ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چارو پوهان: یووالی او ورورولي ټینګه شوې سوله قوي کوي

د چارو پوهان: یووالی او ورورولي ټینګه شوې سوله قوي کوي

author avatar
21 Dec 2021 - 17:12
د چارو پوهان: یووالی او ورورولي ټینګه شوې سوله قوي کوي
author avatar
21 Dec 2021 - 17:12

قلعه نو (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): په بادغیس کې د چارو پوهان وايي، اوس چې سوله ټینګه شوې باید د کورني تاوتریخوالي، قومي، سمتي او ژبنیو اختلافونو د کموالي لپاره کار وشي، ځکه په یووالي سره ټینګه شوې سوله قوي کېږي.

افغانستان په وروستیو څلورو لسیزو کې د جګړو او ناامنۍ شاهد و چې له امله یې میلیونونه هېوادوال کډوال، سګونه زرو ته مرګ ژوبله واوښته، هېواد کې اقتصادي بنسټونه له منځه لاړل، خو د روان کال د زمري په ۲۴ مه د مخکني حکومت تر سقوط وروسته د هېواد په ډېری سیمو کې سوله ټینګه شوې او ډېر خلک ورته خوشحاله دي.

بادغیس کې د جنیدالله اشکاني په نوم یو ټولنپوه وویل: ((هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسېدل د هر افغان هیله وه، ډېری افغانان په دې ۴۰ کلونو جګړه کې زیانمن شوي دي.))

د هغه په باور، د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه، بې سوادي، فقر، بې اتفاقي، قومي، ژبني، سمتي او نژادي اختلافونه په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ د دوام ستر لاملونه دي.

دغه راز هغه زیاته کړه: ((همدا اوس چې سوله او ارامي راغلې خو ټولنه کې کورني تاوتریخوالي او اختلافات لاهم شته، عمده لاملونه یې د څو لسیزې جګړې اغېز، رواني ستونزې، فرهنګي بېوزلي، اقتصادي فقر او پر دین نه پوهېدل دي.))

نوموړی وايي، د سالمې او له تاوتریخوالي تشې ټولنې د لرلو لپاره باید د هېواد په کچه د کورني تاوتریخوالي، قومي، ژبنیو، سمتي او نژادي اختلافونو د کمښت لپاره پراخې هڅې ترسره شي.

اشکاني زیاته کړه: ((که ټولنه کې د تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي ډېرې ستونزې رامنځته کوي او د ټولنې او کورنۍ نظام د خرابېدو لامل کېږي، کومه سوله چې اوس ټینګه شوې او امنیت راغلی له خطر سره مخ کوي.))

په ورته وخت کې د بادغیس پوهنتون استاد دوکتور عبدالعلي حسني پژواک ته وویل، د دې لپاره چې د رامنځته شوې سولې څرنګه ساتنه وکړو باید د سولې په کچه ملي هڅې پیل شي.

هغه د کورني تاوتریخوالي کموالی، د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د اختلاف له منځه وړل، د ټولنې په کچه د سولې ترویج هېواد کې د موجوده سولې د قوي کېدو لپاره مهمې هڅې وبللې.

دغه راز د ښځو حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړول، یووالي ته د خلکو هڅول، د سولې، او شخړو چې کولای شي په ملي کچه لویې ستونزې رامنځته کړي د پای د څرنګوالي پر ارزښت ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې بادغیس کې دیني عالم مولوي علي محمد رحماني وايي: ((که څه هم تاوتریخوالی بېلا بېل عوامل لري، خو د اسلام مبارک دین د ټولو لپاره حل لاره وړاندې کړې او خلک یې ورورولۍ او زغم ته رابللي دي، له بده مرغه زموږ ټولنه کې که څه هم ټول مسلمانان یو خو د خلکو ترمنځ زغم او صبر ډېر کم دی.))

نوموړی د کورنیو او ټولنې په کچه د تاوتریخوالي ستر لامل د یو او بل پر وړاندې د صبر او زغم نه موجودیت وباله.

د مولوي رحماني په خبره، اوس مهال کورني تاوتریخوالي، اجباري ودونه، میراث او حقوقي ستونزې د تاوتریخوالي هغه ډولونه دي چې هېواد کې شته.

نوموړي زیاته کړه: ((قرانکریم د شخړو پر قطعه کېدو ټینګار کوي او فرمايي: «یو له بل سره شخړې مه کوئ، کنه کمزوري به شئ، ځواک او برم به مو لاړ شي.»))

هغه خلک ارامۍ ته راوبلل او وویل، ټول دې په ګډه د قومي ستونزو او شخړو د حل لپاره اقدام وکړي.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.