ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلال احمد د نبوي سیرت سیالي کې لومړی مقام خپل کړ

بلال احمد د نبوي سیرت سیالي کې لومړی مقام خپل کړ

author avatar
28 Dec 2021 - 11:44
بلال احمد د نبوي سیرت سیالي کې لومړی مقام خپل کړ
author avatar
28 Dec 2021 - 11:44

میدان ښار (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): په ميدان وردګو ولایت کې د حضرت محمد (ص) د سیرت په سیالیو کې – چې سلو تنو په کې برخه لرله –  بلال احمد لومړی، احمدضیا دویم او سهیل درېیم مقامونه خپل کړل.

دغه سیالۍ چې د ولایت له بېلابېلو سیمو سلو تنو لوستو ځوانانو په کې ونډه لرله، د روانې مرغومې میاشتې په شپږمه د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز کې تر سره شوې.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر قاري صفي الله رائد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز ميدان ښار اوسېدونکي بلال احمد د ۹۶ نومرو په تر لاسه کولو سره د دغو سیالیو لومړۍ مقام خپل کړ.

سرچینه زیاتوي چې په دغو سیالیو کې د مرکز اوسېدونکي احمدضیاء د ۹۳ نومرو په ترلاسه کولو سره دويم او سهیل د ۹۲ نومرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

هغه وایي چې سهیل د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، خو دا مهال د میدان وردګو په مرکز کې ژوند کوي.

د رائد د معلوماتو له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، بلال احمد ته يو بایسکل، احمدضیا ته لس دیني او عصري کتابونه، یو جوړ جامې او یو قلم او سهیل ته درې کتابونه، یو جوړ جامې او یو قلم ډالۍ کړي دي.

قاري صفي الله رائد وایي چې د دې سياليو اصلي موخه له نبوي سیرت سره د لوستو ځوانانو معرفت او په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دود کول دي.

هغه وویل چې د دغه ولايت په مرکز او نورو ولسوالیو کې به د دغه ډول سیالیو د تر سره کولو لپاره ځایونه ځانګړي کړي او په هرو دوه میاشتو کې به د ولایت په کچه د لوستو ځوانانو ترمنځ د نبوي سیرت سیالي ترسره کیږي.

Visits: 266

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.