ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېځایه شوي: د سولې پایښت لپاره دې هڅې ډېرې شي

بېځایه شوي: د سولې پایښت لپاره دې هڅې ډېرې شي

author avatar
23 Dec 2021 - 15:53
بېځایه شوي: د سولې پایښت لپاره دې هڅې ډېرې شي
author avatar
23 Dec 2021 - 15:53

قلعه نو (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): په بادغیس کې داخلي بېځایه شوي چې د جګړې او ناامنۍ له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي او د ژمي په دې سړه هوا کې په بد وضعیت کې ژوند کوي، وايي، د سولې د پایداره کېدو لپاره دې هڅې ډېرې شي.

د یادونې ده، په هېواد کې د جګړې او ناامنۍ له امله زرګونه کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي او امنو سیمو ته یې پناه وړې چې ډېری یې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه لري.

۶۵ کلن عبدالحمید چې نږدې یو کال مخکې د جګړې او ناامنۍ او خپل یوازېني زوی چې تېر حکومت کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله، د وژلو له امله د قادس ولسوالۍ له قرچقي سیمې قلعه نو ښار ته بېځایه شوی او اوس په بد اقتصادي وضعیت کې په خېمه کې چې له یوې څنډې یې باران ورېږي، د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره یو ځای ژوند کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((دوه ورځې کېږي چې ډوډۍ مې نه ده خوړلې، د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لرو، کورنۍ مې تر خېمې لاندې د سړې هوا له امله لړزېږي، زه هم د کار توان نه لرم، دولت باید موږ ته رسېدنه وکړي، له دې پرته ضایع کېږو.))

عبدالحمید په داسې حال کې چې د زوی د وژل کېدو او اقتصادي ستونزو له امله یې ژړل، زیاته کړه: ((د جګړې له امله مې یوازېنی زوی له لاسه ورکړ، زوی مې یوازېنۍ تکیه ګاه وه، کاش اوس چې سوله راغلې او د شومې جګړې سیوری زموږ د خلکو له سره ورک شوی، د تل لپاره ورک شي او له دې وروسته د تل لپاره موږ ټول په ارامۍ او ثبات کې ژوند وکړو.))

نوموړي په داسې حال کې چې ښځې یې په یوه ګوښه کې په دردېدلي انداز ژړل، په غریو کې یې په ډېره ارامۍ لاسونه دعا ته پورته کړل او په هېواد کې د دایمي سولې لپاره یې له زړه دعا وکړه.

دغه غمجن سپین ږیری له حکومته غواړي چې په هېواد کې د سولې د پایښت لپاره هڅې وکړي، د کارموندنې او بېوزلۍ د له منځه وړلو پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړي.

د عبدالحمید په باور، خلک هغه مهال سوله او ارامۍ کې ژوند کولای شي چې یو واحد ملت شي او له توپیري چلنده لاس واخلي، اسلام او قران، د ځان لپاره لار وټاکي.

دا یوازې عبدالحمید نه دی چې د جګړې له امله ورته زیان رسېدلې او بېځایه شوی، بلکې د غور او بادغیس شاوخوا سیمو څخه قلعه نو ښار او ان ګاونډیو ولایتونو ته بېځایه شوی دی.

په یاد کمپ کې د غلام علي په نوم بل کس چې له خپلو لسو اولادونو او دوو مېرمنو سره په خېمه کې ژوند کوي، وايي: ((د جګړو له امله مجبور شوم کور او کلی پرېږدم او له قادس ولسوالۍ څخه دلته راشم، تر خېمې لاندې ژوند ډېر سخت دی.))

هغه وايي، سړې هوا ټول بېځایه شوي تکلیف کړي او ډېری ماشومان او ډېر عمر لرونکي پر زوکام او سینه بغل ناروغیو اخته شوي دي.

دغه ۵۶ کلن چې د خپلې کورنۍ او ځان د ټولو بدبختیو لامل هېواد کې تېره جګړه ګڼي زیاته کړه: ((قادس ولسوالۍ کې مې ښه او ارامه ژوند درلود، جګړې رانه هر څه واخیستل، مجبور شوم ځمکې او کور پرېږدم چې ماشومان مې له جګړې خلاص شي، ماته د جګړې له امله د زړه ناروغي پیدا شوه.))

نوموړي زیاته کړه: ((زما همېشنۍ هیله هېواد کې دایمي سوله وه، تل به مې ورته دعا کوله، اوس چې سوله راغلې دعا کوم چې دایمي وي، خو له نړۍ غواړم چې د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي او مرستو ته یې دوام ورکړي.))

عبدالحمید، غلام علي او نور بېځایه شوي له حکومته غواړي چې خپلو اصلي سیمو ته د لېږد لپاره له دوی سره مرستې وکړي.

Visits: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.