Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خوست کې د یوه حلقوي سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

خوست ښار (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په خوست کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د حلقوي سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.

دغه سړک چې د خوست ښار د څلورمې ناحيې اړوند د خبريال سړک څخه نیولی تر شيخ زايد پوهنتون پورې غځېدلی، نږدې دوه کيلومتره اوږدوالی لري.

د مسوولینو په وینا، د دغه سړک ترڅنګ د ۳۲۶ مترو په اوږدوالي لښتي هم شامل دي چې په اساسي ډول جوړیږي.

د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د دغه سړک د کار د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې رغنيزې پروژې ټولې چارې به په ښه کيفيت ترسره کېږي.

د ده په وينا، په دې برخه کې ورته ناغېړي د منلو وړ نه ده او د ښاروالۍ له مسوولينو غوښتنه کوي چې په خپل وخت سره د سړک له چارو نظارت او څارنه وکړي.

دی زياته کړه: ((د افغانستان حکومت ژمن دی چې د اسلام، هېواد او ولس ته وړ عامه خدمات وړاندې کړي. ولایتي اداره د فساد په وړاندې جدي ده او په کې ښکېلو کسانو ته به د اسلام او قوانینو په چوکاټ کې سزا ورکول کېږي.))

ورته مهال د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال بيا د یادې پروژې په پیلېدو خوښي وښوده، زیاته يې کړه، چې په منظمه توګه به ترې څارنه کوي.

ښاروال په نوي کال کې د ورته نورو رغنیزو پروژو د پیل ډاډ هم ورکړ چې په خبره يې زیاتره هغه به يې د ښاروالۍ له انکشافي بوديجې څخه رغول کېږي.

هغه وايي: ((د خوست ښاروالۍ مسوولین ولسونو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو ژمنتیا لري. راتلونکي ۱۴۰۱ مالي کال لپاره خوست ښاروالۍ ګڼ شمېر پروژې پلان کړي، چې په تطبیق سره به یې خوست ښار ښکلا او پراختیا پيدا کړي.))

د نوموړي په وينا، د ياد سړک چارې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.