ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: په بغلان کې زورواکي او دولتي ادارې د برېښنا رياست ٥٤٢ ميليونه افغانۍ پوروړي دي

څېړنه: په بغلان کې زورواکي او دولتي ادارې د برېښنا رياست ٥٤٢ ميليونه افغانۍ پوروړي دي

author avatar
18 Dec 2021 - 14:25
څېړنه: په بغلان کې زورواکي او دولتي ادارې د برېښنا رياست ٥٤٢ ميليونه افغانۍ پوروړي دي
author avatar
18 Dec 2021 - 14:25

پلخمري (پژواک، ٢٧ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په بغلان ولایت کې ۳۲۱۵ کسان او ٢٠٠ بېلابېلې دولتي ادارې د برېښنا رياست ٥٤٢ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.

پوړوړي کسان د تېر نظام پوځي او ملکي مامورين، زورواکي، د خلکو استازي، قومي مشران او عام خلک دي.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، دغه کسان او دوه سوه ادارې د برېښنا رياست ټولټال (٥٤١٩٩٩١٩٢) افغانۍ پوروړي دي.

د یادو اسنادو له مخې، د برېښنا له لومړي فاز څخه ۲۸۷۱ د پخواني حکومت نظامي او ملکي کارکوونکي، د مخکني حکومت پر مهال نامسوول وسله وال کسان، زورواکي، وکیلان او یو شمېر قومي مشران (١٦١٥٩١٥٢٠) افغانۍ پوروړي دي.

همدارنګه د برېښنا له دويم فاز څخه ۳۴۴ کسان (٤٧٠٤٥٢٣٨) افغانۍ پوروړي دي.

د اسنادو پر بنسټ، په بغلان ولایت کې د زندانونو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو اړوند جزوتامونه (٥١٢٣٠٣٢٩) پوروړي دي.

اسناد ښيي چې ټولې ٢٠٠ دولتي ادارې په دغه ولایت کې ۲۸۲ میلیونه، ۱۲۴زره او ۳۰۵ افغانۍ د برېښنا ریاست پوروړي دي.

د بغلان د برېښنا سرپرست رییس ملا سردارولي حمزه دا تاییدوي چې ۳۲۱۵ کسان، ۲۰۰ دولتي ادارې او د زندانونو ادارې په ګډون د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو جزوتامونه د برېښنا ریاست پوروړي دي او د کلونو په تېرېدو سره یادو کسانو خپل د برېښنا لګښت نه دی ورکړی.

حمزه پژواک ته وویل: “دغه کسان پوروړي دي، د دوی زیات شمېر کسان د مخکني حکومت نظامي او ملکي کارکوونکي دي.”

د نوموړي په خبره چې یادو کسانو یا خپله وسلې درلودې او یا هم یو شمېر نورو حکومتي نظامي چارواکو ترې ملاتړ کاوه؛ ځکه خو یې د برېښنا لګښت نه ورکاوه.

د يادو پورونو په اړه هغه لس مخيز جدول چې پژواک ترلاسه کړى، ښيي چې پوروړي کسان ډېر یې د پخواني حکومت ملکي يا پوځي مامورين وو او یا یې هم نامسوولو وسله والو په توګه فعالیت درلود.

په يادو سندونو کې راغلي چې د مخکني حکومت مهال د بغلان د یوې امنیتي حوزې امر فرهاد د حبیب الرحمن زوی دوه میلیونه، ۱۴۶زره او ۱۷۳ افغانۍ او د مخکني حکومت مهال د بغلان مرستیال والي دولت حسین د محی الدین زوی د برېښنا ریاست ۲۶۲زره او ۷۳۸ افغانۍ پوروړي دي.

د اسنادو له مخې، د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر حاجي منګل حسین ۴۸۶ زره او ۳۱ افغانۍ، د مخکني حکومت مهال د بغلان ولایتي شورا رییس ډاکټر صفدر محسني ۵۸۷زره او ۱۱۹ افغانۍ، یو قومي مشر حبیب الرحمن د برېښنا ریاست ۲۶۴زره او ۲۲۹ افغانۍ پوروړي دي.

په اسنادو کې راغلي چې سمونوال محب الله نجرابي د مرکزي بغلان ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان ۱۴۳زره او ۶۳۲ افغانۍ او د “معروضه” په نوم د نامسوولو وسله والو قوماندان ۱۹۴زره او ۸۴۷ افغانۍ د برېښنا له درکه پوروړي دي.

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیریت ۷ میلیونه، ۲۴۳ زره او ۳۱۵ افغانۍ، د بغلان تصدۍ د اوبو رسولو اداره دو میلیونه، ۸۱۶زره او ۷۵۵ افغانۍ، د بغلان ولایتي شورا ۳۱۲زره او شل افغانۍ د برېښنا د لګښت له درکه پوروړي دي.

همدارنګه د بغلان د ټولګټو چارو ریاست ۵۱زره او ۸۲۰ افغانۍ، د اداري اصلاحاتو ریاست ۶۵زره او ۱۱۵ افغانۍ او د دوشي ولسوالۍ امنیه قومانداني دوه میلیونه ۱۸۶زره او ۵۲۴ افغانۍ د برېښنا رياست پوروړي دي.

د اسنادو پر بنسټ، پاتې نورې پيسې په نورو ادارو او کسانو دي چې لېست يې په دغه ځاى کې خپرېږي.

د بغلان د برېښنا سرپرست ريیس ملا سردارولي حمزه وايي چې برېښنا ریاست د مخکني حکومت مهال د دغه ولایت ټولو امنیتي ادارو او د افغانستان برېښنا شرکت ته څو څو ځلې د پوروړو کسانو لېست ورلېږلی او هغوی یې خبر کړي وو چې دغه کسان د برېښنا ریاست پور نه ورکوي او باید امنیتي ادارې پوروړي اړ کړي څو خپل د برېښنا د لګښت پیسې تحویل کړي.

د هغه په خبره، د وخت امنیتي ادارو له دغه ریاست سره بشپړه همکاري نه ده کړې او نه یې پوروړي د پور ادا کولو ته اړ کړي دي.

د هغو اسنادو له مخې چې د بغلان د برېښنا رياست پژواک ته ورکړي، ډېری پوروړي د پخواني حکومت نظاميان دي چې اوس په هېواد کې نشته.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې د يادو کسانو نظر واخلي، خو د اړيکو شمېرې یې پيدا نه شوې.

خو محمد ګل چې په دغه ولایت کې ۱۷۸ زره او ۴۱۳ افغانۍ پوروړی دی پژواک ته یې وویل: “زه د برښنا ریاست پوروړی وم او اوس یې هم پور راباندې دی، منکر نه یم، مخکې مې هم ویلي چې د برښنا پور ورکوم او اوس هم وایم خو مالي امکانات نه لرم څو دا پور ورکړم.”

نوموړی وايي، مخکې يې هم څو ځلې هڅه کړې چې د برېښنا پیسې ورکړي، خو جګړې وې، اقتصادي وضعیت ښه نه و؛ ځکه نه دی توانېدلی چې دغه پیسې د بغلان برېښنا ریاست او یا هم بانک ته ورکړي.

د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايي چې اسلامي امارت په هېواد کې د واک ټولې جزیرې ختمې کړې او هیڅ ډول زورواکي نه چلېږي.

دی وايي، په افغانستان په ځانګړې توګه په بغلان کې اوس هیڅ ډول غیر مسوول وسله وال فعالیت نشته او د بغلان سيمه ييز حکومت به له زورواکو د حکومت پورونه هرومرو ترلاسه کړي.

هاشمي وویل: “له پوروړو موږ د حکومت پیسې اخلو، هغه که د مخکنۍ ادارې پر مهال چارواکي، زورواکي، نامسوول وسله وال او قومي مشران وي او که هر څوک وي.”

نوموړي ټولو هغو کسانو ته په خطاب کې چې د حکومت پوروړي دي، وويل، ټول دا ډول کسان دې په خپله خوښه د حکومت پور ورکړي او حکومت دې نه اړ باسي چې په زور يې حاضر کړي او پور ترې واخلي.

هاشمي تاییدوي چې دولتي ادارې هم د برېښنا ریاست پوروړې دي خو وايي چې د مخکني حکومت پر مهال چارواکي په فساد کې ښکېل وو او همدا یې د مسوولینو د فساد یوه بېلګه ده.

نوموړی وايي چې د بغلان ولایتي اداره به اوس ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه وکړي چې د برېښنا ریاست پور ورکړي.

پژواک ته رسېدلي اسناد د دې ښودنه کوي چې د بغلان برېښنا ریاست د روان کال د وږي، تلې او لړم میاشتو د برېښنا ټول لګښت ۹۲ میلیونه ۹۲۲زره او ۷۳۹ افغانۍ وو چې ټولې یادې پيسې د بغلان برېښنا ریاست له خپلو مشترکینو راټولې کړې او یادې پيسې د حکومت خزانې ته ورغلې دي.

د يادونې ده، د بغلان ترڅنګ په پلازمېنه کابل او نورو ولايتونو کې هم داسې زورواکي، دولتي پوځي او ملکي مامورين او نور کسان شته چې د برېښنا د لګښت له امله ميليونونه افغانۍ پوروړي دي خو تر اوسه يې دغه پور نه دی ورکړی.

Views: 221

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.