ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښوونکو ته له تېرو څلورو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

author avatar
18 Dec 2021 - 13:50
author avatar
18 Dec 2021 - 13:50

خوست ښار (پژواک، ۲۷ ليندۍ ۱۴۰۰): د خوست د ښوونځيو يو شمېر ښوونکي وايي چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې يې مياشتني معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغوی وايي چې د دوی ټوله تکيه پر خپل معاش باندې ده او که حکومت يې ورته په وخت ورنه کړي، ښايي حالت يې له دې نور هم پسې خراب شي.

د رحمت الله په نوم د دغه ولايت يو تن ښوونکی وايي، سره له دې چې نوي حکومت د تېرو څلورو مياشتو معاش نه دی ورکړی، ورسره يې د مسلکي ښوونکو له ټاکلي معاش څخه د دوه زره افغانيو د ګرځولو پرېکړه هم کړې ده.

نوموړي پژواک ته وويل: ((ښوونکي په يو سخت حالت کې قرار لري، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ يو، څلور مياشتې کيږي چې خپل حقوق مو نه دي ترلاسه کړي. هيله مو دا ده چې اوسنی نظام د ښوونکو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.))

د نورالله په نوم د دغه ولايت بل ښوونکي پژواک ته وويل چې د خپلې کورنۍ ټولې اړتياوې يې له خپل معاش څخه رفع کولې او د ګټې وټې بله هيڅ کومه لار نه لري.

نوموړي وويل، چې د ده په ګډون ټول ښوونکي دا مهال له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او حکومت يې بايد د معاش د ورکړې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

دی زياتوي: ((څلور مياشتې کيږي چې امارت زموږ معاشونه نه دي اجرا کړي، زه د خپلې کورنۍ يو تن سرپرست يم او خپله کورنۍ مې په همدې د ښوونکي په معاش باندې چې تقريباً لس زره افغانۍ وه ګوزاره کوله. په اوس وخت کې موږ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ يو.))

د خوست دغه ښوونکی همدا ډول وايي، نوي حکومت دوی له هغه مادي امتيازه هم بې برخې کړي چې د دوه کلونو له تېرېدو وروسته يې د يو قدم اخيستو په بدل کې ترلاسه کول.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د دغه ولايت د پوهنې رييس مولوي سيد وسيم حقاني نظر هم واخلي، خو له پرله پسې اړيکې نيولو وروسته بيا هم ونه توانيد.

بل خوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان لمريز کال د دوو وږي او تلې مياشتو معاشونه ټولو ولايتونو ته رسېدلي او ډېر ژر به ښوونکو ته ورکړل شي.

نوموړي همدا راز خپلو خبرو کې وويل چې د حکومت د مشرانو د پرېکړې په اساس به ټول ښوونکي هغه مسلکي اضافي معاش چې په تېر حکومت کې ورته ټاکل شوی و، ترلاسه کوي او په دې کې هيڅ راز مشکل نشته دى.

د يادونې ده چې د خوست ترڅنګ په ګڼو نورو ولايتونو کې ښوونکو ته تر اوسه د تېرو څلورو مياشتو معاش نه دى ورکول شوى.

Visits: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.