ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سینماګران: زموږ ملاتړ وکړئ څو په ټولنه کې د سولې ټینګېدو او خلکو خوشحالولو لپاره کار وکړو

سینماګران: زموږ ملاتړ وکړئ څو په ټولنه کې د سولې ټینګېدو او خلکو خوشحالولو لپاره کار وکړو

author avatar
21 Dec 2021 - 16:02
سینماګران: زموږ ملاتړ وکړئ څو په ټولنه کې د سولې ټینګېدو او خلکو خوشحالولو لپاره کار وکړو
author avatar
21 Dec 2021 - 16:02

قلعه نو (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د بادغیس سینماګران په هېواد کې سولې راتلو ته خوښ دي او وایي چې په ټولنه کې د سولې لا ټینګېدو او خلکو خوشحالولو لپاره خپل پروګرامونه او فعالیت ډېروي.

په بادغیس کې یو سینماګر عبدالسمیع قادري، کلونه کېږي چې خلکو، په ځانګړې توګه ماشومانو ته یې د سولې پیغام رسولو لپاره د پام وړ نندارې وړاندې کړې دي، څو وکولای شي په څېرو کې یې خوشحالي راولي.

هغه چې ۳۲ کلن او د قلعه نو اصلي اوسېدونکی دی، وايي چې له ۱۵ کلونو راهیسې د تیاتر او سینما په برخو کې کار کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «له کوچنیوالي مې علاقه درلوده چې په تیاتر کې ولوبېږم او ښه رول ولرم او وکولی شم خپلو خلکو ته بنسټیز کارونه ترسره کړم، ما دغه راز د روزنیزو فلمونو او داستانونو په جوړولو کې هم هڅه کړې چې د هېواد جنګ ځپلو او ځورېدلو خلکو ته نندارې وړاندې کړم او څو نندارې مې خلکو، په ځانګړي ډول د ښوونځیو ماشومانو ته اجرا کړې او هغوی مې خوشحاله کړي دي.»

دغه سینماګر خلکو ته د سولې په قالب کې ډېرې نندارې وړاندې کړې دي، خو وايي چې ده په بېلابېلو برخو کې، لکه د کورني تاوتریخوالي، جنګ ځپلو ته د روحیې ورکولو او دغه راز بې سرپرسته ماشومانو ته هم تمثیلي نندارې وړاندې کړې دي.

دی دغه راز زیاتوي چې د سولې په اړه یې هم بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړي او لسګونه کوچني سینمايي فلمونه یې جوړ کړي دي.

نوموړي وویل: «موږ دغه راز په ډېرو برخو، لکه د ښځو د حقونو، د ماشومانو حقونو، بشري حقونو، د اقلیتونو حقونو، د کار حقونو کې هم لاسته راوړنې لرلې، موږ اوس هم په دې برخه کې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی، څو وکولای شو له لارې یې خلکو ته کار کړو.»

د یاد بادغیسي  سینمايي لوبغاړي په خبره چې څو کاله وړاندې د سولې عالي شورا له خوا د سولې په برخه کې د فعالیتونو له امله ستایل شوی هم دی او په دغه ولایت کې د «سولې الګو» ونومول شو.

نوموړی وایي: «د سولې لپاره مې کومه انګېزه او علاقه چې لرله، د مخکني دولت د چارواکو له خوا د سولې الګو وپېژندل شوم، زما کارونه خلکو لپاره جالب هم وو او خلکو زه ډېر وهڅولم څو په دې برخه کې د مخکې په نسبت لا ډېر کار وکړم.»

دی په هېواد کې سولې راتلو ته خوشحاله دی او وایي چې له دې وروسته به یې د تیاتر او سینما په برخو کې تولیدات د خلکو پر خوشحالولو او سوله متمرکز وي.

دغه سینماګر له هېوادوالو وغوښتل څو یو بل ته لاسونه ورکړي، د دایمي سولې، ټولنیزعدالت او د یو بل منلو لپاره هڅې وکړي څو افغانستان د تل لپاره له جنګ او تاوتریخوالي خلاصی ومومي.

بادغیس کې د سینما یوه بل لوبغاړي محمد نعیم روستایي چې کلونه کېږي د سینما او تیاتر په برخو کې له  عبدالسمیع قادري سره کار کوي، وویل په تېر کې یې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې کار کړی او توانېدلی چې جالبې او پام وړ پروګرامونه وړاندې کړي.

هغه زیاتوي: «موږ خپل نمایشات د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو په حضور کې ترسره کړي، زموږ ډېر کارونه د سولې، پخلاینې،.له تاوتریخوالي د مخنیوي او له جنګ او شخړو د یوې پاکې ټولنې په برخو کې وو. موږ دغه راز لنډ فلمونه او کلیپونه جوړ کړل او د خلکو لپاره مو خپاره کړل.»

د هغه په خبره، که څه هم د تېرو جګړو او شخړو له امله په بادغیس کې هنري کارونه له ډېرو ننګونو سره مخ وو، خو سره له دې یې هم هڅه وکړه څو خلکو ته د روحیې ورکولو لپاره خپل پروګرامونه د سیمې د مشرانو په همکارۍ ترسره کړي.

روستایي زیاتوي: «زموږ ملاتړ وکړئ څو په ټولنه کې د سولې ټینګېدو او خلکو خوشحالولو لپاره لا ډېر کار وکړو.»

دغه دوه سینمايي لوبغاړي له حکومت او د هنرمندانو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې له دوی سره د هنر او سینما د کارونو په وده کې همکاري وکړي څو وکولی شي د مخکې په څېر خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

Visits: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.