ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایرانه رااړول شوي ځوانان او ماشومان له ناقانونه کډوالۍ ترخې خاطرې لري

له ایرانه رااړول شوي ځوانان او ماشومان له ناقانونه کډوالۍ ترخې خاطرې لري

author avatar
27 Dec 2021 - 16:14
له ایرانه رااړول شوي ځوانان او ماشومان له ناقانونه کډوالۍ ترخې خاطرې لري
author avatar
27 Dec 2021 - 16:14

فېروزکوه (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د غور ولایت يو شمېر ځوانان او ماشومان چې د بېوزلۍ او لوږې له امله په غیرقانوني توګه ايران ته تللي وو، ترخې کيسې کوي او له نورو ځوانانو غواړي چې د ناقانونه کډوالۍ لاره د ځان لپاره ونه ټاکي.
پر دې سربېره چې هره ورځ لسګونه کسان بېرته را اړول کېږي، خو برعکس یې لسګونه نور بېرته له هېواده ایران ته ځي.
له پولې بېرته را اړول شوي د غور ولایت ۱۲کلن عنایت الله )مستعار نوم( وایي چې یوه اوونۍ مخکې له ایرانه راګرځول شوی او له ۲۱ کلن تره سره یې خپل کور ته راغلی دی.
عنايت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ يوازېنی سرپرست دی او بېوزلۍ او لوږې دې ته اړ کړ چې په ماشومتوب کې د کډوالۍ سختې ورځې تجربه کړي.
هغه وایي: «خپل پلار مې له لاسه ورکړی؛ مجبور یم چې کار وکړم او د مور، خویندو او وروڼو لپاره مې ډوډۍ پیدا کړم.»
دغه ماشوم چې له خپل تره سره يې ايران ته د رسېدو لپاره په سختو لارو ساعتو پلی تګ کړی، وويل چې د مخکني نظام له سقوط وروسته يې تره پرېکړه وکړه چې دواړه ايران ته د کار لپاره ولاړ شي او په ډېره سختۍ سره هلته ورسېدل، خو څه موده وروسته د ایران د پوليسو له خوا ونيول او بېرته هېواد ته راواړول شول.
هغه زیاته کړه، په ایران کې یې چې کوم وخت تېر کړ، د خام عمر له امله یې هيچا هم کار نه ورکاوه، او سپکاوی یې ورته کاوه.
هغه د ايراني پوليسو له ناوړه چلنده شکايت وکړ او ويې ويل چې له ايرانه د راستنېدو پر مهال هم د ايراني پوله ساتو له خوا شکنجه شوى او په کمپونو کې يې سخت کار کولو ته اړ کړى دى.
هغه زیاته کړه: «کله یې چې د سنګ سپېد پوسټې ته راوست، هلته ایراني پولیسو موږ پر برقي ډنډو ووهلو، موږ یې مجبورولو چې جامې یې ورته ومینځو، تر دې چې شاوخوا دوه اوونۍ تېرې شوې او تره مې پیسې ورکړې او موږ یې خوشي کړو.»
هغه وايي چې که یې له کورنۍ سره مرسته ونه شي او د کار زمينه ورته برابره نه شي، نو اړ دی چې د يوې ګولې ډوډي پيدا کولو لپاره بيا خپل وطن پرېږدي او هجرت وکړي.
د یاد ماشوم تره عبدالمومن مجیدي هم وايي چې هغوی د افغانستان، پاکستان او ایران په لارو اته شپې او ورځې تېرې کړې چې په ترڅ کې یې لوڅې پښې او خالي نس ګرځېدل.
دی وایي، له یوې خوا یې هڅه کوله چې پر خپل کوچني وراره پام وکړي او له بلې خوا یې کوښښ کاوه چې له کاروانه پاتې نه شي.
هغه وایي: «زما ټوله هڅه دا وه چې وراره ته مې کومه بده پېښه ورونه شي؛ ځکه چې ډېر کوچنی و، زما ټوله هڅه دا وه چې له نورو مسافرو شاته پاتې نه شو او مجبور شوو چې د دې لارې په اوږدو کې د قاچاقبرانو او ایراني پولیسو وهل ټکول، سپکاوی او لسګونه نورې ستونزې زغمو.»
بلخوا ځيني نور ځوانان چې په قاچاقي لارو یې ایران ته د تګ قصد درلود او له سرحده راګرځول شوي هم له درد ډکې کیسې لري.
۲۸ کلن عبدالقدوس د غور ولایت اوسېدونکی دی چې د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.
هغه وايي، کله یې چې غوښتل له سرحده تېر شي او ایران ته ورسېږي د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې، څو مسافر ملګري یې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
د نوموړي په خبره: ((له بده مرغه ایرانیان هيڅ رحم نه لري، که مو چې غوښتل له سرحد تېر شو زموږ پر موټر یې ډزې وکړې، یو شمېر مسافر ملګري مو ووژل او او ځیني نور ټپیان شول، یوه بده شپه مو تېره کړه، څو به موږ بهرنیو هېوادونو ته ځو، باور وکړئ زموږ لپاره ډېره سخت دی.))
دغه غوري ځوان د دې لارې د ترخو خاطرو یادونه وکړه او ویې ویل: ((شپه تیاره وه او موږ پر ډېره لوړه دره او نرۍ لار برابر شو، قاچاقربانو ویل چې باید له همدې مسیر تېر شو څو ایران ته لاړ شو او موږ هم دوام ورکړ، د لارې په اوږدو کې د درې نیمايي ته ورسېدو کې له بده مرغه زموږ یو ملګری له ډېر لوړ ځایه ولوېد، نور پوه نه شوو چې څه وشول، دا هم زموږ لپاره ډېر سخته ده چې ځوانان مو د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله ځان له خطر سره مخ کوي.))
دغه ځوان او دغه ته ورته نور ځوانان چې له ایرانه راغلي، د هېواد له ځوانانو غواړي چې پر ناقانونه لارو سفر ونه کړي؛ ځکه له ډېرو خطرونو سره به مخ شي.
خو سربېره پر دې هم لیدل کېږي چې هره ورځ لسګونه کسان له غور ولایت څخه ایران ته ځي.
په ورته وخت کې د غور سیمه ییز چارواکي وايي چې له موسسو، په ځانګړې توګه (IOM) دفتر په همکارۍ هغه کسان چې له ایرانه بېرته راګرځول کېږي، د ایران په سرحد کې د دغه سازمان کارت ترلاسه کوي او همکاري ورسره کېږي.
د غور د اطلاعات او کلتور ریاست سرپرست مولوي محمد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی د ځوانانو د تېښتې د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې کړې، اوس هم هڅه کوي څو د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د ده په خبره، په وروستیو څو میاشتو کې یې سلګونه هغو ځوانانو ته د مرستندویه موسسو له خوا مرسته رسولې ده چې د بېلابېلو لاملونو له امله له ایرانه راګرځول شوي.

Visits: 140

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.