ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغیس کې ماشومان سولې او امنیت راتلو ته خوښ دي

په بادغیس کې ماشومان سولې او امنیت راتلو ته خوښ دي

author avatar
23 Dec 2021 - 17:05
په بادغیس کې ماشومان سولې او امنیت راتلو ته خوښ دي
author avatar
23 Dec 2021 - 17:05

قلعه نو(پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د بادغیس ماشومان هیله لري چې ټینګه شوې سوله قوي کړي تر څو دوی په ارامه فضا کې زده کړې وکړي او روښانه راتلونکی ولري.

د بادغیس اوسېدونکي سمیع الله چې ۱۰ کاله عمر لري هېواد کې د سولې ټینګښت او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ترانې وايي زیاته کړه، خوشاله دی چې له دې وروسته کولای شي په سوله ییزه فضا کې زده کړې وکړي.

نوموړی چې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ترانو او نعتونو بېلا بېلو مراسمو ګډون کوي.

هغه چې رسا غږ او غوره استعداد لري هیله من دی چې ټینګه شوې سوله دوام وکړي، دی او همزولي یې وکولای شي په سوله ییزه فضا کې زده کړې وکړي.

هغه چې تل هڅه کوي وکولای شي د زده کړو برخه کې تر نورو همزولو مخکې وي زیاته کړه: ((تل مینه لرم چې درس ووایم، راتلونکي کې ډاکتر شم، د ځان او کورنۍ لپاره داسې کس شم چې خدمت وکړای شم او د ښه اقتصادي وضعیت رامنځته کړم، اوس ښه ژوند نه لرم، پلار مې یوه روغتون کې ملازم دی او ډېرې اقتصادي ستونزې لرو.))

هغه ترانې او سرود چې یاد ماشوم پرې ورځې تېروي هېواد کې د سولې دوام او تاوتریخوالي له منځه وړلو بېلا بېل پیغامونه لري.

نوموړی چې د سولې برخه کې تر لسګونو ډېرې ترانې او نعتونه لري غواړي له دې لارې د ټولنې ټولو وګړو ته د سولې پیغام ولري، خلک د سولې له ارزښت خبر کړي.

نوموړي وویل، هیله لري چې ټینګه شوې سوله پایداره وي او له دې وروسته هېواد کې جګړه او ناامني رامنځته نه شي.

په ورته مهال‎ ۱۲ کلن حميدالله بادغيسي چې د اقتصادي ستونزو له امله د خلکو بوټانو رنګولو ته اړ شوى، هيله لري چې په هېواد کې شته سولې تلپاتې وي.

دغه ماشوم په دې کم عمر کې د خپلې اته کسيزې کورنۍ د لګښتونو دروند بار پر غاړه لري؛ ځکه پلار يې چې د تېر مخکني په ملي پوليسو کې و، د تېر حکومت له مخالفينو سره په جګړه کې وژل شوی و.

هغه هره ورځ په خپلو وړو او کمزورو لاسونو د خلکو بوټان رنګوي، زړې جامې او د ژمي د سړې هوا له امله یې لاسونه او مخ سره اوښتي، خو په لوړ همت سره د راتلونکي لپاره د خپل ځان او کورنۍ لپاره کار کوي.

هغه چې په هېواد کې د سولې له راتلو خوښ دى، وایي: «سوله د ارام ژوند کولو په معنی ده، په دې معنی چې ټول خلک پرته له وېرې کار وکړي، او نور هېڅ ماشوم بې پلاره نه شي.»

هغه هیله لري چې راغلې سوله تلپاتې شي څو هغه او ملګري یې په اسانۍ سره زده کړې وکړي.

حمیدالله چې د ورځې له سل افغانیو کم عاید لري، وايي چې دغه اندازه پیسې یې د کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولای.

هغه چې د شپږم ټولګي زده کوونکی هم دی وایي: «غواړم د درس ویلو له لارې د ځان لپاره ښه ژوند جوړ کړم، زده کړه او تعلیم د دې لامل کېږي چې نور هم پرمختګ وکړم او د ځان او ټولنې لپاره خدمت وکړم.»

نوموړی زیاتوي: «سوله او ارامتیا ډېره ښه ده. آرامي د دې لامل کېږي چې خپل ژوند ته ښه رسېدنه وکړم، له جګړې کرکه لرم او نه غواړم چې د جګړې ناوړه غږ واورم.»

حمیدالله په پای کې له ټولو هېوادالو غواړي چې د سولې او د جګړې او تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، څو نور د جګړې د ناوړه اغېزو له امله هېڅ ماشوم خپل پلار او عزیزان له لاسه ورنه کړي.

Visits: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.