ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هراتۍ مېرمن: د ښځو پر ځان بسیاینه د سولې ټینګښت او هېواد کې د ناکراريو د کمښت لامل ګرځي

هراتۍ مېرمن: د ښځو پر ځان بسیاینه د سولې ټینګښت او هېواد کې د ناکراريو د کمښت لامل ګرځي

author avatar
23 Dec 2021 - 16:44
هراتۍ مېرمن: د ښځو پر ځان بسیاینه د سولې ټینګښت او هېواد کې د ناکراريو د کمښت لامل ګرځي
author avatar
23 Dec 2021 - 16:44

هرات(پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): یوه هراتۍ مېرمن چې د خیاطۍ په یوه فابریکه کې یې ۱۲ نورو ښځو ته د کار زمینه برابر کړې، وایي اوس چې سوله ټینګه شوې، باور لري چې کار به یې نوره وده هم وکړي.

په هرات ولایت کې يوې ټولنيزې فعالې او د جامو د تولید د یوې فابريکې خاوندې، ٤٤ کلنې طيبې عبداللهي پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښه ده چې په هېواد کې سوله او امنيت ټينګ شوی او خلک کولای شي په ارامه فضا کې ژوند وکړي.‎

هغه وايي چې په تېرو شلو ‎کلونو کې ښځو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه او د هېواد په اقتصاد کې يې د پام وړ رول درلود، ‎خو جګړې تر ډېره ښځې هم اغېزمنې کړې دي.

د هغې په خبره، اوس چې په هېواد کې سوله او ثبات راغلي، ښځې به وکولای شي چې په خوندي او له تاوتريخوالي پاک چاپېريال کې خپلو کارونو ته وده ورکړي.

طیبه په داسې حال کې چې ویل یې د سیاسي نظام له بدلون سره یې هیڅوک د کار خنډ نه دي ګرځېدلي او هغه توانېدلې چې د پخوا په څېر خپل کار ته دوام ورکړي، له نوي حکومته غواړي چې ټولو ښځو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه: «دا مهال ډېری هغه ښځې چې مخکې یې د ښځو چارو وزارت په ګډون په بېلابېلو دولتي ادارو کې کار کاوه، اوس په کور ناستې دي، چې زموږ خویندې یې یو څه اندېښمنې کړې دي او له اسلامي امارت څخه زموږ ښځو غوښتنه دا ده چې ژر دغه ښځې خپلو کارونو ته ور وغوښتل شي.»

هغې سوله او امنیت خپل لوی ارمان وبلل او ویې ویل: «کله چې مخکنی نظام سقوط شو ټول بهر ته د تلو په فکر کې وو، خو ما له ځان سره فکر وکړ چې په خپل هېواد کې پاتې کېږم او د پرمختګ لپاره یې کار کوم.»

نوموړې چې شاوخوا درې کاله وړاندې یې دغه توليدي فابریکه په شخصي پانګونه پيل کړه او وتوانېده چې ۱۲ نورو مېرمنو ته هم د کار زمينه برابره کړي، وایي: «اوس چې سوله رامنځته ‎شوې ده، باور لرم چې کار به مې نوره وده هم وکړي او په دې به بریالۍ شم چې ډېرې نورې ښځې به هم کار ته جذب کړم.»

څو میاشتې مخکې د نظام له سقوط او د هېواد د اسعارو بیې رالوېدو له امله د جامو تولید بند شو؛ د هغې په ​​وينا چې سختې ورځې وې، ټول ناهیلي وو؛ خو کله یې چې د جامو د توليد په برخه کې د کار د پيل لپاره لومړى کوچنى فرصت وموند، ټول کاري ټېم يې سره يو ځاى او بیا یې کار پیل کړ.

طيبه عبداللهي په دې باور ده چې د نظام بدلون په ټولو بشري ټولنو کې رامنځته شوى او هيله لري چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ به په افغانستان کې د ټولو لپاره د ژوند شرايط ښه شي؛ هغه وايي چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره بايد هر انسان لومړى له خپل ځان سره سوله وکړي، خپلې وېرې له منځه يوسي او د خپل ځان ترڅنګ د نورو له ژوند سره مرسته وکړي.

هغه وایي: «زما لپاره اوس هم ویاړ دی چې په خپل وطن کې یم او خدمت کوم، د نورو په څېر زه هم مایوسه شوم، له خلکو لرې والی د حل لاره نه ده؛ باید خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

دې وویل، هره ورځ هیله لري چې هېواد ارام او باثباته شي.

اوس هغه د افغانستان له اوسني  حکومته غواړي ‎چې په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي، کاري او د زده کړو فرصتونه له ښځو دریغ نه کړي، ځکه په دې هېواد کې ښځه او نارينه مساوي حقوق لري.

هغه وايي: «‎غواړم هره ورځ د زیاتو هیلو سره بیداره شم او خپلو همکارانو ته مثبته انرژي انتقال کړم، ښایي دا ترټولو ښه کار وي چې زما له وسه کېږي.»

له دې سره، هغه کسان چې په دې کارخونه کې کار کوي له خپلو کاري شرایطو خوښ دي او غواړي چې په دغه ښځینه چاپیریال کې په ګډه کار وکړي څو یو بل ته ښه شرایط برابر کړي.

شیرین یوه له هغو خیاطانو څخه ده چې د  نورو تر څنګ د جامو په یاده تولیدي فابریکه کې کار کوي.

نوموړې وايي، چې د مخکني نظام له پرځېدو وروسته اندېښمنه او تر رواني فشار لاندې وه، بېکارۍ ځوروله او ناهېلي شوې وه، خو اوس غواړي هره ورځ هڅه وکړي، څو وکولای شي په اقتصادي برخه کې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

شیرین په دې باور ده چې د جامو د تولید په فابریکه کې چې په بشپړ ډول ښځینه چاپیریال دی، د هغې او همکارانو لپاره یې یو ښه فرصت دی څو وکولای شي اقتصادي عاید ولري، د ګنډلو مهارتونه لوړ کړي او په ورته مهال کې په کارخونه کې د نورو مېرمنو سره په خبرو کولو سره د دوی د زړونو درد کم کړي.

Visits: 91

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.