

Visits: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.