ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چارو پوهانو پر سوله او یو بل منلو ټینګار کړی

د چارو پوهانو پر سوله او یو بل منلو ټینګار کړی

author avatar
19 Dec 2021 - 17:58
د چارو پوهانو پر سوله او یو بل منلو ټینګار کړی
author avatar
19 Dec 2021 - 17:58

قلعه نو (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۰):د هغه ګردي میز ګډونوالو چې د پژواک خبري اژانس له خوا جوړ او بادغیس کې د نریمان راډیو له لارې خپور شو پر سوله او یو بل منلو ټینګار وکړ.

د «سیمه ییزو اختلافونو، سولې ترویج او تاوتریخوالي کمښت لپاره د ټولنې تقویه» په نوم دغه ګردی میز چې ۴۳ دقیقې یې دوام درلود نن ۳:۱۵ بجې د یادې راډیو له لارې خپور او تکرار به یې د جمعې په ماسپښین ۲:۱۵ بجې او د روانې اوونۍ چهار شنبې سهار ۸:۱۵ دقیقې خپرېږي.

په یاد پروګرام کې دیني عالم مولوي علي محمد رحماني، د پوهنتون استاد نثاراحمد اکبري او مدني فعال حفیظ الله عطشان ګډون درلود.

مولوي علي محمد رحماني په یاد پروګرام کې وویل چې اسلام د سولې او یو بل زغملو دین دی او په هیڅ صورت تاوتریخوالي او جګړې ته اجازه نه ورکوي.

مولوي رحماني ټولنه کې پر سوله او د شخړو پر حل ټینګار وکړ او له دیني عالمانو او روحانیونو یې وغوښتل چې د اسلام د مبارک دین د اوامرو مطابق د خلکو ترمنځ د یو بل زغملو د ترویج لپاره هڅې وکړي.

دغه راز بادغیس کې د پوهنتون استاد نثاراحمد اکبري سولې ته د رسېدو لپاره د لارې په شمېرلو وویل، افغانان په بښې، یو بل منلو او همدلۍ سره کولای شي دایمي سولې ته ورسېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره باید زده کړې ‎ته پاملرنه وشي، څو خلک د سولې له ګټو خبر شي.

په ورته مهال، د دغه ولايت مدني فعال حفيظ الله عطشان هم د سولې پر ګټو او د جګړې پر ختمېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په ټولنه کې د دایمې سولې ټينګښت د ټولنې د ودې او خلکو ته د اسانتيا برابرولو لامل کېږي.

نوموړي دغه راز د سولې په رامنځته کولو، جوړولو او ساتلو کې له هېوادوالو وغوښتل چې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

Views: 86

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.