ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک څېړنيز راپور له خپرېدو وروسته: د بغلان برېښنا ریاست له کلونو وروسته د خپلو پورونو راټولو هڅې پيل کړې

د پژواک څېړنيز راپور له خپرېدو وروسته: د بغلان برېښنا ریاست له کلونو وروسته د خپلو پورونو راټولو هڅې پيل کړې

author avatar
21 Dec 2021 - 12:56
د پژواک څېړنيز راپور له خپرېدو وروسته: د بغلان برېښنا ریاست له کلونو وروسته د خپلو پورونو راټولو هڅې پيل کړې
author avatar
21 Dec 2021 - 12:56

 پلخمر ( پژواک، ۳۰ليندۍ ۱۴۰۰): په بغلان ولایت کې د زورواکو له خوا له کلونو راهيسې د برېښنا ریاست سلګونه ميليونه افغانيو د نه ورکړې په اړه د پژواک له راپور خپرېدو وروسته، چارواکي لاس په کار شوي او د پورونو راټولولو هڅې يې پيل کړې دي.

پژواک خبري اژانس د ليندۍ په ۲۷مه يو راپور خپور کړ  چې له مخې يې په بغلان ولایت کې ۳۲۱۵ کسان او ٢٠٠ بېلابېلې دولتي ادارې د برېښنا رياست ٥٤٢ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته په بغلان کې چارواکي لاس په کار شوي او له زورواکو يې د برېښنا رياست پورونو راټولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

د بغلان د برېښنا سرپرست رییس ملا سردارولي حمزه پژواک ته وویل: ” د پژواک د څېړنیز راپور تر خپرېدو وروسته موږ هڅې زیاتې کړي څو له پوروړو کسانو او ادارو څخه خپل پورونه راټول کړو.”

نوموړی زياتوي چې ټول کارکوونکي يې په دې کار کوي څو پوروړي اړ کړي چې د برېښنا لګښت پیسې بانک ته تحویل کړي.

د ده په وينا، د هغو زورواکو، قومي مشرانو، نامسووله وسله والو، د مخکني حکومت نظاميانو او دولتي ادارو جدولونه يې برابر کړي او ډېر ژر به یې ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ ته وسپاري څو د دولت پور ترې واخيستل شي.

دی وايي چې د پژواک راپور له امله يې د رياست مسوولان اړ شوي چې په اداره کې سم، اصولي او قانوني کار ترسره کړي او پورونه هم راټول شي.

د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفي هاشمي وایي، چې د پژواک راپور تر خپرېدو وروسته د دوی پاملرنه د پورونو راټولولو ته زیاته شوې او ژر به د برېښنا پورونه راټول کړي.

هاشمي پژواک ته وویل: ” پوروړي کسان که هرڅوک وي او په هر نامه یې د حکومت پیسې نه وي تحویل کړې، موږ د پوروړو په سترګه ورته ګورو او ژر به ترې دغه پیسې واخلو. ”

دی وايي:” نړۍ په دې خبره شوه چې ۳۲۱۵ کسان د بغلان له برېښنا ریاست څخه پوروړي دي، د پژواک راپور د دې ښه ثبوت دی.”

هاشمي دغه راز وايي چې پوروړي کسان دې همدا راپور وګوري او مخکې له دې چې حکومت اقدام وکړي باید په خپله د برېښنا پور ادا کړي.

همدارنګه د بغلان د والي ویاند انجنیر صبغت الله عمري وایي چې که پوروړي ډېر ژر د خپل پور پیسې حکومت ته تسلیم نه کړي، په زور به ترې واخيستل شي.

د بغلان ولایتي مسوولین وایي، چې د واک جزیرې ختمې شوې او اوس هېڅ ډله نه شي کولای چې د زور له لارې حکومتي عواید پټ کړي او یاهم د دولت پور ور نه کړي.

Visits: 292

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.