ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې ټول ویجاړ شوي پلونه بېرته رغول کېږي

په اروزګان کې ټول ویجاړ شوي پلونه بېرته رغول کېږي

author avatar
27 Dec 2021 - 16:35
په اروزګان کې ټول ویجاړ شوي پلونه بېرته رغول کېږي
author avatar
27 Dec 2021 - 16:35

ترینکوټ (پژواک،۶ مرغومی ۱۴۰۰): د اروزګان د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې د ټولو ولسوالیو د ویجاړو شوو پلونو او پولګوټو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

په اروزګان کې د تېرو اوږدو جګړو له امله د ګڼو شتمنیو او تاسیساتو په ګډون نږدې ټول پلونه، پولګوټي او سړکونه ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.

له هغه وروسته چې طالبانو واک تر لاسه کړی او جګړه درېدلې، د ویجاړو شوو تاسیساتو رغول یې پیل کړي دي.

د اروزګان د ټولګټور چارو رییس مولوي نظامي پژواک خبري اژانس ته وویل، څو میاشتې مخکې یې د اروزګان په ټولو ولسوالیو کې د ویجاړو شوو پلونو او پولګوټو سروې پيل کړې وه چې اوس بشپړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د ټولو ویجاړو شوو او زیانمنو شوو پلونو او پولګوټو شمېر ۵۰ ته رسېږي چې ډېر ژر به د دوی د فني او تخنیکي ټیمونو له خوا په بنسټیز ډول ورغول شي.

دی وايي، د دغو پلونو د جوړولو لګښت د اړوند وزارت له خوا ورکول کېږي.

د ویجاړو شوو پلونو او پولګوټو د رغولو د پروژې مسوول انجنیر مطیع الله پژواک ته وویل، په دې لړ کې د ټولګټو ریاست له خوا په چورې ولسوالۍ کې یو لوی پول د یو میلیون افغانیو په لګښت او ۱۰ نور پلونه د درې میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوي دي.

ده خبر ورکړ چې په بېلابېلو ولسوالیو کې د لسګونو نورو لویو او کوچنیو پلونو د جوړو چارې روانې دي چې تر راتلونکو څو میاشتو به بشپړې شي.

نوموړي وویل، پر دغه پروژه میلیونونه افغانۍ لګښت راځي.

د اروزګان اوسېدونکي خوشحاله دي چې مسوولین ویجاړ شوي پلونه او پولګوټي بیارغوي.

د دهراوود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وویل، له دې ولسوالۍ تر مرکز ترینکوټ پورې پر غځېدلې لارې ګڼ شمېر لوی او کوچني پلونه د تېرو جګړو پر مهال په ماینونو الوځول شوي چې خلک یې د تګ راتګ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ کړي وو او ان اړ وو پر فرعي لارو تګ راتګ وکړي.

دی وايي، د خلکو هیله ده چې مسوولین له خپلو ژمنو سره پيل شوي کارونه په بنسټیز ډول بشپړ کړي.

د اروزګان چارواکو په وار وار ژمنه کړې چې د ویجاړو شوو پلونو تر څنګ به نور ویجاړ شوي تاسیسات هم ژر ورغوي.

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.