ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي حامد: د ډبرو سکرو په برخه کې د پژواک څېړنیز راپور خپلو دندو ته ځير کړو

مولوي حامد: د ډبرو سکرو په برخه کې د پژواک څېړنیز راپور خپلو دندو ته ځير کړو

author avatar
20 Dec 2021 - 14:31
مولوي حامد: د ډبرو سکرو په برخه کې د پژواک څېړنیز راپور خپلو دندو ته ځير کړو
author avatar
20 Dec 2021 - 14:31

پلخمري (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۱۴۰۰): د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ د جایدادونو په عوایدو کې د فساد په اړه د پژواک د راپور تر خپرېدو وروسته د بغلان چارواکي وايي چې د پژواک راپور ورسره د حکومتولۍ په ښه کولو کې مرسته کړې او خپلو دندو ته يې متوجه کړي دي.

پژواک د ليندۍ په ۱۵ مه د شمال ډبرو سکرو تصدۍ په اړه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په بغلان کې د تېرو ۱۳ کلونو په موده کې د ډبرو سکرو تصدۍ اړوندو جايدادونو څه باندې ۳۱ میليونه افغانۍ عوايد د زورواکو له خوا حيف او ميل شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د کانونو او پټروليم رییس مولوي عبدالله حامد د ليندۍ په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ډبرو سکرو د عوايدو په برخه کې د پژواک څېړنیز راپور خپلې دندې ته تر پخوا ډېر ځیر کړى دى او د حکومتولۍ د ښه کولو په برخه کې یې ورسره مرسته کړې ده.

مولوي حامد پژواک ته وویل: “کله چې پژواک زموږ د تصدۍ په ۱۳ کلنو عوایدو راپور برابر کړ چې د تصدۍ خزانې پر ځای شخصي جیبونو ته تللي دي ډېر خوښ شوم چې موږ يې خپلو دندو ته متوجه کړو.”

دی زياتوي: “دې راپور موږ او زموږ کارکوونکي خپلو دندو ته ځېر کړلو او دا راپور د فساد په راکمولو او له منځه وړلو کې ډېر مهم و.”

همدارنګه د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي هم د پژواک د ياد څېړنیز راپور په اړه وویل: “د پژواک وروستي څېړنیز راپورونه له ښه ارزښت څخه برخمن دي او د حقیقت پر بنسټ ولاړ دي.”

نوموړی هيله لري چې نورې رسنۍ هم د پژواک په څېر د فساد او د جعل او تذویر په ډاګه کولو په برخه کې څېړنیز راپورونه خپاره کړي.

دی وايي،دا ډول راپورونه د فساد په مخنیوي او له منځه وړلو کې ډېر مهم تمامیږي او د پژواک له ادارې يې د مننې ترڅنګ وويل چې پژواک دې د مالي فساد په اړه خپلو څېړنېزو راپورونو جوړولو ته دوام ورکړي.

Visits: 628

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.