ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر جوړه زامنو بوره مور: دا راته هر څه دي چې نور د ډزو او چاودنو غږ نه اورم

پر جوړه زامنو بوره مور: دا راته هر څه دي چې نور د ډزو او چاودنو غږ نه اورم

author avatar
23 Dec 2021 - 17:55
پر جوړه زامنو بوره مور: دا راته هر څه دي چې نور د ډزو او چاودنو غږ نه اورم
author avatar
23 Dec 2021 - 17:55

فراه (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): عایشه، چې دوه زامن یې جګړو ترې اخیستي، وایې افغانان باید له اوسني فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي؛ داسې چې بیا کله هم میندې بورې، ښځې کونډې او ماشومان بې پلاره نه شي.

په افغانستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې جګړه روانه وه او دغې خونړۍ جګړې له لکونو انسانانو ژوند واخیست، میلیونونه یې کډوالۍ ته اړ کړل، ګڼ شمېر یې معلول کړل او د هېواد اقتصادي بنسټونه یې هم ونړول.

خو دغه جګړه د روان کال په زمري میاشت کې د پخواني حکومت تر ړنګېدو او له افغانستانه د امریکايی او نورو بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته ودرېده او ورسره په جګړوځپلي افغانستان کې نوی سرپرست حکومت جوړ شو.

د فراه د مرکز په لوېدیځ کې د رج کلي اوسېدونکې ۴۵ کلنې عایشې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دې ته هم جګړو داسې درد ورکړی چې څو ژوندۍ وي څړیکې به وهي.

هغه وایي چې جګړو د هغې د زړه ټوټې (دوه زامن) ترې واخیستل او وېرېده چې درېیم زوی یې (محمد) هم د جګړې ښکار نه شي.

رج دوه کاله وړاندي د جنګ لومړۍ کرښه وه او د جګړو پر مهال د جګړې د لوریو تر منځ لاس په لاس شوې ده.

عایشه وایي: “ځوانیمرګ زامن مې عسکر وو، کلي کې اوسېدو، خو کله چې جګړه ډېره سخته شوه، نو کور مو ښار ته یووړ، خو د الله رضا داسې وه چې دوه غبرګ زامن یې رانه واخیستل. ”

دغه بوره مور وایي، کله چې جګړې ودرېدې بیا یې هم په زړه کې د جګړې وېره وه، ترې یوې میاشتې یې زړه ښه کاوه چې خپل یوازیني زوی یې (محمد) له کوره بهر ولاړ شي.

دې په خوښۍ سره وویل چې وروسته ډاډه شوه چې نورې کورړنګې جګړې درېدلې دي، نو ځکه له خپل زوی سره خپل پلرني کلي (رج) ته ولاړه او محمد زوی یې د خوراکي توکو کوچنی دوکان جوړ کړ.

عایشې – چې پر خپل پخواني ماشین یې خیاطي کوله – وویل اوس خوښه ده چې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره خیاطي کوي او زوی یې هم هټۍ لري او حلاله روزي پیدا کوي.

هغه وایي، اوس د ارامۍ ساه اخیستی شي؛ ځکه چې سوله ده، جګړې نشته او دا وېره هم نه لري چې بریدونه او یا چاودنې به وشي او زوی ته به یې زیان ورسيږي.

هغه بیا، بیا خپل هغه دوه زامن یادوي چې په جګړو کې وژل شوي، خو زیاتوي:«محمد زوی مې چې تر جګړو روغ ووتی، دا راته هرڅه دي او دا راته هر څه دي چې نور د ډزو او چاودنو غږ نه اوري.»

عایشه وایي، اوس افغانان باید له اوسني فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي؛ داسې چې بیا کله هم میندې بورې، ښځې کونډې او ماشومان بې پلاره نه شي.

محمد د عایشې زوی هم له خپل ژوند څخه خوښ دی او وایي: “مور مې اتله ده، هغې زموږ لپاره سختې ستړیاوې او غمونه ګاللي دي.”

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.