ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدخان: هېوادوال مو باید خپلمنځي اختلافونو او دښمنیو ته د پای ټکی کیږدي

احمدخان: هېوادوال مو باید خپلمنځي اختلافونو او دښمنیو ته د پای ټکی کیږدي

author avatar
20 Dec 2021 - 11:09
احمدخان: هېوادوال مو باید خپلمنځي اختلافونو او دښمنیو ته د پای ټکی کیږدي
author avatar
20 Dec 2021 - 11:09

قلعه نو(پژواک، ۲۹ ليندۍ ۱۴۰۰): د بادغیس اوسېدونکی احمدخان فرستان، چې تل د شخړو د هواري لپاره هڅې کوي، د جګړې پر پای خوښ دی او له خپلو هېوادوالو غواړي چې يو بل ته مينه ورکړي او خپلمنځي اختلافونو او دښمنیو ته د پای ټکی کیږدي.

د بادغیس د مرکز قلعه نو اوسېدونکی، ۵۰ کلن احمدخان فرستان چې تر ۱۲ ټولګې پورې يې زده کړې کړي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نورو مخورو او عالمانو په ملتیا یې په تېرو دوو لسیزو کې لسګونه لويې او وړې شخړې حل کړې دي.

د ده په وینا، قومي شخړې، د دوو کورنیو تر منځ شخړې او د ګاونډیانو تر منځ اختلافونه او شخړې، هغه څه دي چې ده یې په حل کې مرسته کړې ده.

هغه چې د قلعۀ نو په بازار کې د سولرو او یخچالونو هټۍ لري، زیاتوي:«يوازې د خدای د رضا لپاره مې دې کار ته ملا تړلې، تر څو کوچنۍ شخړې، لويې نه شي او خدای مه کړه په کور، کلي او سيمه کې د نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل نه شي؛ ياد کار ته ملاتړې ده.»

دی وايي: «ډېر د ویاړ احساس کوم چې چېرې ولاړم شم، زما او زما د ملګرو په منځنګړيتوب يوه قضيه حل شي؛ خدای شاهد ده د هرې قضيې د حل لپاره چې روانېږم، لومړی اودس کوم او بیا خپل خدای (ج) ته د دعا او زاريو لپاره لاس اوچتوم او له خدایه غواړم چې دغه قضيه په ښه ډول حل او فصل شي.»

دی زیاتوي: «د ستونزو د حل لپاره مو آن ورځې او شپې هڅې کړي، تر څو د خلکو ستونزې حل شي او د خوشحالۍ شپې ورځې ولري؛ له بده مرغه چې کوچنۍ، کوچنۍ ستونزې او اختلافونه په کلي، محله او ټولنه کې په سترو او دایمي ستونزو بدلېږي او کله نا کله حل ډېر ستونزمن کیږي.»

دی وايي، افغانانو کې د انتقام روحيه ډېره پياوړې ده، خو دی تل هڅې کوي چې د شخړو لوري د محبت، ورورولۍ او له يو بل سره نیک چلند ته راوبولي.

هغه د بېلګې په توګه وايي، شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د قلعۀ نو په بازار کې يوه ترافيکي پېښه رامنځته شوه او له امله يې يوه تنکي ځوان ژوند له لاسه ورکړ.

دی وایي چې د موټرچلوونکي او مقتول د کورنیو تر منځ خبره ډېره سخته شوې وه، خو د مقتول کورنۍ تر دوو – درېيو جرګو وروسته د مخورو مخ ومانه او موټرچلوونکي ته یې  بښنه وکړه.

دغه راز هغه وايي، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د محمدزيو او ممکيو د قومونو ترمنځ اختلاف دې کچې ته ورسېد چې یو د بل سیمې ته به نه شو تلای او یو د بل درمندونو ته یې اورونه اچول، خو ده له نورو قومي مشرانو سره منځګړیتوب وکړ او دا ستونزه هم داسې حل شوه چې اوس یاد قومونه له یو بل سره هیڅ ستونزه نه لري.

دی زیاتوي، افغانانو په تېرو څلوېښتو کلونو کې په تاوتريخوالي، تربګنیو، ستونزو او بدبينو کې ژوند کړی، خو دا چې اوس په هېواد کې جګړه نشته، نو باید يو او بل ته مينه ورکړي او خپلو اختلافونو او خپلمنځي دښمنیو ته د پای ټکی کیږدي.

Views: 77

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.